ترکيه: که آیا صوفيا باندې اروپايان خفه وي نو باید د هسپانيې ټول موزيمونه هم بېرته جوماتونه شي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسئول جوزیب بوریل د څرګندونو په مقابل کې وویل: د ایا صوفیه له موزیم څخه په مسجد باندې بدلول چې څوک غندي ښه نه کوي، ځکه دا د ترکیې د حکومت پریکړه ده او پدې کار او څوک چې زمونږ د داخلي چارو پ ه اړه زمونږ د حکومت پرېکړې غندي ن و اشتباه کوي، نوموړی زیاته کړه چې په هسپانیا کې زیات مساجد په کلیسا تبدیل شوي دي نو پدې صورت کې باید مونږ هسپانیې ته ووایو چې دغه ځایونه بیرته په مساجدو بدل کړي او مونږ پدې کار سره اروپا ملامتوو، د ایا صوفیه موضوع د ترکیې داخلي موضوع ده او یواځې مونږ پورې اړه لري.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
