No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د اداري فساد ، د درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ رييس څارنمل فضل سلطان ساپى په چارو کې د لوړ پوړو چارواکو د لاسوهنو او له دې امله چې له کوم موجه دليل پرته ممنوع الخروج ګرځول شوى، له خپلې دندې استعفى ورکړې ده.

: ‏طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغو څرګندونو ته چې ويلي وه، ښايي د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، غبرګون ښودلی.

‏طالبانو په اعلاميه کې د جوبایډن څرګندونې مبهمې یادې کړې دي او زیاته کړې یې ده: که د دوحې له تړون سره سم، ټول بهرني ځواکونه په ټاکلي وخت له افغانستان څخه ونه وځي، دا به د تړون نقض وي او طالبان به یې پر وړاندې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.

: ‏پولیس کابل می‌گوید که عصر امروز دو دزد مسلح که زیر تعقیب پولیس قرار داشتند، در ساحه شوربازار از مربوطات حوزه اول امنیتی شهر کابل، بالای پولیس انداخت مسلحانه نمودند که در نتیجه‌ٔ این برخورد مسلحانه، یک منسوب پولیس و سه تن باشنده‌های محل مجروح و دو دزد مسلح توسط پولیس کشته شدند.

: ‏د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په فرانسې کې د دې هېواد د سنا جرګې له مشر سره کتلي او د سولې پر بهیر او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړې دي.

په دغه کتنه کې د فرانسې سنا جرګې مشر ويلي چې له افغان سولې ملاتړ کوي.

: ‏د کونړ پېج درې ولسوالۍ د ۲۷ بستریز روغتون نوې ودانۍ، چې د المان په مالي ملاتړ د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوې او تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

: ‏ملي دفاع وزارت وايي: «کندهار کې د طالبانو له لوري ویجاړ شوي پل د ملي اردو له خوا بیا ورغول شو

یاد وزارت زیاتوي چې دا پل تېره ورځ د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ اړوند په "سرکاري باغ" سیمه کې د موټر بم په چاودنه کې ویجاړ شوی وو.

: ‏در ٢٤ ساعت گذشته٣٦ واقعۀ جدید بیماری کرونا ثبت گردیده است.

: ‏په ترکيه کې د افغانستان سفير: د استانبول ناسته به اوربند ته لاره هواره کړي.

: ‏معاون حوزه اول امنیتی شهر پلخمری با طالبان پیوست.

: ‏تر ١١ کلونو وروسته امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې حصارک ته د ځمکې له لارې لاړشي.

: ‏د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د نهرسراج هډې ته څیرمه د سنګین ولسوالۍ د ټولنیزې شورا مشر غلام جان اکا د ناپیژاندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

: ‏پوليس فارياب از رهايي يك كودك ٧ ساله از نزد آدم‌ربايان خبر مي‌دهد.

در خبرنامۀ پوليس فارياب آمده‌است كه این کودک در چهارم حمل از روستاي عرب شاه ولسوالي خان چهار باغ هنگامی‌که به مکتب می‌رفت ربوده شده بود.

: ‏په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د مسکو په غونډه کې د اسلامي امارت د بیا جوړېدو موضوع نه‌ ده مطرح شوې. د دې دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دوی هلته یوازې د اسلامي نظام د جوړېدو موضوع یاده کړې او د اسلامي نظام د جوړېدو له طرحې غلط تعبیر اخېستل شوی دی.

: ‏د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، تمه ده چې په ترکیه کې جوړېدونکې غونډه به د افغان سولې په پروسه کې د پرمختګ سبب شي. عبدالله ویلي، د دوحې د خبرو تر څنګ د استنابول غونډې ته تمه شته، چې د سولې په روانو هڅو کې به پرمختګ وشي.

: ‏اردوغان: امیدواریم که روند واکسیناسیون کرونا در ماه‌های می و ژوئن به پایان برسد.

اردوغان در مورد خروج ترکیه از معاهده‌استانبول گفت: گام ریاست جمهوری در چارچوب قانونی انجام شده و با این گام به مسیر خود ادامه خواهد داد.

اردوغان در مورد حمله به مسجدی در بخش روم نشین قبرس: متاسفانه آن‌ها اقدامات مشابه را هر موقع انجام می‌دهند. همزمانی این اتفاق با نشست سران اتحادیه اروپا، چیز‌ی جز یک اقدام تحریک‌آمیز نیست.

: ‏د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندان وايي، که امریکايي پوځیان په اوس وخت کې له افغانستان ووځي د افغانستان امنیتي وضعیت به خورا کړکېچن شي.

: ‏ملګري ملتونه وايي چې د نشه ‌يي توکو ګواښ ته پام نه ‌کول کولی شي چې د افغانستان سوله او امنيت د سولې تر تړون وروسته هم له خنډ سره مخ کړي.

: ‏جرمني په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور موده وغځوله.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د جرمني پارلمان هغه طرحه تایید کړه چې له مخې یې د جرمني ۱۳۰۰ سرتېري د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې په افغانستان کې پاتېږي.

: ‏د امريکا ولسمشر جوبايډن یو ځل بیا ټينګار کړی چې دا به امريکايي ځواکونو ته د تکتکي مسایلو له امله سخته وي چې د روان کال د مې پر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي ویلي: « موږ له افغانستانه وځو، خو پوښتنه داده چې کله؟»

بایډن وايي چې په دې تړاو له خپلو متحدينو سره مشورې کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک