د افغان مؤمنو طالبانو دا پراخه بې ساري قرباني په تاریخ کي سارى نلري
د افغان مؤمنو طالبانو دا پراخه بې ساري قرباني په تاریخ کي سارى نلري کاش چې اداره غښتلى واى، تل زړه کې دعا کؤم چې يا خالقه ددې اتلانو قربانۍ بيا داسي ضايع مکړي لکه په شرقي اشغال کي 1.5 ميلون شهيدانو ويني
هر کار کي ديانت، زور، حکمت او تدبر ځانګړې اندازه سلنه وي، هېڅ کار سل سلنه په تدبر نه کيږي هيڅ کار سل سلنه په ديانت نه کيږي، هيڅ کار سل سلنه په حکمت نه کيږي او هيڅ کار سل سلنه په زور نه کيږي بلکه په تولو کارونو کي ددي څلورو تر منځه تعادل ساتل او ددي څلورو په تعادل کي تګلاره او اقدام کؤل د اهليت ستر صفت پيدا کوي چې خالق تعالى يې قرانکریم کي حکم فرمايلى دى
او اهليت چي د پورته څلورو مجموعه ده د هدف او بريا ضمانت دى
دا څلور لکه
#ديانت چې عدالت، د تقوا، ايماندارۍ، ژمنتيا، اطاعت او شجاعت ټولګه ده
#طاقت-يازور چي د اسبابو، ارادي، وسايلو او اتحاد تولګه ده
#حکمت چې د پوهې، تجربي، دانايې، او په هر مکان زمان او امکان کي مناسبه کړنه يا لازم اقدام په مناسب تدبر کول دي
#تدبر چې په هر زمان، مکان او امکان کي د شته کادرونو وسايلو ديانت، طاقت او حکمت په منظمه توګه پر خپل ځاى کارولو مجموعه ده
دا تول چې په سهي تعادل سره په چا کي په څومره کچه وي په هم هغومره کچه اهليت يا وړتيا پيدا کوي
ژور پام وکړئ
د کسکر په حکومت کي د پورته څلورو تعادل او بيلانس څومره برابر دى?
که برابر نه دى د څه تمه لرى په کوم عقل تفکر دليل نظام ورته واياست?
