د دا یکندي ولایت د یموکراسۍ!
که څه هم دغه محفل د نوی کال خصوصاً (نوروز) لپاره برپا شوی وه خو ظاهراً هلته د یموکراسۍ (دځوانانو،پیغلو) ترمنځ ازدانه اختلاط،خلوت او هغه هم دغرب په(نکهة) اومالګه عملاً تمثیل شو.
دغه کارته په عادي سترګه مه ګورئ دوی په دانسته یا نا دانسته ډول دافغانستان بهرته دد یموکراسۍ شنه عملي څراغونه ورکړل اوبهر هیوادونه یې کاملاً دې ته میلان کړل چې په راتلونکی کې هم د تیر په شان له همدغه لږکیو د د یموکراسۍ په عملي تمثیل او تقویت کې کار واخلي لکه عین زمونږځینو یا ډېرو د لږکیو وروڼو عملاً تمثیل کړه او همدا تمثیل سبب شو چې هیواد کې غربي هراړخیز اشغال د روسي اشغال په پرتله لس کاله زیات دوام وکړي او دافغان ولس څخه تقریباً د یوه میلون په اندزاه دانسانانو قربانی واخلي.
فلهذا داچې دشرعي لارښوونو په رڼا کې به مو ویل:
نوروز دافغانان یا مسلمانانو اختر ندی ډېرو به داخبره بابیزه بلله داځکه چې دافرهنګ زمونږ په ملي تاریخی ارشیف کې کوم دلیل ورته شتون نلري او نه هم کوم شرعی مجوز شته چې هغه روا وبولي .
نو! پرځای خبره وه چې ددغه ډول وارداتي،تحمیلي مجوسي اختر(فرهنګ) اورواج چې زمونږد ملي اود ینی هویت او فرهنګ سره واضح ټکرلري مخنیوی شوی وای.
