No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏کار کمیتۀ تهیه و توحید پیش‌نویس طرح صلح کمیتۀ رهبری شورای عالی مصالحۀ ملی، امروز پایان یافت.

قرار است این کمیته به روز شنبه آخرین نشست خود را برای تدقیق دیدگاه‌های گرد‌آوری شده برگزار کند. پس از تدقیق، پیش‌نویس طرح صلح به نشست کمیتۀ رهبری شورای عالی مصالحۀ ملی ارایه می‌شود.

‏شورای مصالحه می‌گوید که در این طرح به صورت کلی؛ بر اصل نظام جمهوری، حقوق شهروندان، حقوق بشر، انتخابات، مشارکت عادلانه و معنادار همه در نظام، پایان دایمی جنگ و ضمانت‌های قوی منطقه‌یی و بین‌المللی برای تطبیق موافقت‌نامه صلح -در صورت توافق- تأکید شده‌است.

: ‏د امنیتي ستونزو له امله کابل ته د پاکستان پارلمان د مشر سفر وځنډېد.

ټاکل شوې وه چې نن د پاکستان پارلمان مشر کابل ته راشي خو الوتکې ته یې په کابل کې د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې.

‏د افغانستان د ولسي جرګې د دارالانشا مشر قادر ځاځي ویلي چې دامنیتي ستونزو له امله یې الوتکې ته دناستې  اجازه نه ده ورکړل شوې.

ځینې سرچینې وایي چې د حامد کرزي په نړیوال هوایې ډګر کې ځینو الوتکو ناسته کړې خو د پاکستان الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې.

: ‏لغو شدن سفر رییس پارلمان پاکستان به علت پیدا شدن مواد انفجاری در میدان هوایی کابل.

مأموریت حمایت قاطع ناتو نیز تأیید می‌کند که در جریان ساخت‌و ساز در نزدیک خط رنوی میدان هوایی کابل، مواد انفجاری به جامانده از گذشته، دریافت شده‌است.

: ‏چهارمین دور رقابت‌های منتخب پاورلفتینگ امروز در کابل آغاز شد.

در این رقابت‌ها، بیش از ۱۳۰ ورزشکار از ۱۱ باشگاۀ کابل در ردۀ سنی نوجوانان، جوانان، اوپن و ماستران به مدت سه روز با هم به پیکار می‌پردازند.

: ‏عبدالاحد ولی‌زاده، سخنگوی فرماندهی پولیس هرات می‌گوید که در حملۀ مردان تفنگدار امروز در شهر هرات، یک تن جان باخت و یک تن دیگر، زخم برداشته‌است.

او افزود که تاکنون انگیزۀ این رویداد روشن نشده‌است و بررسی‌ها جریان دارد.

: ‏وزارت دفاع امریکا حملۀ طالبان بر میدان هوایی کندهار را محکوم کرد.

: ‏د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر افغان حکومت تور پورې کړی دی چې سوله نه غواړي. نوموړي له انادولو خبري اژانس سره په مرکه کې ټینګار کړی دی چې په ترکیه کې جوړېدونکې ناستې ته باید د احزابو بانفوذه مشران، د حکومت استازي او طالبان وبلل شي.

: ‏ډایکنډي ولایت کې د خوستوک برېښنا بند ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د راپورونو له مخې، دغه بند چې د ۷۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او په زرګونو کورنۍ به یې له روښنایي برخمنې شي نن ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

: ‏د بدخشان ولایت اوسېدونکي وایي، چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په دغه ولایت کې لسګونه هکتاره کرنیزو ځمکو او مېوه لرونکو ونو ته زیانونه اړولي او سلګونه څاروي یې له منځه وړي دي.

: ‏ارګ د سولې لپاره د ولسمشر غني طرحه خپره کړې ده. ولسمشر په دې طرحه کې د تېر په څېر یو ځل بیا ټینګار کړی چې دی او مرستیالان یې په هېڅ وجه تر خپلې ټاکلې نېټې مخکې د واک پرېښودو ته تیار نه دي خو بیا یې هم ویلي چې تر وخت مخکې ټاکنې ورته د منلو وړ دي.

: ‏نن ماښام ناوخته د کندهار ښار د یولسمې حوزې اړوند د دوهمې عینو مېني په سیټا څلور لارې کې په یوې ریکشه کې چاودنه شوې ده.

د کندهار د امنیت امر غورځنګ اپریدی وايي، چاودنه هدف ته له رسېدو مخکې شوې او یوازې پکې د ریکشې چلوونکی وژل شوی دی.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د پاکستان د پارلمان د رییس اسد قیصر سفر په تړاو وایي چې د نوموړي سفر د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په شااوخوا کې د ناچاوده توکو د شنډولو له امله لغوه شوی.

‏یاد وزارت وایي، نن د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په شاوخوا کې ناچاودي توکي کشف او شنډ کړل شول، چې د مسافرینو د خوندیتوب ساتنې لپاره، ټولې الوتنې وځنډېدې.

یاد وزارت زیاتوي، د نورو پروازونو ترڅنګ، د پاکستان د پارلمان رییس اسد قیصر لېږدونکي الوتکې ته هم د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې.

: ‏يوه بامياني ځوان یوه الوتکه جوړه کړې ده.

چارواکي وايي، د دې الوتکې جوړونکی داوود نوميږي او الوتکه د ۱۰۰ مټرو پر لوړوالي او د ۳۰۰ کیلومټرو په واټن د الوتنې وړتیا لري.

د باميانو والي او یو شمېر نورو چارواکو ياد ځوان سره کتلي او د ځوان د هڅو ستاینه یې کړې ده.

‏چارواکي زياتوي، دغې الوتکې ته به د تخنیکي بورډ له کتنې وروسته په بامیان کې د الوتنې اجازه او زمینه برابره شي.

: ‏د کابل - پکتیا د لویې لارې سړک چې نن غرمه د پولیسو پر یوه هاموې ټانګ د ماین چاودنې له امله ویجاړ شو.

چاودنه د لوګر محمداغې ولسوالۍ وغجان تنګي سیمه کې شوې، چې تلفات نه لري.

: ‏د لوګر مس عینک سیمه کې د وسله والو په برید کې پنځه سرتیري وژل شوي دي.

ځایي سرچینې وایي چې تېره شپه وسله والو د لوګر محمد اغې ولسوالۍ مس عینک سیمه کې د پاچي پوسته سقوط کړې او په پایله کې یې پنځه سرتیري وژل شوی دي.

‏د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر د پوستې سقوط او د سرتیرو وژل ردوي، خو وایي چې رامنځته شوې نښته کې دوه سرتیري سطحي ټپیان دي.

: ‏طالبانو د حکومت له لوري د دغې ډلې د لس کسیزه ګروپ نیول کېدل رد کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د کورنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې ویډیو جعلي او دروغ ده.

هغه وایي، نیول شوي کسان د طالبانو غړي نه دي.

: ‏افغان ځواکونو بهسودو ولسوالۍ کې د علي پور یوه قرارګاه ونیوله.

۲۰۳ تندر قول اردو وايي، د تصفیوي عملیاتو پر مهال یې د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د نا مسووله وسله وال علي پور یوه قرارګاه نیولې ده.

: ‏ناپېژانده وسله والو هرات کې یو کس وژلی او بل یې ټپي کړی.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، وسله والو نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د هرات لوی جامع جومات سره دوه کسان په ډزو ویشتلي، چې یو یې مړ شوی او بل ټپي دی.

‏د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب بیا وايي چې د پېښې له ځایه دوه جسدونه وروړل شوي دي.

: ‏اردوغان: واکسن #کرونای ملی ترکیه را جهت استفاده به تمامی انسانیت ارائه خواهیم کرد.

: ‏عراق او امریکا هوکړه کړې چې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ټول بهرني نظامي ځواکونه به د مهال وېش له مخې له عراقه وځي.

د ورځپانې په وینا، امریکا او عراق د ځواکونو د ایستلو د مهال وېش په اړه له دې وروسته خبرې کوي.

: ‏د امریکا استخباراتي ادارې (سي ای اې) د دې انځور په خپرولو سره ویلي،دا هغه امریکایي سټنیګر توغندي دي چې د امریکا له لوري افغان مجا هدینو ته ورکړل شوي وو.

‏سي‌  ای ې وايي، دې سټینګرو افغان مجاهدینو ته دا توان ورکړ تر څو د روسانو ویروونکې (Mi-24D) الوتکې چې د افغانستان د خاورې د کنترولولو لپاره یې کارولې ویجاړې کړي.

: ‏پنتاګون کې سرچینو امریکایي رسنیو ته ویلي چې هیڅ داسې نښې نښانې نشته چې، په ټاکلې نیټه یانې د مې په لومړۍ د امریکایي ځواکونه د دوحې د هوکړې پر بنسټ په بشپړه توګه له افغانستان را ووځي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال ویلي، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د ښې مبارزې په موخه پاکستان ته نظامي تجهیزات ورکوي.

: ‏سي ان ان راپور ورکړی دی چې طالبانو په تېره میاشت کې دوه ځله هغه ځایونه په نښه کړي دي چې د متحده ایالاتو نظامي پرسونل او د سي ای اې مخفي مامورین په کې اوسي. راپور کې راغلي چې طالبان په دې ډول بریدونو سره تاوان کوي ځکه چې دا ډول بریدونه به د بایډن د وتلو پلان لا پېچلی کړي.

: ‏وروسته تر هغه چې یو شمېر سرچینو راپورونه ورکړل چې امریکا غواړي پر روسیې بندیزونه ولګوي او دغه راز احتمال لري چې روسي ډیپلوماټان له امریکا څخه بهر کړي، د کرملین ویاند ویلي چې له امریکا سره د اړیکو بدترین وضعیت ته چمتو دي.

: ‏په ناټو کې د ترکیې سفیر باسات اوزترک ویلي چې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته د دوحې خبرو اترو بدیل نه بلکې په یاد هېواد کې د روانو مذاکراتو بشپړونکې ده. نوموړي ټینګار کړی دی چې هېڅ هېواد باید د افغان سولې مسئله کې د سیاسي نفوذ هڅه ونه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک