د یمن جګړه به سعودي ته ننوځي؟
لمر شرفزوی
د یمن د جګړې پیلامه لس کاله وړاندې په عربي نړۍ کې د پراخو لاریونونو را زېږېدل وو. د یهودي افشا شویو پروتوکولونو له مخې دغه لاریونونه له مخکې د اسرایېلو له لوري منظم پلان شوي وو. ممکن د دغې لاریونونو په اړه په اسلامي نړۍ کې بېلا بېل برداشتونه وي، خو د دغو لاریونونو د پیل او پای ټوله موده دومره اوږده نه وه، خو پایلې یې ډېرې ژورې او د ولسونو خوړونکې شوې.
دغو لاریونونو په مصر، لیبیا، سوډان، یمن او تونس کې حکومتونه نسکور کړای شول، خو په سوریه کې یې داسې وینې وبهولې، چې تر ننه یې سېلابونه روان دي.
یمن سره له دې چې د لاریونونو له امله یې حکومت واوښت، خو جکړه په کې کابو نشوه؛ بلکې په یمن کې یوه ستره کورنۍ جګړه پیل شوه.
د یمن د حالاتو په اړه د سعودي عربستان ناسمې پالیسۍ او د ایران پر وخت مداخله ددې لامل شول، چې سعودي عربستان په خپله ددې جګړې نښه شو او اوس یې هوایي ډګرونه او د تېلو چاڼځایونه په نښه کېږي.
ایران په ډېر تاکتیک په عربي نړۍ کې داسې مداخله وکړه، چې هم یې له پارېدلو لاریونونو ګټه واخیسته او هم یې په کې خپل سیمه ییز حریفان داسې ښکېل کړل، چې اوس پر تندي ګوزارونه خوري، خو ځانونه له دې بې معنا جګړو نشي ایستلی.
د سعودي واکمنو خوبونه لېدل، چې په یمن کې به د دوی لږه سیاسي او نظامي مداخله ددې باعث شي، چې دا هېواد به د سعودي عربستان یو ولایت شي او په همدې تمه یې هغه خلک د خپلو خوبونو مخې ته خنډونه وبلل، چې ایران هم خپل یمني دښمنان بلل. سعودي عربستان هلته هغه ډلې او اشخاص تر برید لاندې ونیول، چې په یمن کې یې د ایران هیلې وژلې او ایران ته یې ددې فرصت نه ورکاوه، چې یمن ته فیصله کُن لاسونه ور وغځوي. خو سعودي عربستان لیونتوب وکړ او د یادو اشخاصو په له منځه وړلو یې په لوی لاس خپل نړیوال حریف (ایران) ته ددې فرصت په لاس ورکړ، چې د سعودي عربستان پولو ته ځان ورسوي او هلته د انصارالله په نوم د شیعه حوثیانو وړه ډله دومره ځواکمنه کړي، چې آن اوس یې ټول عرب ایتلاف او د لویدیځې نړۍ بندیزونه په ماتولو کې ناکام دي.
کیدای شي ځینو ته د یمن په روانه جګړه کې د سعودي عربستان مداخله کومه د اندیښنې خبره ونه بریښي، خو که دې جګړې ته ژور وکتل شي او په کې د ایران او امریکا مداخلې ته تم شوو، نو وبه وینو چې سعودي عربستان یو ډېر ناسم او تاریک لوري ته په منډه دی او دغه جګړه به یې لا نور هم داسې برید ته ورسوي، چې هم به یې نړیوال اعتبار مخ په ځوړ شي او هم به یې کورنی امنیت داسې ګډ وډ شي، چې په خپله به د یمن په څېر په یو نا امنه هېواد واوړي.
د سعودي عربستان شته حکومت په کور دننه او دباندې ګڼ مخالفین لري، خو شاهي استبدادي حکومت یې مخې ته ددې باعث شوی، چې آن له خولې غږ نشي ویستی، خو که چېرې په کور دننه ځپل شويو ته لږ زمینه هم مساعده شوه، چې د سعودي عربستان استبدادي واکمن وننګوي، نو یوه ورځ به هم ځنډ ونکړي.
د امریکا د نوي حکومت له لوري له حوثیانو سره د سعودي عربستان په روانه جګړه کې د نوي دریځ خپلول هم هغه څه دي، چې سعودي عربستان به د حوثیانو لاس ته کینوي او دغه جګړه به د سعودي عربستان منځ ته ور وغځېږي. دا چې نن نړۍ هر ګام په تدریج مخې ته وړي، نو د سعودي عربستان منځ ته د وسله والې جګړې ورغځول به هم یوه تدریجي مرحله تکمیلیوي او بیا به له سعودي عربستانه اوسنی یمن جوړېږي.
