No-IMG

ای د بشر پالنې دعوه کوونکو!

محمد طارق حکيم

 

تاسې یواځې د بشرپالنې نارې وهئ، په دې نامه تجارتونه کوئ، بشر ځوروئ، مور او پلار په بچیو او بچي په پلار ځوروئ، له هغوی ژوند اخلئ، د پلار مهربانه لاس ترې پرې کوئ، د مینې او عاطفې له سینې یې لېرې کوئ، تاسې یې د بچیانو ساندو ته نڅا کوئ، سکون پرې اخلئ، تاسې رواني ناروغان یاست، ظلم کوئ وحشت کوئ!

د خپلو بچیو سترګو ته وګورئ چې له تاسې مینه غواړي، عاطفه غواړي، پالل غواړي، ژوند غواړي، عزت غواړي، درنښت غواړي، همدغه رنګ د کلونو کلونو زنداني هارون بچیان هم حق لري، تاسې دوی د پلار له سیوري بې برخې کړي، ورکړئ دوی ته خپل پلار ورکړئ چې ورته وخاندي، مینه وکړي ژوند وکړي او دا وران وېجاړ کور یې پرې ودان شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک