No-IMG

د خاطره سادات د فساد دوسيې

زلمی زابلي

 

خاطره سادات په ښارجوړولو وزارت کی یوه مرستیال وزیره وه چه څه وخت مخکی د ښاری پراختیا د وزیر ښاغلی محمود کرزی صاحب لخوا متهمه سوه چه د زابل د ارغنداب په ولسوالی کی یی د 74میلیونو افغانیو په ارزښت یو خیالی مکتب جوړ کړی.

دا په داسی حال کی ده چه د پوهنی وزارت اصلا په جریان کی ندی ، د زابل ولایت د پوهنی ریاست او د زابل ولایت د ښاری پراختیا ریاست په هیڅ خبر ندی ، خو د نوموړی مرستیال وزیری په واسطه 40میلیونه افغانی حیف ومیل سوی اود بودجی څخه ایستل سوی

کله چه دا قهرمانه اوباغیرته مرستیال وزیره د سنا مجلس د شکایتونو کمیسون ته دعوت سوه ، د یاد وزارت یو شمیر مامورینوهم ورسره تشریف راوړی وو

همدغه مامورینو په مرستیال وزیری باندی شاهدی ورکړه چه ذکر سوی اندازه پیسی یی په غیر قانونی ډول د مالیی وزارت څخه ایستلی دی

خپله مرستیال وزیری هیڅ ډول قانونی دلیل اسناد او شواهد هم نه درلودل

کمیسون فیصله وکړه چه موضوع باید لوی څارنوالی ته محول سی

دهمدی قضیی په تړاو څو نفره مامورین توقیف هم سول چه تر اوسه قضیه په لوی څارنوالی کی جریان لری

ولی متاسفانه چه اصلی متهم خاطره سادات د هیواد څخه بهر تللی وه ، چه د سفر علت یی هم معلوم نه و

په هیڅ صورت د لوی څارنوالی تحقیق ته حاضره نه ده او نه لوی څارنوالی کوم جدی اقدام په هغه وخت کی کړی

نن خبر سوو چه نوموړی مرستیال وزیره د بریښنا په شرکت کی د تجارت ریسه رسما معرفی سوی ده

د لوی څارنوالی څخه مو دا سوال دی او هم به دا موضوع موږ رسما تر تعقیب لاندی نیسو ، چه ولی اصلی متهم ازاد ګرزی خو نور مامورین یی په توقیف کی دی ؟؟؟

آیا دا اوس د جمهوریت اصل دی که د واسطی رشوت او اداری فساد ښکاره مثال دی ؟؟؟

دیو داسی بیچاره ولایت څخه ،دیوه خیالی مکتب په بهانه، 40 میلیونه افغانی په رڼا ورځ غلا کوی بیا حکومت هیڅ نه ورته وایی

جمهور ریس بیا چیغی وهی چه د حکومت 50 فیصده عواید غلا کیږی

که جمهورریس په واقیعت ددی ملت د ملی عوایدو ساتنه کوی باید د بیت المال غله ټول عدلی قضایی تعقیب ته معرفی کړی

لکه د ګمرکاتو غله ، دمالیی مخکینی وزیر قیومی ، د 91 کود دپیسو غله ، د جمهوری ریاست مشاور څرگند ، د لوی څارنوالی هغه فاسد مامورین چه اوس د فساد په اتهام استعفا ته مجبور سوی او ممنوع الخروج دی

که چیری قانون په مظلوم او بیچاره ، بی واسطی مامورینو دتطبیق وړ وې خو لوړ رتبه او واسطه لرونکی مافیایی کړیو باندی قانون د تطبیق وړ نه وی ، بیا ددی دولت دسقوط نغاره باید ووهله سی ،

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک