د ښځی د نړیوالی ورزی په مناسبت
عمر عماد
راځئ چه لږ فکر وکړو !
د لمر په شان روښانه حقیقت خو بیا یی هم غرب ځپلی ( سیکولر ) یاران نه وینی .
په غرب کی :
۱- د نر ، د ښځی پر ځای د نر سره ، او د ښځی ، د نر پر ځای د ښځی سره ، واده کول او کورنی ژوند جوړول قانونا اجازه لری او کوم بد کار نه ګڼل کیږی .همدا راز د انسانی جوړی پر ځای د سپی او یا کوم بل حیوان سره جوړه کیدل او ژوند کول ، او خپل جنسی غرائز اشباع کول هیڅ ستونزه نه لری .
۲- یوه ښځه دی بی شماره لونډان ولری ، او یو سړی دی بی شمیره غیر رسمی ښځی ( ملګری ) ولری ،بلکه آن تر دی چه باکری انجلئ ته د باکره توب له امله پیغور ورکول ، او ... دا ټول هیڅ باک نه لری .
۳- دحیواناتو په څیر دښځو اونارینه وو یو ځای لوڅ لپړ ګرځیدل هیڅ د شرم خبره نه ده .
خو :
۱- د ښځی په خپله خوښه اوبشپړ اختیار سره د دوهم اودریم واده والا سړی سره نکاح کول بیا د ښځو سپکاوی او د هغوی پر حقوق تیری دی !
۲- د ښځی او نر تر مینځ د غیر شرعی اړیکو قائمولو منع کول ، د ښځی ازادی سلبول دی !
۳- د ښځی په خپل اختیار پوړنی اغوستل د مدنیت او پر مختګ ضد ، اود ورسته والی او تاخر نخښه ده ، نو باید منع شی .
دا ولی ؟ دا ځکه چه لمړنی دری واړه د غرب د ارزښتونو سره برابر او د هغوی د فرهنګ او کلچر سره اړخ لګوی ، او دا وروستی دری واړه د هغوی مخالف ، او زمونږ د ارزښتونو او فرهنګ او کلچر سره اړخ لګوی .
نو ځکه باید د غالب ( غرب ) ارزښتونه اومنل شی او کلچر ته یی درناوی وشی ، او د مغلوب( اسلامی امت ) ارزښتونه بی ارزښته وګڼل شی او د کلچر سپکاوی یی وشی ، که نه نو د سلیم عقل او انسانی فطرت غوښتنه خو د دوهمو ارزښتونو پخلی کوی .
خو بیا هم زمونږ غرب ځپلی ( سیکولر ) یاران دغه د لمر په شان روښانه حقیقت د بصریت په سترګو نه وینی !
