No-IMG

ولي دامریکا نوي رئیس جمهور(جوبایډن) زلمی خلیلزادپرخپله دنده پریښود؟!

اصالت يار

 

ډېرو غوښتل دا افغان صلحې له پروسي خلیلزادلیري شي اوځای یې کوم بل داسي کس ونیسي چې ددوی مصالح پکې خوندي وي.

که تیرو څو لسیزوته اوګوروخلیلزاد د یوه افغان امریکایې په لهذا دافغانستان په ټولو قضایاو کې دخیل دی .

د شوروي اتحاد داشغال پرمهال هم خلیلزاد یو مهم رول لاره چې افغان اوامریکایې مشران یې سره کښینول او د شوروي یرغل پرضد یې امریکایان تشویقول چې له افغان مجاهد مسلح مقاومت سره عملاً عاجله مرسته وکړي ترڅو امریکا،نوره نړۍ،اسلامي اوهم شرقي نړۍ  د روسانوله محتمل او حتمی خطره وژغورل شي چې هغه وخت لومړی نړۍ وال قوت یادیده او په عین وخت کې افغانان هم وکولای شي خپل هیواد د یوه ستر خطرناک سیلاب اویرغل په مقابل کې وساتي چې خلیلزاد هم ورته منسوب وه .

البته  په دغه ماموریت کې دوه جانبه مصلحت په نظرک نیول شوی وه،چې اول زمونږ د هیواد ازادي او بیا د نورې نړۍ ژغورل ول داسبب وه چې امریکا اونړۍ والو له افغانمسلح مقاومت سره پرته له هرډول شروطو او احسان داسلامي اونورو دولتونو پرمنځګړتوب سخاوتمندانه مرسته شروع کړه چې حتی پدې مرسته کې داسلامي هیوادونو،امریکا،اروپا ترڅنګ کمونست چین هم برخه لرله کوم چې ګومان کاوه  د روسانوله طرفه د چین کمونیزم ته هم خطرپښیدای شي ځکه روسانو د نړۍ نیولو پلان شاید لاره خو قسمت یې دلته خراب وه چې د نړۍ نیول لپاره یې  دافغانستان لاره انتخاب کړه چې دروسانو په سترنه جبرانیدو نکی  زیان تمامه شو.

دا مهال چې دامریکا ادارې یوځل بیا زلمی خلیلزاد ګومارلی داپدې دلالت کوی چې زلمی خلیلزاد نه یواځي دافغانستان لپاره بلکې د عراق او نورو هیوادونو لپار یې هم ماموریت څومره مهم دی.

خو! یوه خبره شته چې خلیلزاد که څه هم دامهال رسمي امریکایې دی او حتماً دامریکا مصالح ساتی خو په عین وخت کې داچې اصلاً افغان دی دافغانستان قضیه کې هم که مخلصانه نه وي نو یوڅه  ښه رول ادا کولای شي چې پخوا اوهم اوس داجوته شوي چې خلیلزاد افغانیت ترډ ېره حده ژمن دی له هغه نوروحلقه په غاړه غلامانو چې د پرد یو اوامر په حرفي توګه مني سل ځله غوره دی.

داسبب وه چې ځینی شخصي مصلحت پالو د خلیلزاد ددوهم ځل ماموریت مخالفت کاوه خو بیا هم دبایډن اداري له نوي پراخ بنسټه ماموریت سره راولیږه ترڅو دافغان صلحې نا تمام صلحه ایز فصل تمام کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک