No-IMG

د کمال خان تاريخي بند نن رسماً پرانيستل شو

د کمال خان د بند بشپړېدل د خوښۍ خبره ده، د اوبو مهارول د هيواد لپاره حياتي بڼه لري، دزړه له تله پرې خوشحاله يو، رب دې سوله زر تر زره راولي چې د هيواد نور پرمختګ هم ووينو، اوهيوادوال مو سوکاله ژوند خپل کړي....

د کمال خان بند به وکولای شي د نیمروز په ولایت کې که د یوې خوا د بیکارۍ کچه راکمه کړي، یو شمیر به د بند په ساتنه ، د زمکو په کرلو او بریښنایې خدماتو کې مصروف شي. د بلې خوا به ددغه ولایت د مهاجرت عوامل راکم کړي او خلک به د کور دننه په ارام ماحول کې د یو مړۍ روزي په پیدا کولو مصروف شي. دا مه هیروۍ چې شل کاله وړاندې جنوبي ولایتونو کې خلک د لوږې، څاروي د تندې او حاصل خیزه زمکې د اوبو د نه شتون د وجې په شاړو او دښتو اوښتې وي.

کله چې وطن ابادیږي یو هیوادوال راحته کیږي او یو څه حیاتي کارونه کیږي لازمه ده فکري او نور مخالفتونه شاته پریږدو او دغې برخې ته لا د مسئولینو توجه او تشویق ته لاسونه ورکړو دا به مو د ذلت د ژوند خلاص او په ځاني بساینه کې مهم رول ولوبوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک