مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پاکستان په لاهور کې د جماعت علماي پاکستان ګوند سره یوه غونډه کې ویلي، ناټو په افغانستان خپله ماته منلې او اوس له افغانستانه د وتلو لار لټوي.
ښاغلي حکمتیار په دې مراسمو کې پر افغان حکومت په نیوکې سره وايي، اوس امریکا غواړي په کابل کې ژر تر ژره یو نوی حکومت جوړ کړي:«امریکا بیړه لري چې له افغانستانه خپل پاتې ځواکونه هم بهر کړي.»
ښاغلي حکمتیار زیاته کړه:«موږ له دغو دوو ناستو ملاتړ کوو او په هغې کې به ګډون هم وکړو.»
له دې سره سم، د پاکستان د جماعت علما مشر په دوحه کې د افغانستان د سولې له خبرو خپل ملاتړ هم څرګند کړ.
د پاکستان د جماعت علما مشر سراج الحق څرګندوي:«جماعت علما دا دریځ لري چې، په افغانستان کې د آرامۍ لپاره امریکا باید له دې ځایه ولاړه شي او افغانستان په خپله خپل حکومت جوړ کړي. زه وايم، په افغاسنتان کې آرامي د نړۍ یوه اړتیا ده، د چین اړتیا ده د روسیې او هند او ټولې سیمې اړتیا ده. داسې کسان هم شته چې، ویره لري که افغانان په خپله خپل حکومت جوړ کړي؛ نو د هغوی ګټې ختمیږي. موږ د خبرو د دوام له امله خوښ یو. طالبان او حزب اسلامي یو ډول دریځ لري چې په افغانسنتان کې آرامي او یو اسلامي حکوم حاکم وي.»
✒: د کابل پولیس وايي چې نن ماښام د کابل په لوېدیځ کې په دوو جلا چاودنو کې درې ولسي وګړي وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
✒: مشرانو جرګې د مسکو او ترکیې د غونډو پر ګډونوالو غږ کړی چې هېواد کې د دایمي سولې ټینګښت او ټیکاو لپاره دې رښتینې هڅې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د مسکو غونډه د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ او د استانبول غونډه په اپرېل میشات کې جوړېږي. دا دوه غونډې د افغان سولې او په افغانستان کې د راتلوونکي نظام د څرنګوالي په هکله به جوړه شي.
✒: کمیتۀ رهبری شورای عالی مصالحۀ ملی، امروز یکشنبه نشستی را دربارۀ بررسی پیشنویس طرح توافقنامۀ پیشنهادی امریکا برای صلح افغانستان، برگزار کرد.
در این نشست فیصله شد که با مطالعۀ دقیق این طرح امریکا، جمهوری اسلامی افغانستان دیدگاهاش را با ایالات متحده امریکا درمیان خواهد گذاشت.
مجیب رحیمی، مشاور رسانهیی شورای عالی مصالحۀ ملی گفت: «فیصله شد که جمهوری اسلامی افغانستان و شورای عالی مصالحۀ ملی از تسریع روند صلح حمایت میکند و با مطالعۀ دقیق طرح امریکا، جمهوری اسلامی افغانستان دیدگاهاش را با ایالات متحده امریکا مطرح خواهد ساخت.»
این طرح در سفر اخیر زلمی خلیلزاد، فرستادۀ ویژۀ امریکا برای صلح افغانستان با حکومت و سیاستگران افغان شریک ساخته شد.
✒: د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال چاووش اوغلو سره په تلېفوني خبرو اترو کې، د افغان سولې خبرو اترو په هکله د غونډې له کوربه توبه هرکلی وکړ.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د سولې بهیر کې ډېریو ښکېلو لوریو د استانبول غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ټاکل شوې ده چې ترکیه د امریکا په غوښتنه، د افغان سولې په هکله د یوې غونډې کوربه وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې غونډې د کوربه توب لپاره د ترکیې له چمتووالي ستاینه وکړه.
ښاغلي اتمر د هیله څرګنده کړه چې دغه غونډه به په هېواد کې د اوربند د ټینګښت او سیاسي حل لارې ته د رسېدو په درشل کې مخ په وړاندې یو ګام وي.
✒: افغانستان د زېمبابوې په وړاندې دویمه ټېسټ لوبه د شپږو ویکټو په توپیر سره وګټله او لوبلړۍ ۱-۱ مساوي شوه.
✒: د کابل پولیس یوې خبرپاڼه کې وايي چې تېره ورځ د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند سیمه کې د انسان تښتوونکو یوه څلور کسیزه ډله ونیول شوه.
خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې یو له دغو کسانو له امنیتي ځواکونو سره نښته کې ټپي شوی او هغه کس چې د دوی له خوا تښتول شوی و، ازاد او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.
✒: نجیبالله ناصر با گرفتن اکثریت آرا، به عنوان معاون دوم مجلس نمایندهگان انتخاب شد.
✒: د ولسمشر غني د يو فرمان له مخې، اکرم خپلواک په سياسي چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی. په فرمان کې راغلي چې خپلواک به د ملي مصالحې عالي شورا د مرستيالۍ دنده هم پرمخ وړي.
✒: د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې په هېواد کې په تېرو یوازې شپږو ورځو کې د جګړو له امله ۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد کمیسیون په خبره، تېرو شپږو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي دي.
✒: په غزني او جلال اباد کې هدفي بریدونو د دوو کسانو ژوند اخیستی دی. د راپورونو له مخې نن سهار په جلال اباد ښار کې ناپېژانده وسله والو پر یوه پولیس ډزې کړې او هغه یې وژلی دی. امنیتي سرچینې وایي چې بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي خو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
✒: اردوغان: ترکیه یکی از کشورهای پیشرو در روند واکسیناسیون عمومی کرونا است.
✒: سربازان ترکیه به حمایت از مردم سوریه در مقابل تروریستها ادامه میدهند.
✒: ترکیه: به حمایت از تمامیت ارضی سوریه و مبارزه با گروههایتروریستی ادامه میدهیم.
✒: سیگار: به ارزش ۵۰۰ ملیون دالر چرخبال های اردوی ملی افغانستان به قیمت آهن کهنه به ۴۰ هزار دالر به فروش رسیده است.
✒: د امریکا د کانګریس غړي وایي له حکومت باید د جګړو په تړاو د پرېکړې صلاحیت واخیستل شي. د امریکا د کانګریس غړو په یوه خبري غونډه کې ویلي کانګریس په ۲۰۰۱ کال کې د (AUMF) مصوبې له مخې په افغانستان او عراق کې د جګړو صلاحیت حکومت ته ورکړ او په دې توګه کې د کانګریس صلاحیتونه محدود شوي.
✒: چین وايي د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړي کولو کې هڅه کوي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي او د سولې او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.
✒: د ورلډ پالیټیک ریویو په نامه خپرونې د امریکا له لوري د افغان سولې په تړاو نوې طرحې ته په اشارې یوه لیکنه خپره کړې ده. په دې لیکنه کې راغلي چې د امریکا دولت نور حوصله نه لري چې د ولسمشر غني اداره له طالبانو سره په خبرو کې ځنډ او یا هم ناغېړي وکړي.
✒: په میانمار کې د پوځي کودتا پر ضد لاریونونه لا هم روان دي. د وروستیو راپورونو له مخې، نن په دغه هېواد کې د پوځ له لوري په تازه تاوتریخوالي کې ۱۱ لاریونوال وژل شوي دي.
