No-IMG

په لنګون سخته ښځه او د نجات فرښتې !

همدا زاخليوال همدا فاروق وردک همدا د دوي د نوې ډلګۍ %90 ياران د امريکا , کاناډا, اروپا او عموما د غرب سرسپارلي ايجنټان وول همدوي وو چي امريکايانو واک ته ورسول د يو ستر ملت واک يې کوچنيو خلکو ته ګورت کې ورکړ , يوه نيمه لسیزه يې ملت په کروزو,B52 او ډول ډول وسلو بمبارد کړ په تيرو نولس(19) کلونو کې په لکهونو افغانان ووژل او زخميان شول خو نن هماغه بړيڅي په بل بدرنګ نوم راپورته شول ملت خو هس هم حافظه نلري دوي ورته ځانونه د نجات ملايکې معرفي کړې دي.

 (( چرته کومه ښځه په لنګون سخته وه د کلي بوډۍ غږ کړ وايي و انجونو څه شوئ هغه دميړه پرتوګ ئې راوړۍ چي پرې يې واچوو نو مريضې ښځې چيغې کړې وايي بلا مي له همدې موندلې مه ئې راوړئ )) دا نولس کاله غوبل ,وحشت,بهرنۍ مداخيلې,وژنې , مهاجرتونه,په سمندرونو کې غرقيدل ,فساد ,فحاشا هرڅه د همدې نانجتا حرکت د مشرانو د خيانت ثمره ده.

زه ولس ته درې انتخابا او يو عرض مخکې ږدم پدې دې غور وکړي نوي تنظيمونه دې پريږدي ګټه نلري دا تجاران دي دوي هريو لسګونه ميلونه ډالر ذخيره کړي په قشنګو قصرونو کې ژوند کوي اولادونه يې غرب کې په ماڼيوو کې ژوند کوي کار او بار لري عصري موټرې لري ايا په معاش دا ثروت او دووسي جوړيږي ???.

لاندې درېو کې چي هر يو مو خوښ وي همدا مو تر نوې زيږدلو غوره انتخاب بولم.

1) تاسو ګټه پدې کې ده چي د دولت ملاتړ وکړی.

2) د طالبانو د امارت ملاتړ وکړی.

3) د حزب اسلامي ملاتړ وکړی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک