مهم ترین های امروز پنجشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: حرکت راه نجات افغانستان به رهبری حضرت عمر زاخیلوال امروز اعلام موجودیت کرد.
در مراسمی که به این منظور در کابل برگزار شده بود، حمایت شان را از تلاشهای جاری صلح اعلان کردند.
✒: کابل ښار کې د ښاروالۍ ۲۰۰نویو ښاري بسونو د ښاروالۍ لخوا تر څلورو میاشتو تخنیکي او مسلکي څېړنو وروسته نن په ازمویښتي ډول په ۱۶ لویو لارو کې، له کارته نو تر احمدشاه بابا مینې خپل فعالت پيل کړی دی.
✒: د بادغیس سیمهییز مسوولین د دغه ولایت آبکمري ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله د څلورو پولیس سرتېرو له ژوند بایللو او د یوه له ټپي کېدو خبر ورکوي.
د مسوولینو په خبره پېښه تېره ورځ په داسې حال کې شوې چې د پولیسو موټر د طالبانو لخوا پر خښ شوي ماین برابر شوی دی.
✒: زیانهای بهجا مانده از آتشسوزی در بزرگترین سرای لیلامی فروشی در منطقۀ دشتبرچی در مربوطات حوزۀ سیزدهم شهر کابل.
۲۳ دکان لیلامی فروشی در این سرای بهگونۀ کابل از بین رفتهاند.
دکانداران این سرای میگویند که سرمایه هر یکی از این دکانها ۳۰۰ تا ۵۰۰ هزار افغانی بود.
✒: کونړ کې امنیتي سرچینې وايي نن غرمه مهال د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځینو برخو پاکستاني پوځيانو راکټي بریدونه کړي چې پایله کې یې یوه ملکي کس ژوند بایللی او بل ټپي دی.
✒: هېواد کې د کرونا ویروس ۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوې.
✒: د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په ترکیه کې له فساد سره د مبارزې او سیمه ییز اتصال پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی دی. دا ناسته د ترکیې، چین، روسیې، ایران، پاکستان او عراق د پارلمان د رییسانو په کچه جوړه شوې ده.
✒: د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتګ یوازینۍ لار دا ده چې افغانان خپل زعیم په خپله خوښه وټاکي. عمر نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي، هر څوک چې د سولې نیت لري باید تاوتریخوالی ودروي.
✒: د حضرت عمر زاخېلوال په مشرۍ د افغانستان د ژغورنې حرکت خپل موجودیت اعلان کړ. په جوړه شوې غونډه کې ډاکټر فاروق وردګ د خبرو پر مهال وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې، دایمي ثبات، پياوړي نظام او یووالي لپاره راپاڅېدلي او د هېواد پیاوړي کدرونه په دې بهیر کې د دوی ملتیا کوي.
✒: ایمل فیضي د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند په خپله نوې مقاله کې لیکلي چې هند باید افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستلو کې له روسیې، چین او ایران سره ملگری شي او په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو لپاره له افغان مشرانو او متحده ایالاتو سره فعاله ونډه واخلي.
ایمل فیضي په «دې پرینت» هندي انلاین ورځپاڼې کې لیکلي چې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ تړون چې تیر کال لاسلیک شو، په اصل کې د واشنګټن او اسلام آباد ترمینځ یو تړون دی او له امله یې پاکستان په لنډ وخت کې جیو پولیټیکل ګټې ترلاسه کړي دي.
فیضي زیاته کړه چې اشرف غني په شپږو میاشتو کې دننه د نوي ولسمشرۍ ټاکنو وړاندیز به د نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو هیڅ ملاتړ ونه لري. دی وایي افغانان غواړي جمهوریت خوندي وساتي، خو دوی د اشرف غني ناپسنده حکومت د جمهوري دولت په توګه نه ګوري.
✒: امریکا په افغانستان کې د سرتېرو د حضور ددوام په لټه کې ده. د امریکا د استازو مجلس د دفاعي کمېټې مشر آدم سمېت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د بایډن اداره په دې لټه کې ده چې د مې تر لومړۍ نېټې وروسته یې هم سرتېري په افغانستان کې حضور ولري.
✒: د ترکیې په غونډه کې به د طالبانو او افغان حکومت مشران ګډون کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د بروکسل په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي ټاکل شوې چې ډېر ژر په ترکیه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې غونډه وشي.
✒: ایران د ولسمشر غني د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي یې وو د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اوبو په برخه کې همکارۍ ډېرېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خطیب زاده په یوه خبري کنفرانس کې ویلي ایران د هلمند په اوبو کې د ۱۳۵۱ کال د هوکړې له مخې خپل حق لري چې افغان حکومت ورته ژمن دی.
✒: د المان لومړۍ وزیرې په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله لګول شوي تازه محدودیتونه لرې کړې دي. نوموړې د المان د ایالتونو له مشرانو سره په یوه ګډه غونډه کې ویلي چې دا د المان له خلکو بښنه غواړي او د اپرېل په مذهبي مراسمو کې به هېڅ ډول بندیزونه نه وضع کېږي.
✒: روسیه وایي د مسکو د غونډې مهم هدف د دوحې په مذاکراتو کې چټکتیا راوستل وو. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دوی غوښتل د دوحې بهیر او بین الافغاني مذاکرات چټک شي، ځکه تر هغې مخکې په دوحه کې مذاکرات په ټپه درېدلي وو.
✒: شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي ازمویلي دي. د راپورونو له مخې شمالي کوریا نن پنجشنبه دوه بالستیک توغندي د جاپان د اوبو پر لور توغولي دي خو جاپان وایي ددوی په اوبو کې ددغه توغندیو لګېدل تر اوسه نه دي تایید شوي.
✒: افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي وان برندت ویلي چې اروپایي ټولنه غواړي له امریکا سره د افغان سولې په تړاو خپلې همکارۍ پیاوړې کړي. نوموړي زیاته کړې چې افغانان نور له اوږدو جګړو ستړي شوي دي او اړتیا ده چې په دغه هېواد کې د سولې لپاره ټول شریک هېوادونه خپل رغنده رول ولوبوي.
✒: د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي چې افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره پاکستاني وګړو بې شمېره قربانۍ ورکړې دي او په وینا یې همدا لامل دی چې اوس ټوله نړۍ د افغان سولې لپاره د پاکستان هلې ځلې ستایي.
