مصرۍ نوال السعداوي او فکري تګلوری یې
لمر شرفزوی
پرون نوال السعداوي په قاهره کې مړه شوه او اسلامي اُمت یې له شره خلاص شو، خو دې ښځې په اسلامي نړۍ کې د لویدیځ او مستشرقینو په ملاتړ او تجهیز په تېره نیمه پېړۍ کې دومره ناولي بوټي وکرل، چې په څو پېړیو کې به هم ددې بوټو بېرته وچول ناشوني وي.
السعداوي مصرۍ لیکواله وه، د ښځو د حقوقو په نوم یې پر اسلام او اسلامي تګلارو نیوکې کولې او د انسانیت لپاره یې د اسلامي شریعت تګلاره له ظلم او وحشت ډکه تګلاره بلله. په واز کومي یې نارې وهلې، چې اسلام له ښځې سره ظلم کړی، چې د پردې (حجاب) امر یې ورته کړی. دې د ښځې د میراث په اړه د اسلام تګلاره ظلم او ناانډولي بلله.
السعداوي د ښځو په اړه د اسلامي شریعت چوکاټونه تل غندل او تل یې داسې غونډې او کانفرانسونه جوړول، چې خلکو ته په کې وښيي، چې اسلام له ښځې سره څنګه ظلم کړی او څنګه ښځې له اسلامي تګلارو ځانونه ازاد کړي او فردي ازادي ترلاسه کړي. د ښځې په اړه یې له اسلامي تګلارې سره له نیمې پېړۍ ډېر ټکر وکړ.
السعداوي په خپل ۸۹ کلن ژوند کې ۵۵ کتابونه ولیکل، چې ډېری یې د ښځو په اړه دي. په دې کتابونو کې ډېر داسې هم شته، چې ښځو ته وایي د اسلام اصول وغورځوئ او د محکومیت له دایرې راووځې.
د ښځې په اړه د السعداوي فکر او تصور مطلق غربي و او فمینیستي افکارو یې د مصر پر ټولنه سربېره ایران او ترکیه هم داسې ولړل، چې هلته هم اوس ددې د فکر لاروۍ ښځې او سړي په دې هڅو کې دي، چې څنګه د ښځو د ازادۍ په نوم ښځه د اسلام له تګلارو وباسي.
السعداوي د خپل فکر د تبلیغ په هڅو کې څو ځل بندۍ هم شوه، خو دې ښځې په اسلام کې د ښځې پر تعامل تل نیوکې وکړې. په مصر کې یې د «عربي ښځو د اړیکو ټولنه» او د «عرب بشري حقوقو ټولنه» په نومونو دوه ټولنې جوړې کړې، ددې ټولنو له لارې یې د اسلام پر ضد پراخ فعالیت وکړ او د خپل فکر ساحه یې له مصره څو نورو عربي هېوادونو، ایران او ترکیې ته هم ولېږدوله.
نن لویدیځه نړۍ بوخته ده او نړۍ ته دغه د ښځو سپکوونکې نوال السعداوي یوه مبارزه او ایډیاله ورپېژني، ترڅو ددې ښځې د ایډیالې په ګڼلو یې له مرګ وروسته د فکر لاروي نور هم زیات شي او شته لاروي یې ددې لاره تعقیب او پیاوړې کړي؛ خو بدبختي داده، چې لویدیځ د اسلامي نړۍ په منځ کې دغسې مردودې څېرې روزي، خو مونږ یې په مخنیوي کې له پیله داسې کوم اغېزمن ګام نه پورته کوو، چې د داسې وګړو نامشروع غږ د صفر په نقطه کې خپ کړو. زمونږ نیمګړتیا داده، چې یو ځل وخت ورکوو او چې کله په ټولنه کې خپلې فکري ریښې وغځوي، نو بیا یې د ایستو هڅې کوو، چې په دې صورت کې یې په ایستلو کې زمونږ پېړۍ وخت ولګېږي.
