حزب اسلامي: د سولي په اړه د متحده ایالاتو د نویو هڅو او طرحي مثبت او منفي ابعاد
بسم الله لارحمن لارحیم
د حزب اسلامي افغانستان دریځ او نظر !
د سولي په اړه د متحده ایالاتو د نویو هڅو او طرحي مثبت او منفي ابعاد
وروسته له هغه چي د متحده ايالاتو د پخواني حكومت په وساطت او ابتكار؛ د دوحې بين الافغاني مذاكرات؛ له خنډونو سره مخ او هيڅ نتيجه پرې مرتب نشوه؛ د امريکا نوي حكومت د بديل په لټه کي شوى، هم د مذاكراتو د اوسني محل په بديل غور كوي، هم د مذاكراتو د جوړښت او تركيب په اړه او هم ئې د بحث لپاره نوې طرح وړاندي كړې. د دې نوښتونو مثبت او منفي اړخونه دا دي:
1- مذاكرات له دوه اړخيز ناسم حالت باسي؛ تر دې وړاندي؛ د كابل هيئت يوازي د ارگ هيئت وو؛ نه د دې لوري د ټولو مطرح او اغېزمنو گوندونو استازى؛ او دا هم په داسي حال کي چي ارگناستي؛ د جنگ دوام غواړي، د بهرنيو ځواكونو پر پاته كېدا ټينگار كوي او د سولي مخالفت ته ئې ملاتړلې.
2-د دوحې د لانجمنو مذاكراتو د شته ستونزو د حل لپاره؛ دې ته اړتيا وه چي په تركيب کي ئې تبديلي راشي؛ د جنگ غوښتونكو له انحصار وايستل شي، هغه لوري په کي شامل شي چي سوله غواړي او د هيڅ جنگي لوري او جنگي طرحي حمايت نه كوي. په مذاكراتو کي د دوى مستقل او ځواكمن حضور؛ مذاكرات مثبت لوري ته سوقوي او نه پرېږدي چي جنگ غوښتونکي ئې په خپل يرغمل کي وساتي.
3-د دوحې مذاكرات د ټيټي مستوى هيئتونو له لوري ترسره كېدل؛ د وروستي تصميم له نيولو عاجز؛ د كابل حكومت داسي عادي مأمورين د هيئت په تركيب کي لېږلي چي د سولي په څېر د مهمي قضيې له سم او سالم مديريت عاجز او له لازم ظرفيت، صلاحيت او تجربې محروم دي. د اغېزمنو لوريو د مشرانو په ناستي ئې تعويض مفيد او مثبت اقدام دئ. دوى ژر او په آسانۍ سره وروستۍ پرېكړه کولی شي.
4-له دې وروسته ارگ؛ فقط يو لورى دئ؛ نه يوازينى لورى او د ويتو له حق برخمن. په دې سره د ارگ انحصار پر مذاكراتو او له كابل د تلونکي هيئت پر تركيب او مديريت له منځه ځي.
5-تركيې ته د مذاكراتو د محل انتقال هم؛ مثبت او مفيد اړخونه لري. د ځينو لوريو دا تشويش منتفي كېږي چي مذاكرات او مديريت ئې په بشپړه توگه د امريکا په انحصار کي او د دوى د يوې ستري نظامي اډې خوا ته روان دي.
6-له طالبانو دا غوښتنه چي له اوربند سره توافق وكړي؛ سمه او ضروري غوښتنه ده؛ خو بايد د كابل له حكومت هم؛ ورته غوښتنه وشي؛ حكومت بايد نه يوازي له اوربند سره توافق وكړي بلکي د هغو ترورونو لړۍ متوقف كړي چي د حكومت تر واك لاندي ښارونو کي ترسره كېږي او ډېرى قربانيان ئې هغه شخصيتونه دي چي د حكومت پر سياستونو اعتراض لري؛ سوله غواړي او د جنگ د دوام مخالف دي؛ حكومت تورن دئ چي يوه خبيثه او پليته كړۍ ئې دا ترورونه ترسره كوي، عاملين ئې هغه كمونست خادستان دي چي د كمو نست رژيم د اقتدار په دوران کي ئې همداسي وژني كولې. په دې ترورونو کي اسلامپال او جهادي شخصيتونه، علامء، خطباء، او د دولت مخالفين ترور كېږي. همداراز كه له طالبانو د اوربند غوښتنه كېږي نو له ارگ دي هم وغوښتل شي چي نوي حكومت ته د قدرت له انتقال سره خپل توافق اعلان او استعفاء ته چمتو شي.
7-دا هم يو نوى انكشاف دئ چي د متحده ايالاتو خارجه وزير؛ رسماً د كابل چارواكو ته په واضح الفاظو وويل؛ چي نوى حكومت رامنځته كول؛ د دوى د طرحي يو اساسي بند دئ؛ تر دې وړاندي دا قضيه مهمل پاته وه او ارگناستو داسي انگېرله چي كېدى شي د لجاجت له لاري په قدرت کي د مزيد پاته كېدو مجال ترلاسه كړي.
8-دا هم نوى انكشاف دئ چي د متحده ايالاتو خارجه وزير انتوين بلينكن؛ د مې تر مياشتي د ځواكونو ايستلو په اړه د افغانانو دا تشويش رفع كړ چي گواکي له طالبانو سره د معاهدې څېړل او بيا كتنه په دې معنى ده چي كېدى شي معاهده نقض او امريکايي ځواكونه تر دې نېټې وروسته هم په افغانستان کي پاته شي. اشرف غني ته د ده له ليک معلومېږي چي د ځواكونو د مزيد پاته كېدو په اړه كومه قطعي او وروستۍ پرېكړه نه ده شوې. اشرف غني او عبدالله ته د بلينكن ليک قاطع او څرگند پيغامو نه درلودل: سياسي اجامع حتماً رامنځته كړئ، نوى حكومت به حتماً جوړېږي؛ ورته تيار شئ، امريکا تر اول مې پوري له افغانستان خپل سرتېري باسي، په دوحه کي د دوهمي مستوى هيئتونو ناستي پر ځاى په تركيه کي د افغاني لوريو د مشرانو ناسته توافق ته سرېدا آسانه كوي، د افغانستان په قضاياوو کي ذيدخل پنځه بهرني هېوادونه به د همدې تركيې ناستي د پرېكړو حمايت كوي،
كه عجله ونه كړئ او توافق وځنډوئ نو نوري ډېري سيمي به هم له لاسه وركړئ، د دې ليک لهجه قاطع او پيغام ئې صريح او واضح وو، د اشرف غني ټيم ته ئې څرگندي سرې كرښي ايستلې دي؛ امريکا بايد اوس په همدې صيغه هغو جنگ غوښتونكو ته لارښوونه كړې وى چي د امريکا د تر ټولو اوږد جنگ د ناكاميو اصلي عاملين دي؛ امريکا د اقتدار پر كرسۍ کښېنولي او په اقتدار کي د دوى د ساتلو لپاره ئې په ملياردونو ډلار مصرف كړي او په زرگونو سرتېري مړه او ژوبل شوي!! خو نن همدوى د هغي سولي مخالفت كوي چي امريکا تر نورو وړاندي ورته ضرورت لري؛ د هغي سولي د سبوتاژ لپاره هڅي كوي چي امريکا ورته ژمنه ده او اړوند معاهده ئې لاسليک كړې!! د تخريب لپاره ئې نه يوازي د سولي حامي افغانان ترور كوي، د كابل ښار په گڼ مېشتو سيمو راكټونه وروي او انفجارات كوي بلکي په بگرام کي د امريکا پر اډې هم راكټي وروي!!!
9-بلينكن له ملگرو ملتونو غوښتي چي په تركيه کي د شپږو هېوادو (روسیه، چين، پاکستان، ایران، هند او آمریکا) خارجه وزيرانو گډه ناسته راوبلي؛ دا ناسته هم د كابل حكومت ته يو ځانگړى ضروري پيغام لري؛ ارگ د ناټو له وتلو وروسته د ځينو جنگ غوښتونكو هېوادو په مالي او نظامي مرستو نه يوازي حساب كو لو؛ بلکي بې ځايه مغرور شو ى هم وو؛ په دې ناستي سره به دا هېوادونه هم د گډي پرېكړي ملاتړ كوي او د كابل حكومت له دريځ به خپل ملاتړ پاى ته رسوي. البته عام افغانان؛ د بن مخكنۍ ناستي او بدو عواقبو ته ئې په پام سره؛ تشويش لري چي مبادا په دې ناستي سره؛ يو ځل بيا؛ د بهرنيو هېوادو ترمنځ؛ د اقتدار او د افغانستان د راتلونکي حكومت د وېش فاجعه رامنځته نشي!! كه څه هم اوسنى وضعيت تر هغه ډېر او ژور توبير لري چي ناټو ځواكونه پر كابل مسلط شول او په داخل کي له خاص او د پام وړ مقاومت سره مخامخ نه ول، اوس وضعيت بل رنگ دئ؛ د ناټو تر 95 %زيات ځواكونه وتلي او امريکا ژمنه ده چي پاته ځواكونه هم وباسي؛ نو ځكه ويلي شو چي د بن د تجربې د بيا تكرارېدو امكانات كمزوري دي.
10-د افغانستان د بحران د حل لار دا ده:
الف: يو داسي غيري ائتلافي موقت حكومت را منځته شي چي جمهور رئيس او د كابينې غړي ئې غير متنازع فيه او ټولو لوريو ته د منلو وړ وي؛ په تېرو جنگونو کي ښكېل شوي نه وي او په كوم بهرني هېواد پوري تړلي نه وي، د تېري شل كلنې دورې د حكومتونو لوړ پوړي چارواکي نه وي پاته شوي، په راتلونكو انتخاباتو کي هم كانديد نشي او د كوم انتخاباتي ټيم حمايت او ملگرتيا ونه كړي.
ب: د دې حكومت تر څنگ بايد داسي د تصميم عالي مرجع رامنځته شي چي د ټولو اغېزمنو سياسي گوندونو مشران احتواء كړي؛ د موقت حكومت مشر به هم د دې شورى غړى وي، د ټولو مهمو ملي مسائلو په اړه د پرېكړو وروستۍ مرجع به همدا شورى وي او حكومت به ئې د پرېكړو مجري وي.
ج: د موقت حكومت اساسي دندي بايد دا وي: د انتخاباتو نوى قانون تسويد او تصويبول، د انتخاباتو نوى كميسيون جوړول، د همدې قانون مطابق انتخابات ترسره كول، د دې انتخاباتو په نتيجه کي به هم منتخب جمهور رئيس ټاكل كېږي، هم د ولسې جرگې غړي، هم د ولايتي شورى گانو او ولسواليو شوراگانی غړي. موږ يو ځلي او هممهاله انتخاباتو ته ضرورت لرو؛ داسي انتخابات چي هر افغان د نړۍ په هر گوټ کي؛ د مهاجرينو او بې ځاى شوو په شمول؛ وکولی شي په هغه کي شرکت وكړي او هيڅ واجد شرائط افغان؛ د رأى كارولو له مسلم حق محروم نكړى شي. او په همدې يوې رأى سره هم د خپلي خوښي جمهور رئيس انتخاب كړى شي او هم د
پارلمان او نورو شورى گانو منتخب غړي. په دې توگه به د هغي لويي جرگې جوړېدو ته لار آواره شي چي د اوسني قانون له مخي د اساسي قانون د تعديل، تسويد او تصويب صلاحيت لري؛ او د ملت په استازيتوب؛ د ټولو مهمو ملي مسائلو په ارتباط وروستۍ عالي مرجع گڼل كېږي.
11-په امريکايي طرحي كه د اساسي قانون د تسويد دنده موقت حكومت ته سپارل شوې، دا له څو پلوه ستونزي لري؛ اول: دا كار د يوه موقت حكومت له توان او ظرفيت لوړ دئ؛ دوهم: د موقت حكومت عمر بايد لنډ وي او ژر يو قانوني او ځواكمن منتخب حكومت ته اقتدار انتقال كړي، د اساسي قانون تسويد او تصويب ډېر طولاني او اوږد بهير دئ کافي وخت ته ضرورت لري او د موقت حكومت د دوام باعث كېږي؛ درېيم: اصولاً بايد د اساسي قانون د تسويد او تصويب ټول كارونه د لويي جرگې په څېر يوې معتبرې او د ټول ملت ممثيل مرجع ته محول شي.
12-همدا راز په دې طرحي کي يو وړانديز دا دئ چي اوسنى پارلمان پر خپل حال پاته شي؛ او په هغه کي د نامعقول وېش پر بنسټ د نوو افرادو د اضافه كولو غوښتنه شوې ؛ د ځينو ذي رأى افغانانو له نظره دا غوره وړانديز نه دئ؛ مگر دا چي ټول ذيدخل لوري ئې پاته كېدا مفيد وگڼي.
13-په دې طرحي کي ټول بنسټونه د ستري محكمې او قضائيه قوې په شمول؛ د غير معقول او نامناسب وېش پر بنسټ پر دوو لوريو د 50 -50 سلني وېشلو غوښتنه كوي!! او دا غلط اسلوب؛ ټول نظام له مسلسل نزاع او لانجو سره مخامخ كوي؛ په داسي حال کي چي موږ يوه متحد او يولاسي حكومت ته ضرورت لرو؛ شبه محال ده چي په اوږدو جگړو کي ښكېل لوري دي تر يوه سقف لاندي په گډه كار وکولی شي؛ مخكنيو تجربو ښودلې چي په دې بنسټ جوړه شوې هره اداره؛ له نه حل كېدو لانجو سره مخامخ او هره اداره د يوه متخاصم لوري په حزبي دفتر بدله شوې. له هر وزارت د يوه گوند او توكم دفتر جوړ شوى.
14-ائتلافي حكومت نه عملي دئ او نه د منلو وړ؛ د بن، جان كيري او پمپيو؛ ائتلافي حكومتونه او خونړي نتائج ئې کافي دي چي د اقتدار د تقسيم او وېش فورمول د تل لپاره لري وغوځول شي. افغانان بايد هيڅكله او په هيڅ ډول شرائطو کي د دې خونړيو ناكامو تجربو له تكرار سره توافق ونه كړي.
15-په كار دا ده چي د اغېزمنو سياسي گوندونو مشران؛ كه ښه دي كه بد؛ ماضي ته ئې له پام پرته؛ سره كښېني؛ پر اوربند او موقت غير ائتلافي حكومت ته د اقتدار سوله ايز لېږد؛ توافق وكړي. هر لوري دي يو شمېر غير متنازع اشخاص معرفي كړي؛ د همدغو نېك نامو؛ او ټولو ته د منلو وړ شخصيتونو له منځه دي؛ جمهور رئيس او د كابينې غړي او واليان غوره شي.
16-د دې حكومت اساسي دنده به فقط د شفاف او عادلانه انتخاباتو ترسره كول ا و منتخب حكومت ته د اقتدار سوله ايز او فوري انتقال وي.
17-په انتقالي دوران کي به؛ د حكومت تر څنگ ؛ د دولت داسي عالي شورى؛ وي چي د اغېزمنو لوريو مشران ئې غړي وي، دا به د پرېكړو تر ټولو ستره او عالي مرجع او د حكومت پر اجراءاتو ناظر بنسټ وي، چي حكومت به ئې د پرېكړو مجري وي .
18-په همدې انتقالي مرحله کي به؛ د دولت عالي شورى؛ د انتخاباتو نوى قانون تهيه او تصويبوي او د انتخاباتو
نوى معتبر مستقل كميسيون جوړوي.
19-په طرحي کي انتخاباتو ته اشاره شوې چي دا يقيناً يو مثبت وړانديز دئ؛ مشروط په دې چي داسي شفاف او عادلانه انتخابات تضمين شي چي هر واجد شرائط افغان؛ وکولی شي په هغه کي برخه واخلي؛ د هېواد او نړۍ په هر ځاى کي خپله رأيه وكارولی شي؛ معيني انتخاباتي حوزې ته په تگ مكلف نه وي؛ د مخكنيو شرمناکو تقلباتو او درغليو مخنيوى وكړي؛ هيڅوك دا مجال ونه مومي چي له دولتي امكاناتو په انتخاباتي كمپاين کي استفاده وكړي، انتخابات د داسي حكومت تر اشراف لاندي ترسره شي چي مسئولين ئې كانديد نه وي، اقتدار ته د رسېدو ټولي نامشروع او غير قانوني لاري وتړل شي، د ملت رأى ته درناوى، رجوع او متكني د يوازينۍ لاري په توگه ومنل شي، د افغانستان موجود سياسي او اجتماعي وضعيت دا ايجابوي چي د انتخاباتو داسي طريقه غوره شي چي په يو ځل انتخاباتو او يوې رأى وركولو سره هم جمهور رئيس غوره شي، هم د پارلمان غړي، او هم د ولايتي شورى گانو او ولسواليو شورى گانو غړي. مكرر انتخابات؛ نه ضروري دي او نه گټور او مفيد. د انتخاباتو اوسنۍ طريقه قمار ته ورته ده؛ هغه خلك په پارلمان کي هيڅ استازى نه لري چي ناكام كانديد ته ئې رأى وركړې، پارلمان د يوه اقليت ممثل وي، په نتيجه کي ئې داسي پارلمان رامنځته كېږي چي د وکيلانو د پېر پلور په ماركيټ بدل شوى وي، د انتخاباتو غوره طريقه تناسبي انتخابات دي؛ په دې طريقه کي هره رأى اعتبار لري او د وكيل په انتخاب کي خپل اغېز لري، هيڅ رأى نه هدر كېږي، اقليتونه خپل مسلم او حقيقي حق ترلاسه كوي، د خپل نفوس په تناسب پارلمان ته غړي لېږي؛ په داسي حال کي چي د انتخاباتو په اوسنۍ طريقه کي اقليتونه له دې كبله تر خپل مسلم حق لږ غړي لېږي چي په هره انتخاباتي حوزه کي د دوى كانديد لږ رأيي ترلاسه كوي او او ټولو هغو حوزو رأيي ئې هدر كېږي چي هلته اقليت دي. همداراز د انتخاباتو په زړه طريقه کي بايد هر رأى اچوونکی خپلي اړوند حوزې ته د رأى اچونی لپاره ولاړ شي، مهاجرين له رأى وركولو محروم كېږي، په زړه طريقه کي بايد گڼ شمېر انتخابات ترسره شي؛ د جمهوري رياست لپاره بېل، د پارلمان لپاره بېل، د ولايتي شورى گانو او ولسواليو شورى گانو لپاره بېل بېل. اما په تناسبي انتخاباتو کي يو ځل انتخاباتو سره هم جمهور رئيس غوره كېږي هم د ټولو شورى گانو غړي، او رأى اچوونکي دې ته اړ نه وي چي حتماً به خاصي حوزې ته درومي، په هر ځاى کي کولی شي خپله رأى وكاروي. په همدې انتخاباتو سره به د هغي قانوني لويي جرگې لپاره لار پرانيستل شي چي د ټول ملت ممثل او ټول غړي ئې د ولس له لوري غوره شوي وي. د اساسي قانون تسويد او تصويب، د نظام څرنگوالی، د سياسي احزابو، اجتماعي او مدني ټولنو ونډه او قانونی حيثيت، او دې ته ورته نور ستر او مهم ملي قضايا؛ بايد همداسي لويي جرگې ته محول شي .
20-دا مهم او اساسي مسائل؛ نه انتقالي غير منتخب حكومت ته محول كېدى شي او نه د څو سياسي او نظامي لوريو ناستي او معامله گريو ته.
21-موږ له دې سره موافق يو چي د مذاكراتو لپاره نوى اساس او بنسټ وضع شي؛ په جگړي کي ښكېل دوو لوريو کي منحصر و محدود پاته نشي؛ ټول اغېزمن لوري احتواء كړي، د اغېزمنو جهتونو د مشرانو په مستوى وي؛ او د بحث اساسي موضوعات ئې هم؛ فقط دو ه مطالب وي: 1 -اوربند؛ 2 -د موقت او ټولو لوريو ته د منلو وړ غير ائتلافي حكومت تشكيل .
22-دا ناكاره او ناكامه مفكوره بايد د تل لپاره لري وغورځول شي چي حكومتونه مو؛ پر قومي او حزبي بنيادونو او د اقتدار د وېش پر بنسټ رامنځته شي؛ مخكنۍ ترخې او خونړۍ تجربې کافي دي چي له بيا تكرار ئې په قطعي توگه ډډه وكړو؛ داسي وېش؛ واحد هېوادونه د تجزيې په لور بيايي او متحد ملتونه د تفرقې او جگړو په لور. هغه څه افغانان نن او په عاجله توگه ورته ضرورت لري؛ اوربند دئ او ټولو لوريو ته د منلو وړ غير التلافي حكومت.
23-سياسي احزاب بايد تر راتلونكو انتخاباتو پوري انتظار وكړي؛ اصولاً بايد دا ومني چي د زعامت غوراوى، د حكومت څرنگوالی، د حكومت په تركيب او جوړښت کي د شخصيتونو او سياسي گوندونو او قومي او مدني ټولنو؛ موقف او حيثيت؛ بايد د ملت له لوري وټاكل شي؛ دا ټول په بشپړه توگه د ملت مسلم حق دئ چي زعامت چا ته سپارى او په نظام کي څوك چېري د ودرېدو وړ گڼي؛ په دې اړه هر تصميم بايد ملت ته محول شي؛ نه د ملت رأى ته له رجوع پرته او د سياسي او نظامي ډلو تر منځ د سياسي معامله گريو په نتيجه کي. نه په سياسي احزابو او نه په شخصيتونو کي؛ داسي څوك او لورى شته چي د يوه خاص قوم او توكم د يوازيني ممثل ادعاء وكړى شي؛ او د كوم قوم او ټبر سهم ځان ته مختص كړي؛ او نه هم داسي منل شوى معيار شته چي له مخي ئې د هر قوم او توكم حقيقي سهم مشخص كړى شي. دا هر څه يوازي د شفاف او عادلانه انتخاباتو له لاري مشخص او جوت كېدى شي.
له لومړي سر څرگنده وه چي په دوحه کي د كابل حكومت او طالبانو تر منځ مذاكرات به بې نتيجې پاى ته رسي؛ او هيڅ لاس ته راوړنه به نه لري. دلايل ئې دا وو:
1-د كابل هيئت يوازي د ارگ هيئت وو؛ ارگ سوله د ځان په ضرر گڼله او د جنگ د دوام غوښتونكی وو؛ له بهرنيو ئې هم غوښتل چي خپل ځواكونه له افغانستان ونه باسي. په دې هيئت کي نه د حكومت سياسي اپوزيسيون شامل وو او نه په حكومت کي شامل هغه گوندونه چي د ارگ له سياستونو سره موافق نه وو.
2-د مذاكراتو اصلي موضوع يو ائتلافي حكومت رامنځته كول وو؛ ارگ ناستو غوښتل؛ طالبان په اوسني حكومت کي شامل شي او اشرف غني د جمهور رئيس په توگه ومني؛ په داسي حال کي چي نه ائتلافي حكومت ممكن او عملي دئ او نه په هيڅ تغير او اصلاح سره د اوسني ناكاره حكومت بقاء او دوام امكان لري.
حزب اسلامي افغانستان
د سياسي رياست
