مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: نن د حزب اسلامی افغانستان د تصمیم عالی شوری ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې چې د حزب اسلامي په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د هېواد په روان وضعيت په ځانګړې توګه په ترکیه کی د سولی ناسته او مظاهرو ته چمتو والی او يو شمېر نورو ملي او حزبی مسائلو په اړه تفصيلي خبرې وشوې.
✒: یوه امنیتي سرچینه وايي چې تېره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د هاوانونو د لګېدو په پایله کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه سرچینه وايي چې دغه هاوانونه د دولتي ځواکونو له خوا توغول شوي دي، خو د کندهار ځايي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
✒: رییسجمهور غنی با نواختن زنگ مکتب سال نو آموزشی را آغاز کرد.
✒: پدر عبدالرووف کودک ربوده شده بلخی میگوید که آدم ربایان به تازه گی یک نوار شنیداری از این کودک را فرستاده اند که نشان می دهد این کودک را شکنجه می دهند.
وی، می گوید که رباینده گان روز دوم نوروز این نوار را برای شان فرستاده اند.
پدر عبدالرووف میگوید که ربایندهگان در یک پیامی هشدار داده اند که اگر برای رباینده گان پول ندهد این کودک را خواهند کشت.
او از حکومت میخواهد که بی درنگ برای رهایی این کودک دست به کار شوند.
✒: د هېواد د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ تر نومبر میاشتې په دغه هیواد کې د نړیوالو ځواکونو د احتمالي حضور په اړه خپرو شوو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې له تروریزم سره د مبارزې برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ هرکلی کوي.
✒: طبیعي پېښو ته د رسېدګي په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په هېواد کې د وروسیو سیلابونو له امله لس تنه مړه شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
✒: هند او افغانستان پر سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حنیف اتمر تېره ورځ په نوي ډهلي کې له خپل هندي سیال جي شنکر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او افغان سولې خبرې شوې دي.
✒: گوترش: عاملان جنایت در سوریه باید مجازات شوند.
فرحان حق، معاون سخنگوی دبیرکل سازمان ملل متحد با انتشار بیانیهای اعلام کرد: آنتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد پس از حملات اخیر به غیرنظامیان در شمال سوریه خواستار مجازات عاملان این جنایت شد.
✒: وزیر خارجه آمریکا: تعهد ترکیه به ناتو به نفع همه ما است.
✒: سعودي عربستان حوثیانو ته د سولې وړاندیز کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پر دغه طرحه او د سولې پر بهیر به ملګري ملتونه نظارت کوي او تر څنګ به یې د یمن د ځینو برخو هوایي او ځمکنۍ محاصره د سعودي عربستان له لوري پای ته رسېږي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو پر مهالوېش بیا کتنه پیل کړې ده. بلینکن څرګنده کړې چې دوی له ناټو سره خپله همغږي پیاوړې کړې ده او لکه څنګه چې یو ځای دغه هېواد ته تللي، یو ځای به په مناسب فرصت کې بېرته وځي.
✒: د امریکا د استازو جرګې دوو غړو له بایډڼ څخه غوښتنه کړې چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې باید خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
✒: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د روان کال په تېرو دوو میاشتو کې د جګړو له امله ۴۹ زره افغانان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. یادې ادارې ویلي، یاد کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي د افغانستان په بېلو سیمو کې د جګړو له امله بېځایه شوي دي.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې دغه هېواد نور له ناټو سره د یو سازمان په توګه هیڅ راز اړیکې نه لري. نوموړي زیاته کړې ده چې ناټو سازمان پاروونکي اقدامات کوي او دوی له دې وروسته له دغه سازمان سره خپلې اړیکې د تل لپاره پرې کړې دي.
✒: جو بايډن د پاکستان د ملي ورځې د مبارکۍ په پار د دغه هېواد ولسمشر عارف علوي ته لیک استولی دی. بایډن په دغه لیک کې ویلي چې امریکا به له پاکستان سره یو ځای په افغانستان کې د امن ټینګښت لپاره هلې ځلې دوامداره وساتي او پاکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي.
✒: امریکا په کلوروډا ایالت کې د یوه وسله وال کس په برید کې لس تنه وژل شوي دي.
دغه پېښه په یوه پلورنځي کې رامنځته شوه او له څو ساعتونو وروسته پولیسو یو تورن په ټپي حالت کې ونیو.
د دغې پېښې ځينې شاهدانو دغه پېښه په ژوندۍ بڼه په یوټیوب کې خپره کړې ده.
✒: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې ناټو د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي او وايي چې دغه بهیر ټکنی دی، خو ټیګار کوي چې دا د افغانستان د حل لارې رسېدو ته یوازینۍ لار ده.
هغه وايي چې طالبان باید د القاعده ډلې په ګډون د نړیوالو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
