مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: وزارت دفاع ملی میگوید: «در حملات که نیروهای دفاعی و امنیتی در لسوالی بهسود میدان وردک بالای محلات اخاذی و پوسته های باجگیری افراد مسلح غیر مسوول و شورشیان وابسته به علیپور راه اندازی کردند؛ از شب گذشته تا اکنون ۱۲ فرد مسلح غیر مسوول کشته و ۶ تن دیگر شان زخمی شدند.»
✒: افغانستان زمبابوې ته په درېیمې شل اوریزې سیالۍ کې هم د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان لپاره په توپاچونه کې کریم جنت ښه وځلېد او دوه ویکټې یې واخیستې.
دغه راز په توپوهنه کې بیا نجیب الله ځدراڼ ښه وځلېد او ۷۲ منډې یې جوړې کړې.
✒: د سیمې خلک وایي، نن له سهاره پاکستاني نظامیانو د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ پر سلالا او لکړۍ سیمو نېږدې ۳۰ توپونه توغولي، چې تر دا مهال یې چا ته مالي او ځاني زیان نه دی اړولی.
د ننګرهار ولایتي چارواکو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
✒: د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد: نړیواله ټولنه له افغانستان او افغان امنیتي ځوکونو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.
هغه چې په یوه انلاین غونډه کې یې وینا کوله وویل، زما تر رغېدو پورې به سترجنرال یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
✒: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، جنرال یاسین ضیا به د اسدالله خالد تر رغېدو پورې د ملي دفاع وزارت سرپرست وي.
✒: حمدالله محب: علي پور د حکومت له لوري په ضمانت خوشې شو، خو هغه په خپلو ژمنو عمل ونکړ او د نظام خلاف ودرېد.
څوک چې د نظام او خلکو خلاف کړنې ترسره کوي، پر وړاندې یې کلک غبرګون ښيو.
هغه وايي، نور د افغان وژنو لپاره هېڅ دلیل نشته، طالبان باید اوربند وکړي.
✒: د ملي امیت عمومي رییس احمدضیا سراج: یو شمېر هغه طالبان چې د دوحې له هوکړې وروسته آزاد شوي، په هدفي وژنو کې لاس لري.
✒: یاسین ضیا: اسناد لرو چې بهسودو کې د پوځ چورلکه د علي پور کسانو ویشتلې ده، ډاډه اوسئ چې انتقام اخلو او په دې برخه کې به له هېڅ ډول مصلحت کار وانخلو.
✒: د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات: د کندهار د پخواني والي په توګه حاضر یم چې د فساد هرې ادعا ته ځواب ووایم.
هغه وايي، کندهار کې د کرونا پیسو کې هېڅ ډول فساد نه دی شوی.
✒: يوې باوري سرچينې رسنیو ته وویل چې د کورنيو چارو د پخواني وزير مسعود اندرابي د ګوښه کېدو يو لامل د هغه له لوري د غير مسووله وسله وال "علي پور" پر وړاندې د قانوني او جدي اقداماتو نه کول وو.
✒: د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ ولسوال محمد رفیق علم د نښلېدونکي ماین چاودنه کې ووژل شو.
د غور د والي ویاند زلمی کریمي وایي، محمد رفیق علم دفتر ته پر لاره و چې نښلېدونکي ماین چاودنه ورباندې کړې او ژوند یې بایللی.
د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي بیا وایي چې پر ولسوال نن سهار د سړک غاړې ماین چاودنه کړې او وژل شوی دی.
✒: معصوم ستانکزی، رییس هیئت مذاکره کننده جمهوری اسلامی افغانستان میگوید اگر ملا هبتالله، رهبر گروۀ طالبان در نشست ماه آینده در ترکیه شرکت کند، رییسجمهورغنی نیز در این نشست شرکت خواهد کرد.
آقای ستانکزی که دربارۀ نشست دو روز پیش مسکو معلومات میداد، نتایج این نشست را سودمند خواند: «در آنجا باید روی اساسات کار شود. اینکه اساسات چه باشد و باید چگونه به پیش برویم.»
معصوم ستانکزی، هرچند نشست استانبول ترکیه را برای تسریع روند صلح کشور مهم خواند اما گفت که همه مسایل در این نشست حل نخواهند شد.
✒: د مسکو په غونډه کې چې دوه ورځې مخکې جوړه شوه، مارشال عبدالرشید دوستم او د طالبانو د دورې لوی درستیز ملافاضل سره لفظي شخړه درلوده.
د مسکو له غونډې د را رسېدلو رپوټونو له مخې مارشال عبدالرشید دوستم لومړی هغه مهال د طالبانو له مخالفت سره مخ شو چې غوښتل یې په پوځي جامو سره په غونډه کې ګډون وکړي. خو تر هغه وروسته چې مارشال دوستم په ملکي جامو سره له طالبانو سره د غونډې ځای ته دننه شو؛ د هغه او ملا فاضل تر منځ لفظي شخړه وشوه.
وایي کیسه هله پېل شوه چې دوستم د غونډې ځای ته له رسېدو سره سم، د ملافاضل پر اوږه لاس کېښود او د هغه حال یې وپوښت، خو ملا فاصل د مارشال دوستم لاس په تاوتریخوالي سره لېرې کړ او هغه ته یې د غدار او قاتل خطاب وکړ.
✒:یک منبع امنیتی در زابل می گوید که ۹ تن از سربازان پولیس در این ولایت به طالبان پیوسته اند.
به گفته این منبع، این رویداد در ولسوالی شاه جوی رخ داده است و این نیروها با جنگ افزارهای شان به طالبان پیوسته اند.
✒: عبدالله عبدالله رییس شورای عالی مصالحه ملی در یک خبرنامه می گوید که "تصمیم در باره برطرفی مسعود اندرابی وزیر امورداخله کشور و معرفی سرپرست بدون مشوره، بدون دلیل یا دلایل موجه، عجولانه و در مخالفت با توافقنامه سیاسی میان دو طرف صورت گرفته است."
آقای عبدالله می گوید که "این تصمیم در شرایط فعلی مخالف منافع و مصالح کشور می باشد و غیرقابل قبول است."
✒: د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې د خوست ولایت د هوایي ډګر رغنیزې چارې په بشپړېدو دي او ټاکل شوې چې دغه ډګر په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغې ادارې ویاند ویلي چې د خوست هوایي ډګر پر جوړولو ۸۸۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
✒: د نړۍ د خوشاله او خپه هېوادونو په اړه د یوې تازه څېړنې پایلې ښيي چې فنلنډ د خوشاله هېوادونو په سر او افغانستان یې په اخیر کې ځای نیولی دی. په دې راپور کې د ۱۴۹ هېوادونو له وګړو سره مرکې شوې دي چې پر بنسټ یې د فلنډ وګړي تر ټولو خوشاله بلل شوي دي.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا رییس وايي امریکا د افغانستان د قضیې د ښکېلو لوریو سره په مشوره او روان وضعیت ته په پام هغه نظریات له افغان دولت سره شریک کړي چې، پر اساس یې باید یو سیاسي مشارکت رامنځته شي.
✒: د طالبانو مذاکراتي ډلې غړی سهیل شاهین وايي، امریکا باید په ټاکلي وخت له افغانستان ووځي. نوموړي له اسوشېتېد پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې که امریکا تر مې ماشتې پورې له افغانستان و نه وځي پر وړاندې به یې غبرګون وښیي.
✒: سرچینې وایي، نن ماښام نامالومه وسه والو کسانو د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې د دې ولایت د ولایتي شورا غړی سردار خان ملنګزوی وژلی دی.
سرچینې دغه راز وایي چې په پېښه کې د ملنګزوی دوه تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.
✒: شام امروز انفجاری در ساحه دروازه کابل شهر قندهار رخ داده است که در نتیجه چهار غیرنظامی زخمی شده اند.
منابع امنیتی میگویند که یک موترسایکل مملو از مواد انفجاری در این ساحه انفجار کرده است.
✒: نخستین نشست سهجانبه افغانستان، آمریکا و تاجیکستان در باره روند صلح افغانستان.
✒: روسیه حملات حوثیها به تاسیسات نفتی «آرامکو» در عربستان سعودی را شدیدا محکوم کرد.
✒: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د ترویکا ناستې غړو اعلامیه د افغان سولې ټینګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره مؤثره او ګټوره وه.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی او همدا لامل دی چې پاکستان په افغانستان کې دایمي سوله غواړي.
✒: امریکا لس ایراني وګړي د بندیزونو په ماتولو تورن کړي دي. د امریکا سترې محکمې په تازه څرګندونو کې ویلي چې لسو ایراني وګړو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ایراني حکومت لپاره د میلیونونو ډالرو معاملات لرلي دي او په دې توګه یې پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه مات کړي دي.
✒: کاناډا وايي د وېشتل شوې الوتکې په اړه د ایران ځواب ورته قناعت بښوونکی نه دی. د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په تازه خبري کنفرانس کې ویلي چې د اوکرایني الوتکې د ویشتل کېدو په اړه یې د ایران راپور لوستی او دا ورته د منلو نه دی.
✒: ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن راتلونکې اوونۍ کې د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فلیپ ریکر ویلي چې په دې ناسته کې به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور هم مهم بحثونه وشي.
✒: د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په کرونا ویروس اخته شوی دی. د پاکستان د روغتیا وزیر د دې خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې د نوموړي روغتیایي وضعیت ښه دی خو اوسمهال په قرنطین کې دی.
✒: په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي چې بایډن باید د خپلو وروستیو څرګندونو له امله بښنه وغواړي. هغه ویلي چې امریکا باید له پاروونکو او بې اساسه څرګندونو څخه لاس واخلي.
