د افغانستان ريښتينی مارشال
د ناليدلي انځور په اړه ليکنه چي تر دمگړې زمونږ ډير هيوادوال تري ناخبره دي، له ښاغلي سردار شاه ولي خان څخه وروسته
د افغانستان دوهم مارشال څوک وه؟
دا څرګنده ده چي د افغانستان په تاريخ کي لمړني مارشال سردار شاه ولي خان وه چي په کال ۱۹۲۹ کي ورسته د کابل له فتح څخه د پوځ لوړي رتبه يعني مارشالي ته ورسيد.
له مارشال شاه ولي خان څخه وروسته د هيواد دوهم مارشال اعليحضرت محمد ظاهرشاه وه.
اعليحضرت د دوهمي نړيوالي جګړي پوري د جنرالي رتبه لګوله خو کله چي په حربيه وزارت کي پرمختګ راغي وسله، وسايط او پرسونل ډير شو او کله چي حربيه وزارت د دفاع په وزارت ونومول شو، نو که څه هم اعليحضرت د هيواد ټولواک پاچا او د ټولو ادارو او د پوځ په سر کي وه خو دلته د سر اعلي قومانداني او د وسله وال پوځ لوي مشرتابه د جوړولو په سر هم بحث وشو همدا راز د غونډي ټولو پوځي مشرانو، وزيرانو او صدراعظم دا وړانديز هم وکړ چي اعليحضرت به له دي وروسته په خپل يونيفورم کي د مارشالي رتبه لګوي او مارشال به وي.
بيا وروسته صدراعظم په رسمي ډول دغه وړانديز وليکه او د پاچا فرمان د لاسليک سره سم په حربيه وزارت کي دغه رتبه د مارشال شاه ولي خان لخوا په ځانګري مراسمو کي پاچا ته تعليق او تفويض شوه.
خو دا چي ولي پاچا ته خلکو په عام او دولتي چارو کي مارشال نه ويل سبب يي دا وه چي:
د المتوکل علي الله محمد ظاهرشاه، حضرت ملکوتي همايوني، د افغانستان ټولواک، حضور اعليحضرت او خصوصأ پاچا القاب چي لويو جرګو ورکړي وه د مارشالۍ تر رتبي اوچت وو دا چي ولي د پاچا انځور په ادارو او پيسو کي د جنرالي رتبه سره کارول کيده؟ علت یي داوو چي پخوا يود اسي دولتي دود شتون لرلو چي د پاچا يو انځور به په کورنۍ او نړيواله کچه د فرمان په ترڅ کي په رسمي توګه ټاکل کيږده او تر ډير وخته به نه بدليده نو هغه وخت چي داعليضرت دمارشالۍ دغه انځور رسميت وموند، د جنرالې انځور يي پخوا په ادارو او پيسو کي کارول شوي وه.
تاسو قدرمن لوستونکي په لاندي انځور کي اعليحضرت ظاهر شاه په مارشالي رتبه کي هم ليدلی شي او دا څرګنديږي چي نوموړي د هيواد دوهم مارشال وه.
يادونه:
د انډوخر او گډوډيو په دوران کي عصمت مسلم هم ځان مارشال باله محمدقاسم فهيم ته کرزي له ډاره مارشالي ورکړه، دوستم د سيکولر نظام د هغواهدافو او مرامونو د سرته رسولو په خاطر چي فحشا،زنا او لواطتپکي لومړيتوب لري د مارشالۍ په اعزاز ونازول شو لا ډير نور هم د يادو کړنو دسرته رسولو په بدل کي د مارشالۍ داعزاز تمه لري.
