No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏سخنگوی شوری عالی مصالحه ملی: دعوتنامه کشور روسیه برای اشتراک در کنفرانس صلح در مسکو به رهبری شورای عالی مصالحه ملی رسیده است و فعلا رهبری شورا سر گرم مشوره در باره این دعوت است.

رهبری دولت، برخی رهبران سیاسی، رهبران طالبان و برخی از کشور های منطقه و امریکا نیز به این کنفرانس دعوت شده آند.

: ‏د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کوواکس بنسټ له لوري نن دې وزارت ته د کرونا ویروس ۴۶۸ زره ډوزه مرسته شوی واکسین وسپارل شو.

یاد وزارت دغه راز وايي، د کوواکس بنسټ له افغانستان سره د ۱۶ میلیونه ډوز واکسین د مرستې ژمنه کړې، چې پاتې واکسین به هم ډېر ژر هېواد ته راولېږدول شي.

: ‏جلال اباد ښار کې د عملياتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي.

د ننګرهار امنیه قومندان جمعه ګل همت وايي، د مرکز جلال آباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند د لغمان او رحمت الله  پلازو څخه ځانګړو پولیسو د عملياتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

: ‏د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر: د افغانستان د فعالې ډیپلوماسۍ پایله کې ډېری هیوادونو د اعلامیو په خپرولو سره د افغانستان جګړه ناروا وبلله او طالبان یې سولې ته راوبلل.

: ‏د هلمند د خلکو آستازی کریم اتل د ۱۱۹ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د منشي په توګه وټاکل شو.

: ‏ولسمشر: پاکستان دې نا اعلان شوې جګړه نور پای ته ورسوي.

ولسمشر اشرف غني د امن او ثبات دوه ورځني کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې د سولې خبرو ته په اشارې وویل، پاکستان باید نا اعلان شوې جګوه نور پای ته ورسوي او افغانستان د یو آزاد، خپلواک او ډیموکرات هیواد په توګه ومني.

: ‏د ملي روغې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله: افغانستان په سیاسي او نظامي لحاض خورا حساس پړاو کې قرار لري، په افغانانو سخته ورځ راغلې او هره ورځ قرباني ورکوي.

هغه وايي، سوله د هر افغان لپاره لومړیتوب لري.

: ‏‏ناپېژانده وسله والو کابل ښار کې یو څارنوال وواژه.

د کابل پولیس وايي، ناپېژانده وسله والو نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د میرویس صمدي په نوم یو ملکي څارنوال په ډزو وژلی دی.

: ‏وسله والو طالبانو فراه کې د ملي پوځ پر قرارګاه موټربم برید کړی.

د ولایتي شورا غړی شاه محمود نعیمي وایي، برید تېره شپه د دبالابلوک ولسوالۍ دهزک کلي دوراهی سره د ملي پوځ پر قرارګاه شوی چې پایله کې یې د ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

: ‏د هېواد په رسنیو کې د ښځو حضور ۱۸ سلنه کم شوی.

: ‏په افغانستان کې کورونا ویروس؛ ۱۴ نویو مثبتو پېښو ثبت.

: ‏حنيف اتمر وايي, ولسمشر غني ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير ليک توهين نه بلکه د دولتونو د نږدې والي له امله دی.

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي, عادي حالت دادی چی د هیوادونو ترمنځ ارتباطات د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا ترسره کیږي، خو له امریکا سره زموږ د صمیمیت کچه لوړه ده.

: ‏دین محمد وایي عقده يي خبرې ستونزه نه حل کوي د افغانستان د خلکو وینې توئیږي نو سوله قرباني غواړي.

دین محمد، وايي په ټولو مشرانو یې غږ دی چې د سولې برخه کې له عقده يي څرګندونو ډډه وکړي، د افغانستان د خلکو د وینې بهیدنې مخه باید ونیول شي او لازمه ده چې د سولې لپاره قرباني ورکړل شي.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی د امرالله صالح تاز څرګندونو ته په غبرګون کې : ما له خپلو مرستیالانو سره د نظر اختلاف درلوده، شاوخوا دوه کاله موبحثونه درلودل، خو هیڅکله هم دغه موضوع زموږ د دریو کسانو له ناستې بهر ونه وته، ځکه ملي موضوع  وه.

: ‏امرالله صالح د امريکا لخوا د سولې نوې طرحې ته په اشارې سره وايي, هيڅکله به په داسې سند امضا ونه کړي چې په اساس به يې د پاکستان له مدرسې دوه ملايان راځي او مونږ ته به نوی د مسلمانۍ لايسنس راکوي.

: ‏اردوغان: ترکیه یکی از معدود کشورهایی بود که سال نخست همه‌گیری کرونا را با کمترین زیان پشت‌سر گذاشت.

به دلیل برخورداری از زیرساخت قوی بهداشتی، تمامی خدمات مربوط به مبارزه با کرونا از آزمایش گرفته تا درمان را به شکل رایگان در اختیار شهروندان قرار دادیم.

: ‏رجب طیب اردوغان: تلاش برای دور کردن زنان از تمام بخش‌های زندگی و به ویژه سیاست به معنی مقابله با فطرت بشری است.

تقویت نهاد خانواده یکی از اولویت‌های دولت در دوره پیشرو خواهد بود.

گروه‌هایی که سعی دارند با نادیده گرفتن جنایت و خشونت علیه زنان در کشورهای مثلا پیشرو در حقوق زنان که در برخی مواقع چند برابر کشورمان است، ترکیه را هدف قرار دهند در واقع مردم کشورمان را هدف قرار داده‌‌اند.

: ‏هند وایي امریکا ورسره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ورسره اړیکه نیولې ده او د وروستیو تحولاتو په اړه یې بحثونه ورسره کړي دي.

: ‏امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې پر نورو هېوادونو په ورځ کې په اوسط ډول ۴۶ بمونه غورځولي دي. د یوه نړیوال بنسټ یو راپور ښيي چې امریکا له ۲۰۰۱ز کال راهیسې په ګڼو هېوادونو کې جګړې پيل کړې دي او په همدې موده کې یې تر دې دمه هره ورځ پر نورو هېوادونو په اوسط ډول ۴۶ بمونه غورځولي دي.

: ‏د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین ویلي چې هېواد به یې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره له هیڅ لازم اقدام څخه مخ ونه ګرځوي. اسټین په عراق کې د امریکایي پوځیانو پر اډه وروستي توغندویي برید ته په اشارې ویلي چې د عراق حکومت باید پر عین الاسد پوځي اډه راکټي برید په جدي توګه وڅېړي.

: ‏د ریسپانسیبل سټیټ کرافټ په نامه امریکایي خپرونې په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې په اړه راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي چې په افغانستان کې پاتې کېدل ممکن د ځاني زیانونو سربېره امریکا ته په ټریلیونونو ډالر مالي زیانونه هم واړوي.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې هېواد یې له افغان دولت سره دوستانه اړیکې لري او د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ ته دوام ورکوي. نوموړي ویلي چې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپلې هڅې کړې دي خو له بده مرغه چې مثبته پایله یې نه ده لرلې.

: ‏د یمن د انصارالله ډلې د سیاسي دفتر غړي ویلي چې دوی به پر سعودي عربستان خپلو بریدونو ته په شدت سره دوام ورکړي. محمد البخیتي له المنار شبکې سره په مرکه کې ویلي چې که چېرته سعودي خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو دوی به یې هم پر وړاندې ودرېږي او پر دغه هېواد به خپل بریدونه لا ډېر کړي.

: ‏سعید خطیب‌زاده، سخن‌گوی وزارت خارجه ایران می‌گوید که تهران دربارۀ پیشنهاد برگزاری نشستی در سازمان ملل متحد دربارۀ صلح افغانستان، تاکنون دعوت نامه‌یی دریافت نکرده‌است.

: ‏سویټزر لینډ هیواد کې په حجاب په او چادري کې د ټول مخ پر پټولو بندیز ولګېد.

دغه هیواد کې د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې په عامه ځایونو (کوڅو، دفترونو او عامه ټرانسپورټ) کې په چادري او حجاب کې د ټول مخ پر پټولو بندیز لګېدلی.

‏د سرچینې په وینا، یواځې په عبادت ځایونو، مقدسو ځاینو او همداراز د روغتیايي موخو لپاره خلک کولی شي مخ پټ کړي.

: ‏د راپور له مخې، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان سکاټ مېلر په پاکستان کې د دې هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي او پر دوه اړخیزو ګټو، پر سیمه‌ییز امنیت او پر افغان سوله یې خبرې کړې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک