No-IMG

امنيتي ستونزه او د زرهي سټيج څخه د حکمتيار صاحب وينا

حسرت عبد الله

 

ما د افغانستان په تاریخ کې د دریو حاکمانو استخباراتي شدت او قاطعیت مستند اورېدلی او لوستلی چې د داکټرنجیب د خاد اداره، د طالبانو د امارت استخبارات او د حزب اسلامي اطلاعات وو.

خبره مې دا کوله چې زموږ د حکومت کومه اداره او د کوم حکومتي چارواکي کور  د سیمیټي دېوالونو ترمنځ موقعیت نه لري؟ کوم چارواکی مو د زرګونو خلکو ترمنځ دومره نږدې پاتې شوی؟کوم یو یې د دومره ګواښونو سره سره بیاهم د یو لوی لاریون سر کې لیدل شوی؟

هغه هېواد کې چې ولسمشر او امنیتي چارواکي دې د فولادي دېوالونو ترمنځ اوسي او له امنیتي سکتوري ادارو دې د یولک ډالرو سیمیټي دېوالونه را تاو وي او له دې دېوالونو دباندې حکومت نه لري نو یو غیر حکومتي خو ولسي مهم او بانفوذه رهبر به حتمي په زرهي سټېج کې یو لوی لاریون کې راوځي.

زموږ د داکټرصیب غني لږشمېر  پلویانو لیکلي چې د زرهي سټېج لرل پر خپلو پلویانو د حکمتیارصیب ناباوري ښيي خو که ترې پوښتنه وشي چې لاریون کې د هرچا د مداخلې امکان وي خو ولسمشر چې چېرې ځي او زموږ یو راجسترشوی او مسلکي روزل شوی وسله وال پوځ له هغې ساحې وباسي او خپل ځانګړی ځواک هلته ګوماري چې دا پر خپلو ځواکونو ناباوري نه ده؟

اصلاً دواړو بحثونو کې ناباوري مطرح نه ده بلکې د شخصیت ایجاب او د وضعیت تقاضا همدا ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک