No-IMG

صلحه مهمه ده که بې وخته عجولانه بې نتېجې ټاکني؟!

اصالت يار

 

کله چې صلحه کوو بیابه له ډېرو امتیازاتو تیریږو دامهال نه د ټاکنو دی اونه پدې جنګي حالاتوکې ټاکنې ترسره کیدای شي، پخوانیوو ټاکنوکې هم د هیواد پنځه فیصده خلکو برخه نلرله، بلکې درې واړه حکومتونه انتخابي نه بلکې (انتصابي) او د جوړجاړي اوسهم لرونکي اود جان کیري ابتکاروو، سره له دې چې خلکو پکې ګوتې پرې او ووژل شول، پس د هغه ټاکنو ګټه څه چې مثبته پایله ونلري اوملت یې یوه برخه نه وي.

 له ټاکنو باید ملت غولونکی شعارجوړنکړو،حقایق درک کړو، افغانستان په یوه خطرناک سیاسي، جغرافیاوي، منطقوي محور اوڅلور لاروکې قرار لري که افغان چارواکي له عقل، فکر او سیاسي بصیرت څخه کار وانخلي الله مګړه هیواد به یوه نوي لاینحل بحران ته د ننه شي چې ټول مسئولیت به د هغه چا پرغاړه وي چې صلحې ته غاړه نه ایږدي او په نورو لا معقولو  لارو فکرکوي چې هیواد یوې بې پایانه جګړې ته سوق کوي، دلته شخص څو تنه اشخاص مهم ندي ولوکه هرڅوک وي دلته هیواد، خلک، ځکمنۍ بشپړتیا، ازادي،استقلالیت مهم دی او په تیره بیا افغان مسلمان  ملت دي یو سو چه اسلامي نظام غواړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک