پر ترکيه د فتح الله گولن د ناکام کودتا څلورم کال پوره شو
د ترکيې تلويزيون د راپور له مخې په ترکیه کې د نن نه پوره څلور کاله مخکې په همدې ورځ د فتح الله ګولن ترهګري سازمان د مشروع او منتخب حکومت د پرزولو په موخه د کودتا تشبث وکړ، په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګري سازمان لخوا د کودتا د تشبث نه پوره څلور کاله تیر شول.
د نوموړې خاینې او خونړۍ کودتا د تشبث د ماتولو د ورځې نه څلور کاله کیږي چې په ترکیه کې د « ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ » په توګه لمانځنې کیږي.
ترکیه د جولای د ۱۵م د ستر بري په څلورمه کلیزه کې د وطن او بیرغ په خاطر پرته د تردد نه د خپلو سرونو قربان کړو شهیدانو نه په ډیره درناوي سره یادونه کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جولای د ۱۵ مې د پروګرام په چوکاټ کې لومړی د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخکې د جولای د ۱۵ مې د شهیدانو څلي ته د ګلانو ګیدۍ کیښوده.
وروسته د ترکېې په ملي شورا کې د جولای د ۱۵ د خاینې کودتا د شهیدانو د یادښت او درناوي په خاطر په جوړ شوي پروګرام کې برخه واخیسته.
ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې د جولای په ۱۵ مه نيټه پدې خاوره کې رامنځته شوې پيښه د پيړیو پیړیو راهیسي پدې هیواد کې د موجودیت او نابودۍ د مبارزې د زنځیر وروسته حلقه وه.
هغه وویل چې د جولای د ۱۵ مې نیټې په شپه د فتح الله ګولن ترهګري سازمان د کودتاچي خاینینو لخوا په ځانګړې توګه د ترکیې په ملي شورا برید کولو کوم تصادف نه وو.
که چیرې د فتح الله چي ترهګرو کودتاچیانو وس بر شوی وی پدې ملي شورا کې به يي د تیګي د پاسه تیګه نوی پریښی. پوره باور ولرۍ چۍ دوې پدې ډول د ملي شورا د ودانۍ د لمنځه وړو په برخه کې د ذرې په اندازه تردد نه کولو.
پوره باور ولرۍ که چیرې يي وس بر شوی وی ددې هیواد د منتخب ولسمشر، لومړي وزیر او ټولو منتخب چارواکیو د وژلو په برخه کې د ذرې په اندازه تردد نه کولو.
ولسمشر اردوغان وویل چې د جولای د ۱۵ مې کودتا کومه ساده کودتا نوه.
دا کودتا په اصل کې د پیړیو پیړیو راهیسې زمونږ د اوسیدو پدې خاوره کې د موجودیت او نابودۍ لپاره د روانې مبارزې او مجادلې د زنځیر وروستۍ حلقه وه. ددې کودتا تر شا ډیر ستر حسابونه نغښتي وو. که چیرې دا کودتا بریالۍ شوي وای دا به د ماتیدو نقطه او پيل وی. د خپل راتلوونکي او منافعو په خاطر ترکیه د اور لمبو ته د غورځوونکو ددې خاینینو پر ضد د جولای د ۱۵ مې د شپې په څیر د اړتیا په صورت کې د خپل ملت سره اوږه په اوږه د خپل وطن ، ډیموکراسۍ او خپلواکۍ نه دفاع ته دوام ورکوو.
ولسمشر اردوغان د ترکیې د ملي شورا د چت لاندې په دنده بوختو هر تن د سترې او پیاوړي ترکیې د دعوا نه ملاتړ ته بلنه ورکړه.
هغه وویل چې راځئ د خپلو شهیدانو ددې امانت نه په ګډه دفاع وکړو. راځئ د ۲۰۲۳ کال هدفونو ته د رسیدو په خاطر په ګډه کار وکړو. راځئ چې په ګډه ترکیه د روښانه راتلوونکي پر لورې یوسو.
همداشان ددې پروګرام نه وروسته به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د جولای د ۱۵ مې د کودتا د شهیدانو د کورنیو د استازو سره لیدنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د جولای ۱۵ مه په ترکیه کې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په مناسبت به سږ کال د هیواد په دننه د وزارت خانو او دولتي ادارو لخوا ۱۶۰۹ ، د پوهنتونونو لخوا ۵۲۱، د ملکي ټولنو او سازمانونو لخوا ۱۰۸ جمعآ ۲۲۳۸ جلا جلا پروګرامونه جوړ شي.
همداشان د هیواد نه بهر به هم ۷۵۲ پروګرامونه جوړ شي.
