د حزب اسلامي افغانستان د تاريخي لاريون په اړه
1- نظم اداره کې بې سارى لاريون وه
2- هېڅ هېوادوال ته پکي زيان ونه رسيد
3- دهېڅ ګؤندې يا حزبي امتيازاتو لپاره نه وه
4- تر دې وړاندي د حزب اسلامي مخاليفنو په ګډه دومره ستر او منظم لاريون نه دى کړى نه به يې وکړاى شي.
5- وحشت، دهشت شکنځل يا له اسلامي ملي ارزښتونو دباندي کوم يو معمولى کار پکي ونشو
6- حزب اسلامي خپل نفوس، نفوذ او ژوري ولسي رېښې تثبيت کړي
7- ګن شمير ژمنو حزبيانو د راتلونکي لپاره لږ ترلږه 500 افغانۍ او زياته 10 زره افغانۍ په چندي سره له بل هر ګؤند څخه خپله ځانګړتيا بېل کړه
8- حزب اسلامي په عمل کي ثابته کړه چې دوى رښتيا مدبر خلک دي
9- د حزب اسلامي ګڼ شمير رښتيا بينو مخاليفينو په دې اعتراف وکړ چي مظاهري بي ساري نظم او ډېر ولس درلود
سره له دې چي چارواکو بشپړ مزاحمت وکړ سم نيمايي خلک ئې له ګډون څخه منع کړل، مگر بياهم منظمي او بي ساري مظاهري وي
9- نړۍ والو او هېوادوالو ته ئې جؤته کړه چې د سولي مخالفت ټاميان او ددوى غدار شريکان کوي
10- نړۍ ته ئې وښوده چې هغوى چي د جمهوريت دعوه لري په حساب سم پوهه 500 افغانان نشي راټولولى، دا نږدي تيري د پودريانو مظاهري يې ستر ثبوت دى چې ټول ئې سل کسان له پل سوخته راوستي ول ورسته د هر يوه جنجال وه چې پىسه مرا بتى
11- تول هېواد او نړۍ والو ته څرګنده شوه چې ټامهوريت او دهغو لنډغرو شريکانو د ولس په سترګو کي د خاورو اچؤلو پخاطر 2 ميليون جعلي فيسبوکي اکاونټونه جوړ کړي چي 98%سلنه ئې هيڅ علمي اسلامي حتا افغاني يا پښتني روزنه اخلاق نلري فقط شکنځل کوي
12- د نن مظاهرو او د مشر د تقرير پر مهال چې څو شبکو ژوندى خپراوه، ټولې نړۍ او هېوادوالو ته دا عملا وښوده چې د حزب اسلامي 99 سلنه مخالفين اصلا د هيڅ ډول حکومت چوکۍ اقتدار مشرتابه وړتيا اهليت نلري حتا د خبرو او نېوکو آداب ئې لا تر اوسه زده نه دي، دافغان ټولني له هيچ اصولو سره سم نه دي دوى فقط او فقط شکنځلي کؤي دوى فقط د خپل نس او هؤس غلامان دي
13- ولس او نړۍ والو ته څرګنده شوه چې طالبان د سولي نه پخوا مخالف ول نه نن مخالف دي، طالبانو موقف سهي اسلامي او افغاني دى بلکه دا يو څو ارګ ميشتي دي چې سوله ئې برمته کړي ده
14- نن ح. ا. ا هېوادوالو او نړۍ ته وښوده ثابته کړه چې څو مفسيد ستر غله ارګ ميشتي چي د جمهوريت مدافعين ځانونه بولى په اصل کي همدغه خلک د جمهوريت مخالفين هم دى بلکه په لوى لاس بخپلو ذليلو کړنو سره جمهوريت هم سپکوي، ځکه جمهوريت کي د سوله آميزه سترو لاريونونو مخنيوى او هغو ته پوښښ نه ورکول غوښتني نه منل د فاسدي ديکتاتورۍ ستر ثبوت او د جمهوريت سپکاوى دى، حتا تر دوى هغه د پنجاب ذليل دؤث چارواکي هم ښه دي لږ تر لږه د PTM د جلسي جلوسونه او اوس د حاکم ګوند د مخالفينو جلسي جلوسونه خو ښه په درز کي پکي روان دي، دلته خو ټامچوريت چور واکي دا هم نشي زغملى
15- حزبي ژمنو وروڼو خويندو او حتا هر مؤمن افغان ته د ژور اسلامي اخوت او ستر قدرت الهام او روحيه ورکؤل
16- د راتلونکو پراخو مظاهرو او ستر ملي پاڅون لپاره منظم الهام، هوډ، روحيه او جذبه ورکؤل
17- له اتحاد پاڅون او دحق غږ څخه نا اميده شؤيو افغانانو ته دا ستر دخوښۍ پيغام ورکول چي نن هم د ح. ا. ا په يو غږ ميليونهاؤ مؤمن ژمن افغانان راټوليږي، نن هم له جنګه پرته يو ستر ځواک را ټوليداى شي، د ټولي نړۍ او داخلي مفسيدينو او نامرده مخاليفينو د زرهاؤ مخالفتونو په شتون کي نن هم بنسټپال تر بل هرچا غښتلې متحد ژمن او ارزښت پال دي
18- ارګ ميشتو ته ئې ثابته کړه چې هغه اويا ميليارد افغانۍ چي تاسو د حزب په تجزيه ټوټي کؤلو او تضعيف شيطانت مصرف کړي هيڅ ګټه ئې نه ده کړي، تاسو له بيت المال سره خيانت کړى او له تاسو سره څو پيسو پرسته کسانو خيانت وکړ
