No-IMG

خوږیاڼیو کې صفریک بیا نه بخښونکي جرم ترسره کړی!

اصالت يار

 

د خوږیاڼیو(ټټنګ) سیمه کې په نیمه شپه د صفر۱قطعې له خوا حمله شوي چې څوتنه استاذان اوڅوتنه تنکې شاګردان یې پکې په شهادت رسولي.

پوښتنه داده چې ایا دادعلم سره د ښمني ده که ددین سره د ښمني ده او که ددیني مدرسو له شاګردانو ،حافظانو سره د ښمني؟

هغوی چې وایې(ټوپک پریږدئ قلم راوخلئ) ورته وایو دادی د ټوپک خاوند د قلم اوکتاب خاوندان شهیدان کړل، اوس کتاب ملامت دی که توپک؟

دغه تنګې ګلان چې تا شهیدان کړل او قلم اوکتاب دې ورڅخه واخست اوله مدرسې دې په وحشت سره وویستل دوی ته تاسو په حقیقت کې توپک په لاس ورکړ چې سبا دې پرې ووژني ځکه تا پدوی کې دانتقام اوربل کړ دوی مو له خپلې مدرسې وویستل اودوی ته مو جوته کړه چې دوی نه بلکې ته د کتاب اوقلم د ښمن یې.

هغه پدې چې د هیواد په لمن او بیاد خوږیا ڼیو په شان یوه لیري  وروسته پاته پ سیمه کې دغه شاګردانو په ډېرتکلیف سره درس زده کاوه اودعلم شمعه یې بلوله ترڅو سبا د همدې هیواد د بچیانوخد مت وکړي خو تا پرینښودل او هغوی دې اوس په پوره معنی ټوپک اخستوته تیارکړل او ملامت به هم نه وي ځکه تا د ټوپک اخستو بلنه ورکړه.

هغه پوه شو چې دې هیواد کې قلم نه بلکې توپک حکومت کولای شي که نه تاسو به ولي د(صفریک) قطعه بیوله ترڅو په خلع سلاح کوچنیو ماشومانو چې له ځانه د فاع هم نشي کولای حمله کوله اوپدې هم پوهیدی چې دا شاګردان دی مسلح مخالفین ندي دوی تنکي بچیان دي شاید ګناه یې داوه چې هغوی قرآن کریم اودینی علوم زده کول هغه چې ځیني  مفسدین اوعیاشان یې نشي تحمل کولای او دین العیاذب الله د مادي شاتګ سبب بولي.

که د صفریک قطعه کې ملحدین یا کمونستان یا د پردیوو جاسوسان نه وي ننوتلي نواخر دغه کوچنیان او د هغوی مدرسین چا  او د کوم مقصد لپاره یې قتل کړل اوڅه نتیجه یې ترلاسه کړه؟

بل طرف افغان دولت،د ننګرهار چارواکي، د خوږیاڼیو،شیرزادو مشران اخلاقي،  مسئولیت لري چې ددغه سترنه بخښونکي جرم عاجله پوښتنه وکړي او مجرمین هیوادوالوته په ګوته او مناسبه شرعی او قانونی سزا ورکړل شي چې یو بزدلانه عمل یې ترسره کړی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک