No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د افغان سولې بهیر لپاره د هڅو په درشل کې ترکیه کې د سولې د ناستې خبر ورکړل شوی.

طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي ټاکل شوې ترکیه کې د سولې ناسته د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

ترکي چارواکو د افغان سولې بهیر کې د همکارۍ لپاره ټټر وهلی.

ترکیه کې د "عدالت او پراختیا" ګوند ویاند، عمرچیلیک اناتولي خبري اژانس ته ویلي چې هېواد یې د افغانستان او سیمې سولې په تړاو منځګړتوب او هڅو ته چمتو دی.

هغه زیاته کړې:«افغانستان زموږ لپاره یو ډېر مهم هېواد دی

ترکیه کې ناسته د ملګرو ملتونو په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو په وړاندیز جوړیږي.

: د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې تمه کېږي د ملګرو متلونو سازمان په مدیریت سره د هېواد د سولې په هکله غونډه به د روانې زیږدیزې میاشتې په پای کې په ترکیه کې جوړه شي.

دغه شورا ټينګار کوي چې په ترکیه کې د سولې غونډه به یوه برخلیک ټاکوونکې هغه وي چې له طالبانو سره د سولې په هکله وروستۍ پرېکړې کېږي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا په باور، ښايي د دغې غونډې په څنډه کې د ځينو افغان سیاستوالو او طالب استازو تر منځ هم لیده کاته او خبرې وشي.

: ‏د پوهنې وزارت هغه مکتوب چې په کې دولتي او خصوصي ښوونځيو کې د هغو نجونو لخوا چې عمر یې له ۱۲ کالو لوړ وي، د ترانو ویل منع شوي دي تاییدوي.

دغه مکتوب کې راغلي په هر ډول ناستو کې پرته له دې چې ټول ګډونوال یې ښځینه وي، له ۱۲ کالو لوړ عمر لرونکې نجونې نشې کولی ترانې ووايي.

: ‏راشد خان و مجیب‌الرحمان، ستاره‌های تیم ملی کرکت کشور در رده بندی تازۀ شورای جهانی کرکت در جایگاۀ اول و سوم در میان ده بازیکن برتر جهان در پخش توپ‌اندازی در رقابت‌های ۲۰ آوره، قرار گرفته‌اند.

: ‏د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز مسوولین سره رود ولسوالۍ کې پر یوه کور د لاسي‌بم برید له کبله د یوې ښځې له ژوند بایللو خبر ورکوي.

د مسوولینو په خبره د بریدکوونکي په ګډون څلور تنه ټپیان شوي او بریدکوونکی نیول شوی دی. د پېښې لامل شخصي ستونزې ښودل شوې دي.

: ‏سرچینې د ننګرهار  جلال اباد ښار اتمې ناحيې  اړوند سیمه کې د ملی اردو پر موټر له چاودنې خبر ورکوي.

دغه سرچینه زیاتوي چې پېښه کې دوه سرتېري ټپيان دي.

: ‏حسام‌الدین شمس، والی بادغیس می‌گوید که یک مرد مسلح که با لباس زنانه وارد شهر قلعه نو، مرکز این ولایت شده بود و قصد ترور نیروهای امنیتی را داشت، پیش از رسیدن به هدف از سوی نیروهای امنیتی، کشته شد.

: ‏د کرنې وزارت معین شیرشاه امیري د نیالګيو کېنولو ملي ورځې په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، کرنې وزارت اوس ۳۷.۸ میلیونه نیالګي لري، چې ۱۳.۵ میلیونه یې په ولایتونو کې د کرنې ریاستونو له لارې توزیع او کېنول کېږي.

: ‏د لویې څارنوالي څلور غړي د فساد په تور نیول شوي دي. لویې څارنوالي ویلي چې د دغې ادارې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو یو قراردادي کارکوونکی له خپلو څلورو جرمي شریکانو سره د درغلۍ او د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په تور نیول شوي دي.

: ‏د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) ویلي چې که چېرته تاوتریخوالی په همدې توګه دوام پیدا کړي نو لرې نه ده چې له همدې کشمکش څخه په استفادې یوه بله وسله واله ډله هم سر راپورته کړي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي چې د کاغذي تذکرو پر بنسټ یې د کمپیوټري پاسپورټونو د ورکړې لړۍ درولې ده. یاد ریاست ویلي چې له دې وروسته به هیچا ته هم د کاغذي تذکرې له مخې پاسپورټ ورنه کړي.

: ‏افغان او روسي ديپلوماتانو د مسکو پر راتلونکي کنفرانس خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي دي.

: ‏چاووش‌اوغلو: گروه تروریستی فتو نه تنها برای ترکیه بلکه تهدیدی برای قرقیزستان نیز است.

: ‏مناسبات ترکیه و ایران از زاویه مبارزه با تروریسم.

اگرچه اظهارات برخی سیاستمداران ایرانی علیه ترکیه را می‌توان جاه‌طلبی سیاسی و ناشی‌گری دیپلماسی قلمداد کرد، اما رفتارهای تامل برانگیز در قبال شرکت‌های فعال تُرک در این کشور به روابط با آنکارا آسیب می‌زند.

: ‏اردوغان: سال گذشته 63 درصد از نیاز برق #ترکیه از طریق منابع ملی و تجدید پذیر تامین شد.

: ‏کابینه پیشنهادی عبدالحمید دبیبه نخست وزیر لیبی موفق به کسب رای اعتماد از مجلس نمایندگان تشکیل شده در سرته شد.

: ‏پوتین: دوره جدیدی در نیروگاه اتمی آک‌کویو به عنوان پروژه مشترک ترکیه و روسیه آغاز شده است.

اجرای پروژه ساخت نیروگاه هسته‌ای آک‌کویو به امنیت انرژی ترکیه کمک قابل توجهی خواهد کرد و باعث تقویت بیشتر اقتصاد آن خواهد شد.

: ‏رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه: تعیین انرژی هسته‌ای به‌عنوان زیرساخت انرژی ملی‌ گامی استراتژیک است که در جهت امنیت تأمین انرژی برداشته ایم.

انرژی هسته‌ای جایگاه ویژه‌ای در سیاست انرژی کشورمان دارد.

اکتشاف 405 میلیارد متر مکعب گاز طبیعی در دریای سیاه، یکی از مهم‌ترین اقدامات در راستای ایجاد ترکیه قدرتمند و مستقل از انرژی بود.

: ‏ایران 306 محکوم افغانستانی را به کشورشان منتقل کرد.

: ‏پاکستان وایي افغانستان ته یې د صادراتو په کچه کې کموالی راغلی دی. د پاکستان مرکزي بانک وایي چې وړم کال یې په همدې موده کې افغانستان ته د ۶۳۳ میلیونو ډالرو په اندازه صادرات لرل خو سږ کال دا شمېره ۵۴۳ میلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده.

: ‏د عراق د مخکیني لومړي وزیر مرستیال ویلي چې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن تر ډونالډ ټرمپ اووه برخې بدتر دی. نوموړي ویلي د بایډن یوه اضافه بدي لا دا ده؛ چې منافقت کوي او په ډېریو مسائلو کې لوټه ولي او لاس تر شا نیسي.

: ‏هند له امنیتي تهدیدونو سره د مقابلې لپاره له امریکا څخه بې پیلوټه الوتکې پېري. بلومبرګ د یو هندي چارواکي له خولې ویلي چې نوی ډیلی په پام کې لري چې له امریکا څخه تر ۳۰ پورې بې پیلوټه الوتکې واخلي.

: ‏د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له شرمه ډک عمل بللی او ټینګار یې کړی دی چې ټوله نړۍ باید د جنسیتي نابرابرۍ پر وړاندې په ګډه کارنده مبارزه وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک