No-IMG

په زندان کې پر شهيد سيد قطب رحمه الله د ظلمونو داستان

اویس قرني

 

د أخـوان المسلمین مشهور عالم او د شهید سیّـد قطب ملګری یوسف العظم وايي:

"د زندان په وخت کي پر سیّد د ظلم غرونه مات شول.

 سترګې به یې وتړل شوې او سپي به ئې ورخوشي کړل چس دی به یې کشاوه. د ده ټپونه به يې د اوسپنې په ګرمې سریې داغول،

 کله کله به د زندان مخافظینو په سکانو او لغتو واهه، ایشېدلي اوبه به يې ورباندې پاشلې،

کله کله به يې ډېرې یخې اوبه ورباندي پاشلې،

تر ډول ډول تعذیبونو وروسته يې حالت داسې شو چې په محکمه الشعب (مصري محکمه) کې حاضر هم نشو او محکمې د پنـځلس کاله زندان سزا په غیاب کې ورته واوروله."

تـر فیصلې یو څه موده وروسته زندان ته د مصر د وخت د فرعون جمال عبدالناصر خپل نماینده را ولېـږلو؛

 تر څو سیّد مرحوم دې ته تیار کړي چې د یوه لیک په لیکلو او ورځپاڼو کې په نشرولو سره له جمال عبدالناصر نه بښنه وغواړي او تر دې وروسته به آزاد کړل شي.

د دې وړاندیز په ځواب کي چې دې زړه ور دروېش کوم ځواب ورکړ هغه به کله هم تاریخ هېـر نکړ:

"زه هغو خلکـو ته حیران شم چې مظلوم ته وايي له ظالمه بښنه وغواړه،

 د کعبې په رب قسم چې دا خو اوس پنځلس کاله زندان سزا ده؛

که د بښنې الفاظ ما له اعدامه هم وژغوري بیا به ئې هم ونه لیکم.

زه غواړم د خپل رب حضور ته په داسې حال کې ورشم چې هغه له ما خوشاله وي او زه له هغه راضي یم."

شهید سيّد مرحوم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک