No-IMG

پر بین الافغانی خبرو او د حزب او امارت د مشرتابه پلاوي په ناستي باندی خوشحال یم

اصالت يار

 

منافقین، مغرضین او د اسلامپالو په جامه کې پټ شوي حاسدین دی دا لیکنه نه لولي.

او که لولي یې هم پرځان دې ددې لپاره لاړې توکړي چې دمسلمانانوترمنځ دنفاق تخم شیندي اوددې ترڅنګ دي عاجلاً له الله جل جلاله دې معافي اوغواړي.

داځکه دغه منافقینو په داتیرو څو لسیزوکې کوښښ کړی د حزب اسلامي او اوامارت اسلامي ورونو ترمنځ په دغه اوهغه بهانه واټن رامینځ ته کړي اوله دغه ضمني یا فرعی اختلاف نه یې  په ګټې سره دد ښمن په ژرنده اوبه ورخوشي کړي.

دغه مرضیان اوغرضیان چې نن یې ځينی په یوه اوځينی په بل اسلامي یا ملي طرف کې ننوتي په ماسکوکې د حزب اوامارت د مشرتابه هیئت ترمنځ مخامخ ناستې پرې نس ناستي راوستي اوعمداً کوښښ کوې چې دغه د ورورۍ فضاء او مخامخ لیدنه  ګردجنه اوخړه پړه کړي او د دواړو اسلامي او افغانی طرفونو ترمنځ د نفاق تخم وشیندي.

دغه جاهل صفته کسان که لږوي یا ډېرخو دوی دې پوه شي چې ددوی له خوا د نفاق اچونه اسلامپالو ته نه بلکې داسلام او وطن د ښمنانو ته ګټه رسوي نو دوی په حقیقت کې د کفر،الحاد او بې لارې په لاره کې کوښښ کوي چې د دوی د پټ نفاق ترجماني  هم کوي که څه هم به دوی ځانونه ناصح اوامین معرفي کوي خوپه حقیقت کې له شکه پرته دغه کسان معلوم الحاله منافقین دي قاتلهم الله.

زه ددې څو کرښو ترلیکلو پوري څومره چې پربین الافغانی خبرو او صلحې له زړه نه خوشحاله یم د هغې په دوه چنده د حزب او امارت د مشرتابه پلاوي په مخامخ ناستي باندی خوشحال یم اوهغه د هیواد اواسلامي امت په خیربولم اوحاسد ینو ته عاجله شفاء غواړم،

قل موتوا بغیضکم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک