حکمتيار: افغانان له دې تپل شوې جگړي ستومانه دي
موږ او افغان ولس په مجموع كي سوله غواړو؛ افغانان له دې تپل شوې جگړي ستومانه دي او له هغو كركه او نفرت لري چي د جنگ پر دوام ټينگار كوي؛ په حقيقت كي جنگ غوښتونكي هغه دي چي جنگ پرېمانه امتيازات وركړي؛ دوه تابعيته دي؛ كورنۍ ئې بهر كي دي؛ په جنگ كي د دوى زامن نه وژل كېږي؛ د دې هيڅ پروا نه لري چي هره ورځ په سلگونو مظلوم افغانان په وينو كي رغړي.
د افغانستان روان څلوېښت كلن جنگ وښوده چي: د اشغال دوران تېر شوى؛ هيڅ ځواك نشي كولى د فوځ او وسلو په زور هېوادونه اشغال او د تل لپاره ئې په خپل واك كي وساتي؛ د پرديو د مټو او مالي - نظامي مرستو په زور هم هيڅوك نشي كولى پر يوه هېواد حكومت وكړي او خپل قومي او سياسي حريف او سيال حذف كړي. ډېر د پرديو په زور ارگ ته رسېدلي؛ خو له ارگ ئې جنازې وتلې؛ او نن؛ نه په هېواد كي قبر لري او نه په بهر كي.
بايد ټولو ته واضح وي چي د افغانستان بحران څو لوري لري؛ څو ذيدخل بهرني هېوادونه؛ د كابل حكومت او وسله وال مخالفين ئې او هغه چي په جنگ كي ښكېلو لوريو سره نه دي او سوله غواړي؛ موږ له همدې لوري يو؛ د ملت غوڅ اكثريت همداسي دي؛ د مخكنيو ناستو يو عيب دا وو چي دوه اړخيزي وې.
