مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ننګرهار کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا وایي، چې عملیات د خوګیاڼو ولسوالۍ ټټنګ سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له خوا په کور، چې دیني مدرسه پکې وه شوي، چې په وژل شویو کې څو حافظان او د مدرسې استادان هم شامل دي.
د مدرسې شاګردان وایي امنیتي ځواکونو تېره شپه لومړی د هغو کسانو چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو پورته وو، سترګې ور تړلي او بیا یې د دوی په مخکې وژلي دي او ټولټال وژل شوي لس تنه دي.
✒: در حملۀ شب گذشته مردان مسلح در کابل یک 'کارمند سفارت ایران' زخم برداشت.
✒: سید وحید قتالی، والی هرات میگوید که طالبان یک موتر بمگذاری شده را در مرکز ولسوالی اوبه این ولایت انفجار داده اند.
بهگفتۀ او این رویداد تلفات جانی ندارد اما به باشندهگان محل و دکانهای این بازار زیان وارد کردهاست.
✒: منابع: غنی و سیاستگران روی اجماع سیاسی به توافق کامل نرسیدهاند.
✒: سیگار: سربازان افغان پس از ۲۰۲۴ نیز بی پشتیبانی امریکا توان فعالیت را نخواهند داشت.
✒: بیش از ۳۰۰ زندانی افغان از زندانیان ایران به هرات منتقل شدند.
✒: تازه؛ د فاریاب ولایتي شورا ځيني غړي او یوه امنیتي سرچینه د طالبانو په لاس د یاد ولایت د المارو ولسوالۍ د مرکز له نسکورېدو خبر ورکوي.
✒: سرچینې: د فاریاب المارو ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته لوېدلی.
اما د هېواد شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمدحنیف رضايي وايي د المار ولسوالۍ او د امنیه قومندانۍ ودانۍ یې د ځانګړو ځواکونو لاس کې دي.
دی زیاتوي چې د طالبانو لخوا ۱۶ کلابند شوي سرتېري هم ژغورل شوي او المار ولسوالۍ کې یوې پوځي اډې ته لېږدول شوي دي.
✒: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۳ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
✒: امنیتي سرچینې وايي د ننګرهار جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې پر یوه موټر د نښلول شوي ماین چاودنې له کبله دوه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
✒: د فاریاب د پولیسو ویاند، عبدالكريم يورش مني چې د یاد ولایت د المارو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ سرپرست، محمدامين پتنګ له یوه میل وسلې سره د چهارشنبې په ورځ طالبانو سره یوځای شوی دی.
د ښاغلي یورش په خبره چې پتنګ درې میاشتې مخکې د المارو د امنیه قومندان سرپرست په توګه ګمارل شوی و.
✒: سوداګرۍ وزارت ویلي چې ازبیکستان ته د افغان سوداګرو د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له یو شمېر معتبرو شرکتونو سره د زعفرانو د پلور هوکړه لاسلیک شوې ده.د یاد وزارت په خبره،د همدې هوکړې پر بنسټ به له دې وروسته ازبیک شرکتونه له افغان سوداګرو څخه په میاشتنۍ توګه سل کیلو ګرامه زعفران اخلي.
✒: رهبر ایران: سعودیها یک مخالف را با اره تیکه تیکه کردند و آمریکا از آن حمایت کرد.
✒: چاووش اوغلو: ترکیه به دفاع از تمامیت ارضی سوریه، حفاظت از غیرنظامیان و مبارزه با گروههای تروریستی ادامه خواهد داد.
✒: توافق روسیه، ترکیه و قطر بر مبارزه با اقدامات تجزیه طلبانه در سوریه.
سرگئی لاوروف، وزیر امور خارجه روسیه: ترکیه، روسیه و قطر در مورد مبارزه با اقدامات تجزیه طلبانه در سوریه توافق کردند.
✒: اتحادیه اروپا پیش مجوز تزریق واکسن کرونای ساخت شرکت جانسوناندجانسون را صادر کرد.
✒: د امریکا کانګریس له کرونا سره د مبارزې او ددې ویروس د اقتصادي زیانونو د ختمولو لپاره د بایډن یوې طرحې ته مثبته رایه ورکړه. دې توګه د امریکا کانګریس د بایډن د شاوخوا ۱۹۰۰ میلیاردو ډالرو طرحه تایید کړې ده چې له مخې به یې د امریکا د اقتصاد په بیا سمونه کې له دې پیسو کار اخیستل کېږي.
✒: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني پوځ سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د پاکستان د پوځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې عبدالعزیز کاملوف په سیمه کې د افغانستان د سولې پر اهمیت د پاکستاني پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره خبرې کړې دي.
✒: د رسنیو د راپورونو له مخې په دوحه کې د ترکیې د سفارت مرستیال له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي او د سولې اړوند پر مهمو مسایلو یې بحث کړی دی. ویل کېږي چې په دې لیدنه کې په استانبول کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي کنفرانس پر سر هم خبرې شوې دي.
✒: د امریکا په هیوسټن ښار کې یو وسله وال کس درې تنه په ډزو وژلي دي. راپورونه وایي چې دا پېښه تېره شپه د تګزاس ایالت په هیوسټن ښار کې په داسې حال کې رامنځته شوه چې یو وسله وال په یو سوپر سټور کې پر ولاړو کسانو ډزې وکړې او درې کسان یې ځای پر ځای ووژل.
✒: امریکا پاکستان ته د هغو دېرشو جنګي چورلکو د پېرلو اجازه نه ده ورکړې چې په ترکیه کې جوړې شوې دي. بلومبرګ ورځپاڼې د ترکیې د ولسمشر د ویاند ابراهیم کلین له قوله ویلي چې امریکا پر پاکستان فشارونه ډېر کړي څو له ترکیې څخه جنګي چورلکې وانخلي.
✒: د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، باجوه او د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اس ای) مشر فیض حمید د اردن د پوځ له مشر مارشال محمد بن عیسی آل خلیفه سره پر سیمه ییزو مسائلو ځانګړې توګه افغان سوله خبرې کړې دي.
✒: د امریکا بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنکین وايي مې میاشت کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ویستو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
هغه زیاته کړې واشنګټن تر هغې د سولې خبرو مېز ته د افغاني لورو د راکاږلو هڅه کوي، څو مانالرونکي مذاکرات د افغانستان لپاره د سولهییزي راتلونکې لامل شي.
✒: عضو مجلس نمایندهگان امریکا: سرکوب مسلمانان در چین نسل کشی است.
