په افغانستان کې د پاتې شوي امريکايي او خارجي عسکرو په اړه
دامریکا او خارجی عسکرو شمیر په اړه معلومات چی د اشغال په دوران کی څومره تعداد وو او څومره اوس پاتی دی؟
دمعلوماتو او څرگندونو له مخی فعلا د امریکایی عسکرشمیر افغانستان کی څومره موجود دی?, چی باید د می میاشت 2021 کی دافغانستان څخه ووځی.
1- په افغانستان فعلا د امریکایی عسکرو تعداد 2500 ښودل شوی دی.
2- همدارنگه په افغانستان کی فعلا دامریکا لخوا خارجی قراردادی عسکر و تعداد 18000 دی چی دا قرار دادی عسکر د امریکایی جنرالانو ترقومندی لاندی کار کوی.
که چیری امریکایی عسکر دافغانستان وځی نو دا قراردادی عسکر هم باید ووځی.
3- په افغانستان کی فعلا د ناتو عسکر و شمیر 12000 دی.
دوی تراوسه کره فیصله کړی نده چی څه وخت دافغانستان څخه وځی ?
خو اکثریت دناتو هیوادونه پدا فکر دی دی چی دامریکایی عسکرو تیښتی سره دوی هم خپل عسکر دافغانستان څخه اوباسی.
* په 2011 جولای میاشت کی
دامریکایی اونورو 48 خارجی اشغالگروهیوادنو قواو شمیر افغانستان کی په لاندی تعداد وو:.
1- دامریکا نظامی یونیفورم والا عسکرو شمیر رسمی د
130.000- تر 150.000 عسکر وو.
2- دناتو او ایساف تر نامی لاندی
د عسکرو شمیر
50.000- تر 80.000 عسکر وو.
3- د بلک واتر او نورو قراردادی بهرتی عسکرو شمیر 120.000 عسکر وو
4- دتولو یرغلگرو په ځانگری توگه امریکا ,انگلیس ,اسرایل,فرانسه,, هیوادونو استخباراتی مامورینو په زرگونو شمیر موجود وو چی دافغانستان مظلوم اومجاهد اولس په ضد یی بیرحمانه جنایت, وحشت او ظلم کاوه.
دیو میلیون زیات بیگناه افغانان یی په شهادت رسولی دی.
* د امریکا او ناتو هیوادنو, غتی او کوچنی نظامی ادی ,قرارگاه او بیسونه 850 ځایونو کی درلودل او د افغانستان 34 ولایتونو کی تر 2014 کال پوری ځای په ځای شوی وی .
* دخارجی یرغلگرو قواو لخوا په سلگونو زندانونه , بندیخانی او استخباراتی مرکزونه افغانستان کی درلودل.
* دامریکا او ناتو عسکرو افغانستان کی لسگونه ستری ستری هوایی اونظامی ادی هم درلودلی چی مستقیم پروازونه یی درلودل.
* دافغانستان ځینی ولایات داشغالگرو غربی هیوادنو لخوا تقسیم شوی وو دمثال په توگه :.
- جرمنی عسکر بدخشان,قندوز,مزارشریف او کابل کی پراته وو.
- هسپانیوی عسکر فاریاب کی وو
- ایتالوی عسکر هرات او فراه کی وو
- فرانسوی عسکر دکاپیسا,تگاب, کابل سروبی او ننگرهار کی وو.
- انگلیس عسکر هلمند او قندهار او کابل کی وو.
- استرالیاعسکر زابل او اروزگان کی وو.
-د ترکیه ,اردن ,امارات عربی عسکرکابل کی وو
همدارنگه نور بهرنی عسکر.
- امریکایی عسکر په تول افغانستان کی پراته وو.
* همدارنگهپد امریکا او ناتو نظامی او استخباراتی یرغلگرو په افغانستان کی دترجمان , مستخدم په نوم د 100.000 زیات افغانان څخه دترجمانی او جاسوسی. کار اخیسته او همدا وظیفه یی ورکړی وه.
*البته د دی ترڅنگ
ادافغانستان حکومت عسکر په لاندی دول وو: د
-دفاع وزارت سرتیری ,
-داخله وزارت پولیس ,
-استخباراتو وزارت
-مافیایی کړیو سرتیری
- ملیشو مسلح
- اربکیومسلح
-خیزش مردمی مسلح
- نظم عامه پولیسو
شخصی مسلحو افراد شمیر تر
650000 شپږ نیم لکو ته رسیږی.
پداکی
دخیالی عسکرو تعداد نشته چی دحکومت د مفسدو کړیو لخوا دهغوی په نوم امتیازات اخیستل کیږی.
الحمدلله دالله پاک په خاص نصرت او مهربانی دافغانستان مجاهد اولس دامریکا اوناتو او ذلیلو وطن فروشو څخه تر دیره حد آزاد شوی دی.
او دخارجی یرغلگری قواوی په ذلیلو سترگو دافغانستان څخه 98 فیصده وتلی دی
ان شاالله باقی به هم ووځی.
الله پاک دی افغانانو ته توفیق ورکړی چی هیواد کی سوله او امن راولی .
