مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، که چېرې بهرني ځواکونه د سولې له هوکړې پرته له افغانستانه ووځي، نو په دې هېواد کې به کورنۍ جګړې یو ځل بیا پیل شي.
ښاغلی محب زیاتوي، طالبان د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدلی. د نوموړي په وینا، د طالبانو مرکچیان د سولې لپاره هېڅ طرحه او د پرېکړو واک نه لري:«که چېرې طالبان دې ته هیله لري که چېرې خدای مه کړه دلته جنجال کېږي او دوی واک ته رسېږي، دوی تېروتنه کوي. ځکه چې هېڅوک د طالبانو د راتګ غوښتونکي نه دي.»
بلخوا د نیویارک ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې د امریکا متحده ایالتونو اطلاعاتي آژانسونو د جوبایډن حکومت ته ویلي دي چې که امریکایي سرتېري د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د واک د وېش له هوکړې مخکې افغانستان پرېږدي؛ د دغه هېواد ډېری برخې په د طالبانو لاسته ورشي.
✒: دادالله قانع، رییس شورای ولایتی فراه میگوید که طالبان، جگرن عبدالخالق فراهی، آمر مرکز آموزش کندک هفتم لوای دوم ارتش این ولایت را تیرباران کردهاند.
✒: شورای مصالحه طرح ۳۷ صفحهیی را برای نشست ترکیه آماده میکند.
✒: هېواد کې د کرونا ویروس ۴ مثبتې پېښې ثبت شوې.
✒: د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
امنیتي مسوولین وايي نن سهار(شنبه د وري په ۷مه نېټه) وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ د یوه کېندل شوي تونل په مرسته چاودنه کړې او وروسته یې موټربم برید ترسره کړی دی.
مسوولین همداراز زیاتوي چې نښته پر امنیه قومندانۍ پر ودانۍ له بریدونو سره پیل شوې ده.
د کندهار د امنیه قومندانۍ د امنیت امر، غورځنګ اپرېدی وايي چې اوس مهال سیمه کې ځانګړي ځواکونه له طالبانو سره په نښته بوخت دي او هوايي ځواک هم رسېدلی دی.
✒: د هلمند ولایت امنیتي مسوولین د طالبانو برید پایله کې د سنګین ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون د درېیو سرتېرو ژوند بایللی تاییدوي.
دغه مسوولین وايي د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۱۵ طالب وسلهوال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
✒: ناپېژاندو وسله والو د پکتیا مرکز ګردیز کې یو څارنوال په ډزو وواژه.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وایي، نن ماښام شپږ بجې د ګردیز ښار پنځمه امنیتي حوزه کې ناپېژاندو وسله والو څارنوال عتیق الله دولتزی هغه مهال په ډزو وژلی چې له دندې کور ته روان و.
د پکتیا استناف څارنوالي هم تاییدوي چې د ابتدایه ښاري څارنوال ناپېژندو وسله والو په ډزو وژلی دی.
✒: جنرال یاسین ضیا: امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپلو خلکو د دفاع وړتیا لري، او له هر ډول بدې سناریو څخه د مخنیوي لپاره چمتو دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست جنرال یاسین ضیا زیاتوي عليپور یو غل او رهزن دی، ژر به پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي. نوموړي په دې برخه کې د خلکو په همکارۍ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دې مسئلې ته دې څوک قومي رنګ نه ورکوي.
✒: دیدارهای وزیر خارجه چین با مقامات ایرانی در تهران.
✒: ایران و چین سند «جامع همکاری 25 ساله» امضا کردند.
✒: دیدار کالین و زلمی خلیلزاد در استانبول.
✒: حسین اینال، عضو گروه تروریستی پ.ک.ک که برای شرکت در نشست تدارک حمله به ترکیه آماده میشد در عملیات سازمان اطلاعات کشور در شمال عراق از پای درآمد.
✒: سرمایهگذاری 1.6 میلیارد یورویی ترکیه در بخش انرژی بادی.
✒: د امریکا استخباراتي ادارو د امریکا ولسمشر جو بايډن ته په بېړه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. په دغه راپور کې ویل شوي چې که په افغاستان کې له کوم سیاسي مشارکت پرته او جوړجوړي ته تر رسېدو مخکې امریکایي او نور ځواکونه له دغه هېواد وځي نو د سختو جګړو احتمال شته.
✒: تېره ورځ په برازیل کې په کرونا وبا اخته تر درې زره ډېر کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې، دغه هېواد کې تېره ورځ د کرونا ضد دوه ډوله واکسین معرفي شوي دي خو په همدې ورځ په یاد هېواد کې پر کرونا وبا اخته ۳۶۵۰ کسانو خپل ژوند بایللی دی.
✒: د امریکا په ویرجینیا ایالت کې په یو وسله وال برید کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې، دا پېښه تېره شپه د ویرجینیا سواحلو ته څېرمه رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
✒: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو حضور د سولې پروسه له جدي ننګونو سره مخ کړي خو د ده په خبره، دا بهیر به هیڅکله ونه درېږي.
✒: د عراق لومړي وزیر مصطفی کاظمي ویلي چې عراقي ځواکونه پیاوړي دي او کولی شي چې په یوازې ځان هم له خپلې خاورې دفاع وکړي. هغه زیاته کړې چې دوی د خپل هېواد د ساتنې او امنیت لپاره بهرنیو ځواکونو ته ډېره اړتیا نه لري.
✒: د مصر په پلازمېنې قاهره کې د یوې ودانۍ د راپرېوتو له امله پنځه تنه مړه شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان دي.
✒: زلمی خلیلزاد، فرستادۀ ویژۀ امریکا برای صلح افغانستان دور تازه سفرهایش را بهکشورهای منطقه آغاز کردهاست.
خبرگزاری رویترز بهنقل از وزارت خارجۀ امریکا نگاشتهاست که آقای خلیلزاد اکنون عازم ترکیه - محل برگزاری نشست صلح دربارۀ افغانستان - شدهاست.
وزارت خارجۀ امریکا گفتهاست که قرار است آقای خلیلزاد، در این دور از سفرش، طرفهای دخیل در روند صلح افغانستان را برای رسیدن به یک توافق صلح تشویق کند.
بهگفتۀ وزارت خارجۀ امریکا این دور سفر منطقهیی آقای خلیلزاد، به روز پنجشنبه آغاز شدهاست.
