مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: زلمي خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره د سولې موقت حکومت نوې طرح شریکه کړې ده.
قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې کابل نیوز ته تاییده کړه چې دغه طرحه ورسره شریکه شوې، خو ویل کیږي، طالبان به ددې طرحې پراساس په جوړېدونکي مؤقت حکومت کې برخه وانه خلي
، خو ممکن د نوي جوړېدونکي حکومت تشکیل سره توافق وکړي.
زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې یا اوربند وکړي او یا هم تر اویا سلنې پورې تاوتریخوالی راکم کړي، خو طالبانو اوربند رد کړی او وایي د تاوتریخوالي پرکمېدو غور کوي.
✒: سخنگوی شوری عالی مصالحه ملی:
طرح تازهی ایالات متحده امریکا به رهبری شورای عالی مصالحه ملی رسیده است.
این طرح قابل بحث است و در روزهای نزدیک با کمیتهی رهبری در رابطه به آن بحث خواهد شد. هر طرح که متضمن صلح پایدار، حفظ ارزشها و دستآوردهای موجود و مورد قبول مردم افغانستان باشد، از آن استقبال میکنیم.
✒: د اوولسمې تقنیني دورې د درېیم کال لپاره د مشرانو جرګې د ادارې پلاوي غړي د خپلمنځیو ټاکنو په پایله کې ښاغلی محمدعلم ایزدیار د لومړي نایب، ښاغلی محمداکبر ستانکزی د دویم نایب، اغلې راحله دوستم منشي او ښاغلی ډاکټر سمیع فیصل د نایب منشي په توګه وټاکل شول.
✒: نامۀ بلنکین به غنی و لحن هشدار آمیز او دربارۀ صلح و گامهای بعدی.
طلوعنیوز به نسخهیی از نامه انتونی بلنکین، وزیر خارجه امریکا به رییسجهمور غنی دست یافتهاست.
در این نامه، آقای بلنکین به رییسجمهور غنی طرح امریکا را برای سیاستگران افغان تأیید میکند و میگوید که واشنگتن از سازمان ملل میخواهد یک نشست جهانی با حضور وزیران خارجه و فرستادههای ویژه امریکا، روسیه، چین، پاکستان، ایران و هند را برای بحث روی یک رویکرد واحد دربارۀ روند صلح افغانستان، برگذار کند.
آقای بلنکین همچنین از برگذاری یک نشست به میزبانی ترکیه با حضور نمایندهگان جمهوریت و طالبان از بهر نهایی سازی یک توافقنامه صلح، خبر میهد.
✒: عادلشاه عادل، سخنگوی پوليس بلخ میگويد كه در حمله طالبان شب گذشته بر یک پوسته امنیتی در ولسوالی نهرشاهی ولايت بلخ، هشت تن از نيروهای امنيتی جان باختند و چهار تن ديگر شان، زخم برداشتهاند.
✒: پولیسو ویلي چې نن وروسته له غرمې شاوخوا درې بجې د کابل په ۱۹مه حوزه کې پر یو مسافر وړونکي مارسډیس موټر باندې ماین چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. د چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
✒: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې له وسله والو طالبانو سره د روانو مذاکراتو له لارې یوازې مؤقتي سوله راتلی شي خو د ده په خبره، د دایمي سولې لپاره په کار ده چې د جګړې ټول اصلي لاملونه پیدا شي.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې د سولې له نوې طرحې وېره نه ده په کار بلکې باید بحثونه ورباندې وشي او د خبرو له لارې معقوله حل لاره پکې ولټول شي. نوموړي ویلي، دوی د سولې برخه کې د هر ممکن پرمختګ هرکلی کوي او د تلپاتې سولې راتګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
✒: د افغانستان د کرنې وزارت وایي راتلونکی کال په هېواد کې د وچکالۍ احتمال شته چې ورسره جوخت د غلې دانې اړتیا هم ډېرېږي. ددغه وزارت وزیر انورالحق احدي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په راتلونکي ۱۴۰۰ کال کې په هېواد کې شاوخوا درې میلیونه ټنه غلې ته اړتیا پېښېږي.
✒: دکتور عبداللهعبدالله رییس شورای عالی مصالحه ملی، امروز در دیدارهای جداگانه با دیمیتری ژیرنوف سفیر فدراتیف روسیه در کابل، دیبورا لاینز نماینده ویژهی دبیرکل سازمان ملل در افغانستان و اندریس لندمن سفیر ناروی، در دفتر کارش در قصر سپیدار ملاقات کرد.
✒: خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې تر اویا سلنې پورې د تاوتریخوالي کچه راټيټه کړي. د رویټرز د راپور له مخې سره له دې چې خلیلزاد د افغانستان لپاره خپله نوې طرحه وړاندې کړې ده خو دا طرحه د افغان حکومت او ځينو سیاسیونو له غبرګون سره مخ شوې ده.
✒: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د بلوچستان ایالت په ګوادر سیمه کې د وسله والو په یو برید کې دوه سمندري عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د ګوادر پولیسو ویلي چې دا پېښه نن د دغه ایالت د جیوني په ګنز سیمه کې رامنځته شوې ده.
✒: د فارن پالیسي په نامه یوې امریکایي خپرونې د افغان سولې په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه لیکنه خپره کړې ده. په لیکنه کې افغان لوریو ته د زلمي خلیلزاد وروستي وړاندیز ته په اشارې ویل شوي چې بایډن نه غواړي افغانستان مات شي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی پر ایران باندې د ټرمپ د دورې بندیزونه نه کموي ځکه چې د ده په وینا امریکا غواړي ځان ډاډه کړي چې ایا ایران شویو وعدو ته ژمن دی او کنه.
