افغانستان د ليتيم اويورانيوم د کانونو درلودونکي هيواد دي
زلمی زابلي
ليتيم د کامپيوتر او مبايل په بطري جوړولو کي استعماليږي اوهم د سيټلايت او سپوږمکيو په ترکيب کي استعماليږي چه د حرارت په مقابل کي مقاومت لري
او د بلي خوا څخه يي وزن ډير کم دي.
هرات ، غزني او نيمروز د ليتيم پراخي ذخيري او کانونه لري.
خو يورانيوم د هلمند ، کټواز او بغلان ځینی سیمی لری .
د هلمند په خان نشين علاقه کي يورانيوم په ښکاره موجود دي چه حتي په همدغو ساحاتو او سیمو کي د نباتاتو رشد او نمو ډيره آهسته ده
او همدارنگه د اعصابو د فلج مختليف امراض وجود لري.
ارزښت او مقدار يي په علمي ډول تر اوسه د روسانو ، انګريزانو او امريکايانو لخوا تخمين سوي خو افغانانو ته يي حقيقي ارقام افشا کړي ندي.
روسانو په خپل وخت کي چه افغانستان اشغال کړي و او غرب په اوسنيو کلونو کي ، تر هغه سرحده چه قدرت يي کار کوي ، د نوموړو کانونو څخه استفاده کړي.
د مخدره توکو تر څنګ يي د يورانيوم او ليتيم د موادو غلا ته پيل کړي ولي حکومتونو تر اوسه دا شکايت ندي کړي چه د افغانستان سره مالی کومک ايا غرب له خپله جيب او مدرک څخه کوي که يي د حاتم طايي له بودجي نه ؟؟؟؟؟؟؟؟.
ځکه په ځو برابره غرب د افغانستان د کانونو او مخدره توکو څخه عواید په لاس راوړي.
چه غرب هيڅ وخت په بل هيواد کي دومره عوايد ندي موندلي.
نو بايد د خپلو ملي شتمنيو څخه د سولي په راوستلو کي گټه واخلو او د اشغالکرو سره محاسبه وشي.
اوس وخت ددي راغلي چه افغانان د خپل وطن د سولي او ارامۍ په منظور لمړی يوه ملي اجماع د قومونو تر منځ جوړه کړي او دوهم ، همدا حکومت بايد د سولي په خاطر د بهرنیو متجاوزينو سره خبري وکړي چه افغانان به تر کومه ستاسو د ملی ګټو قرباني وي ؟؟؟؟؟؟.
مننه
