د سټالین په څیر؛ خپل قوم ووژنه
نظر محمد مطمين
د نومبر ۲۳مه ۲۰۱۹، د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزیر سید محمد ګلابزوی کابل کې ما (لیکوال) ته وویل:
په خوست کې مجاهدینو حملې زیاتې کړي، په ځانګړې ډول هلته د مولوي جلال الدین حقاني تر مشرې لاندي د ځدراڼو قوم مجاهدینو لخوا پر دولت فشار ورځ تر بلې زیاتیده، خوست ته ننوتلو لارو کې مجاهدینو بریدونه کول، د هغه مهال د حکومت مشر ډاکټر نجیب الله وغوښتلم چې په خوست کې عملیات وکړم، هغه ته مې وویل چې د خپل قوم د وژلو عملیات نه کوم، خو ډاکټر نجیب الله وویل:"خپل قوم داسي وځپه لکه سټالین چې په جورجیا کې خپل قوم وځاپه. "
ما " ګلابزوی" ورته وویل: دا کار نه کوم، او د خوست عملیاتو لپاره نه ولاړم، بلکې هڅه مې وکړه چې هغه عملیات د ۶ میاشتو لپاره وځنډول شي، تر څو په سېمه کې زموږ د قوم ټول خلک پوهیدل چې د حکومت او روسانو ګډ عملیات کیږي، هلته د دولت ضد وسلوالو سیمې بدلې، خوست ته د سلګونو ټانکونو په بدرګه کې خوراکې او اړین مواد دولتې ځواکونو ته ورسيدل، لویه جګړه ونه شوه، مرګ ژوبله هم نه وه، نه مې غوښتل چې د کورنیو چارو د وزیر په توګه خپل ځدراڼ قوم د دولتې پوځیانو په زور وځپم، مګر د ډاکټر نجیب الله لخوا فشار راباندي ډیر و، هغه به ویل چې د سټالین تګلارې ته باید ژمن پاتې شو، لومړی باید خپل قوم ښه وځپو، ځکه خو یې بیا وروسته ازبک ملیشې جوړې، پښتون میشت سيمې یې په هغوی لوټ او تالان کړي.
درې ورځې وړاندي د خوست په صبریو ولسوالي کې د سي آی اې قراردادي ځواکونه په بېدرېغه ډول، د کلي ښځې او ماشومان ووژل، ارګ یې په اړه چوپه خوله پاتې شو، رسنیو هغه وخت راپورونه خپاره کړل چې ځینې مدنې فعالانو د علي پور په قضیه کې ځینو خبریالانو ته پېغور ورکړ.
هر هغه چا چې د خپل قوم او ولس سره دښمنې کړي، هغوی سپک او ذلیل شوې، خدای ج دي دا بې لارې سیاستوال وپوهوي چې د جګړې په ځای سولې ته لیواله شي.
