No-IMG

د حزب اسلامي ننۍ مظاهرې يو ځل بيا د دې ګوند نظم، نفوذ او وطن سره مينه نندارې ته وړاندې کړه

عبد الولي ايوبي

 

دحزب اسلامي ننۍ مظاهرې يو ځل بيا د دې ګوند نظم، نفوذ او وطن سره مينه نندارې ته وړاندې کړه ، موږ تل ويل چې حزب کې نظم او لوړ تربيت شته ،دحسنه اخلاقو څخه برخمن وطنپال مسلمانان پکښې راټول شوي داچې څلور لسيزې د واک څخه لرې ساتل شوي او د واک په ګدۍ يې يا بنيادي دښمنان او يا سياسي رقيبان ناست دي او د دې ګوند په وړاندې يې له هېڅ نامردۍ او پوچو تبليغاتو او ډنډورو څخه دريغ نده کړى دا بېله خبره ده حتى دحزب سياسي رقيبان دومره نامرده دي چې د حزب وحدت او شوراى نظار ، اتحاد او وحدت ، دشوراى نظار او دوستم جنګونه هم حزب ته منسوبوي په آبشارو کې د هزاره ګانو قتل عام، د شوراى نظار په بمونو او توپونو کنډواله شوى شوربازار دحزب ورانى بولي، د وحدت او مسعود جګړه چې په ترڅ کې يې جنګلک فابريکه چور او دهمزنګ ويجاړ شو هم په حزب اړوي ، منو چې حزب هم جګړه کې ښکيل وو اما د کابل پنځه نوي سلنه ويجاړېدلو اصلي اړخ شوراى نظار او دهغوى موحدين وو داچې اکثره نوي زلميان د حزب د رقيبانو د تبليغات سٶ ښکارشوى نو موږ څه ملامت يو؟؟ هغه دتراب صيب شعردلته پکارده واى خرچې په خرو خولې لګوي هغه ددوى خپل کارده.

حزب په کم وخت کې دوه سترې مظاهرې راوبللې چې کابل ميشت او د نظام پوليس يې نظم ،تربيت او ښه چلند څخه متآثره کړل او دابه د دغو ګمارل شويو پوليسو تر ټولو هوسا او آرامه ورځې وې د دوى ډاډه ناسته او اطمنان خپله ګواهي ورکوي، زه په ډاډ سره ويلى شم چې دوى به هم دوطن د مالکيت اصيل حقداران پېژندلي وي.

موږ چاته طعنه او پېغور نه ورکوو خو له ځينو تحصيل کړيو او د حقايقو څخه ناخبره او يا ضديانو څخه مو هيله داده چې حق ته حق ووايئ هېڅکله دبل په خوله د تبين څخه پرته قضاوتونه مه کوئ، تاسې تاريخ ته مراجعه وکړئ او يا له بې طرفه اشخاصو څخه پوښتنه وکړئ چې د حزب دنظم او تربيت شانداره شاه ليد درته تشريح کړي اوياپه ننۍ مظاهرې دتيرتاريخ قضاوت وکړئ .

کابل کې موږ ډېرې مظاهرې وينو چې د تمدن او ښاري فرهنګ څخه زښته ډير واټن لري او د وسلو سره راوزي د ښاريانو ژوند تريخ کړي ډير مظلوم کسان د دوى د غير مسٶلانه کړنو ښکار شي او کورنۍ دغم په ټغر کښېنوي ښکاره بېلګه يې دمسعود لارويان دي چې وطنوال ورته راه ات ادامه دارد دکنايې په توګه کاروي نوحزب هغسې خلکوسره تقابل کې وو که له تعقل څخه کارواخلۍ نودنوييموکلونوپه اړه قضاوت درته آسانه کېداى شي بياممکن حزب اوحکمتيارله نوروڅخه بيل کړۍ.

موږ څو ورځې وړاندې د جمعيت ديوې انشعابي او بېلې شوې څانګې کنګره هم وليده چې د خپل ګوندي دوژلو لپاره اماده وو ،غونډه په مسلحانه شخړې واووښته اما هېچا ونه ويل چې حزب اسلامي پسې خو دغو جنابانو ګنده تبليغات کول او ځانونه يې متمدن بلل په داسې حال کې چې د خپل لاروي وژلو ته د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره هم اماده ده!!!! او تاسې پوهيږۍ چې جمعيت په يو نه يو ډول په نظام کې د داخلېدو هڅه کړې ولو که هغه د روسانو سره پروتوکول او اوربند وو او يا دناټو او غربي اشغال سره پيوستون خو دوى د څوکۍ لپاره هره بې شرمانه هڅه جاري ساتلې او لا هم دنظام غوړه برخه د دوى په برخه رسېدلې او ټوله ميډيا د دوى په لاس کې ده نو فلهذا حزب ته د سي آى اې ،بي بي سي ، امريکا غږ او شوراى نظار له عينکو کتل ځان په لوى لاس د کمعقلو په کتار کې ودرول دي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک