د مسکو غونډه د کومو موخو لپاره؟
لمر شرفزوی
ټاکل شوې نن د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې په اړه ستره غونډه ترسره شي، چې تر ډېره یې ګډونوال پېژندل شوې څېرې دي. امریکا، روسیې، افغان حکومت او طالبانو ټولو په یوه خوله ویلي، چې ددې ناستې موخه د بین الافغاني مذاکراتو روان ټکنی بهیر بېرته ګړندی کول دی. تر ډېره چې فکر کېږي همداسې دي وي هم لکه څنګه چې دې ټولو په یوه خوله ویلي، خو یو څه چې ددې سترې ناستې مرکزي موخه بللی شوو؛ هغه د هغو کسانو له طالبانو سره مخامخ کینول دي، چې تر ډېره د افغانستان په روانه شخړه کې متمرکز رول لري او بې د دوی له مرکزي روله بشپړه سوله راتلل ناشوني بریښي.
په دغو کسانو کې د حکمتیار، دوستم او کریم خلیلي نومونه یادېدای شي، ځکه دغه کسان د هېواد د وضعیت په تغیر کې مرکزي کسان دي او د دوی تر شا دومره شمېر کسان شته، چې که د طالبانو مخالفت ته دوام ورکړي، نو سوله فلج کولی شي. سرسري فکر ممکن دغه کسان او دغه خبره سرسري وبولي او ووایي، چې دوی له دې وړاندې هم له طالبان سره یو ځل ډغرې وهلي او مات شوي، خو مونږ که دا منو؛ نو دا هم نه هېروو، چې هغه وخت د افغانستان په چارو کې یوازې افغانان دخیل وو او په نظامي شکل دلته د کوم بهرني هېواد مستقیمه مداخله نه وه. د هغه وخت جنګونه هم دغسې نه وو لکه د نن ورځې؛ اوس لکه څنګه چې سیاستونو تغیر کړی همداسې په هېواد کې جنګي بڼه هم تغیر شوې.
کریم خلیلي د هزاره قوم مرکزي سیاسي رهبر بلل کېږي، د ایران سیاسي ملاتړ لري او په خبره یې لسګونه زره کسان اوړي او راوړي. دوستم خو ټول وینو، چې له هند پر نظامي مرستو سربېره د ترکيې په ګډون د سیمې د څو هېوادونو سیاسي ملاتړ لري او د حکومت ډېرې نظامي قعطې یې یوازې په یوه اشاره د انسانانو د جسدونو ډیري جوړولی شي. حکمتیار که څه هم په نظامي شکل بارز نه لیدل کېږي، خو سیاسي رسوخ او په ولس کې یې پخوانۍ ریخې دومره ننوتې او پخې دي، چې مخالفت یې د یو حکومت او نظام سردردی کیدای شي.
اوس د خلیلي او دوستم نظامیان د پخوا په څېر بې مهاره نه جنګېږي؛ بلکې د حکومت په نظامي تشکیل کې تر ډېره د حکومت پوځي قوانین او پرنسیپونه په پام کې ساتي؛ همدا لامل دی، چې ظالمانه جګړه به کوي، خو کومه لیونۍ جګړه نه کوي، خو که چېرې د حکومتي تشکیل اداره او قوانین یې له سره پورته شي، نو د دواړو نظامي پلویان تر پخوا هم څو چنده ډېر وحشي شوي او ډېر امکانات یې په لاس کې دي.
د مسکو په ناسته کې د طالبانو او دغه ډول کسانو مخ پر مخ کینول او ګډ مجلسونه به دېته لاره هواره کړي، چې د یو او بل په اړه پرېکنده منفي دریځ یو څه را نرم کړي او د یو او بل له خولو به په خپلو غوږونو واوري، چې دوی دواړه سوله غواړي.
له یو او بله ددې کسانو ډاډمن کېدل کومه ساده خبره نده او که چېرې د دوی ترمنځ د ډاډ فضا رامنځ ته نشي، نو د یوې بلې کورنۍ جګړې لپاره د بوټانو تسمې له اوسه په تړل کېدو ښکاري، خو که د دې کسانو له یو او بله دا ډاډ ترلاسه شي، چې دوی به دغسې یو ګډ نظام او حکومت ولري لکه د مسکو دغه ناسته کې چې ګډ ناست دي، نو ممکن د سولې مخې ته د پرېکنده دریځونو په پرتو خنډونو کې لاره وشي او یو ګام مخې ته لاړ شي.
