No-IMG

مسکو کې د افغان مشرانو او د سيمې هېوادونو غونډه

قريب الرحمن سعيد

 

د يوي پاکستاني خبريالي د را پور له مخی چی ولسمشر غني ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير بلينکن دليک ليږلو نه مخته بلينکن د پاکستاني ارشد جنرال، جنرال باجوه سره د افغانستان د قضيي د حل په اړه نژدی ۵۴ دقيقي تيلفوني مفصلي خبري کړي. که څه هم په دی خبرو کي د کشمير په ګډون په هيواد کي د هندي فعاليتونو او د پاکستان په  داخل کي په تخريبي عملياتو هم خبري شوي. خو داسی بريښي چی دخبرو اصلي موضوع يي د افغانستان دلانجي حل دي   په همدي

 خاطر اوس ددی  مسئلی د خبرو له پاره د مارچ په دی روانه مياشت کی يوه غونډه په ۱۸ تاريخ  په مسکو کي ، چی پکي به  چين ، امريکا ،ايران ، مسکو ، پاکستان ، افغاني دولتي هيئت او د طالبانو هيئت ګډون کوي جوړيږي او دويمه غونډه به دهمدی ياد کړل شوو هيوادونو تر څنګ دهند او ترکيي هيوادونو په ګډون دهمدي مياشتي په ۲۷ تاريخ په استانبول کي جوړيږي

تر څو د افغانستان د راتلونکی په اړه په يوه  لنډمهاله  اداره توافق وکړي او پرته له ځنډه يي عملي کړي

دی غونډو ته يو شمير سياسي مشران هم ور بلل شوي دي. څومره به ښه وو چي دا مشران غونډی ته د تللو مخته خپلو منځو کي په يوي طرحي جوړولو موفق شوی واي او بيا يي دهمغه دريځ نه دفاع کړی واي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک