د ترکيې ايا صوفيا تاريخي جومات 85 کاله وروسته له موزيم څخه اوس بيا جومات وگرځيدله
ایا صوفیا (916) کاله کلیسا وه. او (481) کاله جومات پاتي شوه. او له (1935م) کال وروسته موزیم وګرځیدله. او اوس بیا جومات وګرځیدله، د دنګو منارو لرونکې ودانۍ آيا صوفيا ده. نږدې يونيم زر کاله وړاندې د رومي امپراتورۍ له لورې د کاتولیکي کلیسا له پاره جوړه شوه. نهه سوه کاله د دغې امپراتورۍ تر ټولو مرکزي کليسا وه. کله چې محمد فاتح شو او بالاخره د رومي امپراتورۍ مرکز يې له اوږده مقاومت وروسته ونړاوه، دغه کليسا په جومات بدله شوه، د ترکيې ستر انجنير، معمار سنان، دا منارې ورته جوړې کړې او د زلزلې له امله خرابه شوې ودانۍ يې بېرته ښکلې سازه کړه. کله چې اتاتورک راغی، په ۱۹۳۴م کې يې دا جومات په ميوزيم واړاوه، اردوګان چې غواړي يو تاریخ له ځانه وروسته پرېږدي، اراده کړې چې دا جومات يو وار بيا فعال کړي، چې ستر جنجال ترې جوړ شوی. له امريکا او روسيې يې په مخالفت غږونه پورته شول، له دې وروسته به ترکیه کې )ایا صوفیا( ته د سیاحت په ټیکټ نه، بلکې په اوداسه به ننوځئ! ایا صوفیا جومات شوه...
