موقت يا د سولي حکومت
د شل کلن مردار حالت عمده وجه مسلسل ايتلافي دقدرت سهامي شرکتي نا اهله حکومتونه او په هغو کي د مختلفو هېوادنو جاسوسان د چارواکو په توګه ددي سبب شوى دى چې افغانستان داسي سرطان حالت ته ورسوي
مثال د بن په کانفرنس کي فقط ددي پخاطر چي ايران او پاکستان د امريکا په اشغال کي مرسته وکړه 30 سلنه قدرت دايمي دايراني لاس پوڅو او 30 سلنه د پاکستاني لاسپوڅو ده، نور دغرب هېوادونو وزيران او چارواکي له چا پټ نه دي
همهغه د بن د مرداري ناولې اشغالي پرېکړي په اساس دغني د حکومت تشکلات هم جوړ شوي دي.
دخندا او مسخرو خبره خو داده چې د ټامچوريت کرايه شؤې ضمير خرڅ کړي او بي دينه کړۍ د پنجابي توب او يا غلامي پيغور طالب او حزب اسلامي ته ورکوي?
داسي نه ده چې دا خياټان له دې رښتيا خبر نه دي، ښه خبر دي، خو دوى دلته په غلاؤ مالي او اخلاقي فساد کي تر غړۍ غرق دي
اوس بيا
اوس بيا دحزب اسلامي او طالبانو له موقف څخه دناوړه استفادې لپاره غربيان بوخت دي همهغه د بن مرداره پرېکړه بيا تکرار کړي، بيا داسي لاسپوڅى حکومت جوړ کړي چې د ټولو ښکيل هېوادونو غلامان پکي ونډه ولري بيا غواړي اشغال تر سلاته حکومت لاندي جاري وساتي
#خبردار
دحزب اسلامي موقف قطعا دا نه دى چې بيا د بن مرداره ناولي تجربه تکرار او د اشغال بڼه بدله شي بلکه موقف دادى چې نور اشغال او داشغال لاسپوڅي حکومتونو لړۍ ختمه شي، افغانان د هر چا له مداخلي او ملاحظاتو پرته خپل منځ کي سره کيني او خپل منځي افغان حکومت جوړ کړي داسي حکومت چي داسلامي او افغاني ارزښتونو او واقعتونو په چوکاټ کي طرحه شي کوم ايتلافي حکومت نه وي
ددي کار لپاره حزب اسلامي تفصلي معقولي او دعملي کيدو وړ اسانه تګلاري اوطرحي لري، چې ددې طرحو په ضد کي يوازى ارګ ميشت ستر خنډونه جوړوي،
ارګ ميشتي دخپلو بادارانو په اشارو چليږي، موقف يي دادى چې يا به دوى په قدرت کي وي داشغال لړۍ نه ختموي او که ددوئ حکومت له منځه ځي نو ځايناست بايد بيرته بل اشغالي حکومت وي، کله چې دوى د تضمين خبره کوي هدف ئې د ځايناست اشغالي کابيني تضمين دى، ځکه دوى چي فطرتا خاينان غداران دي خپله بقا فقط په اشغالي لاسپوڅو حکومتونو کي ويني،
يعني که دا نن ددوى ځايناست حکومت بل اشغالي حکومت وي دوى فوري تيار دي معامله وکړي جيبونه ډک کړي
طالبان به خپل موقف او دريځ خپله وايي
خو زموږ موقف دادى چې بيا د بن مرداري او اشغال تکرار نشي، بلکه يوازي افغانان بايد خپل منځي دايمي نقشه طرحه جوړه ټول ورڅخه ملاتړ وکړي او د همهغې طرحي اونقشې سره سم د قدرت د ترلاسه کولو لپاره هره افغان ډله مثبته مبارزه وکړي دخلکو باور تر لاسه کړي، اهليت پيدا کړي او د افغانستان او دولس خدمت ته مټي را ونغاړي
ددې خبري د عملي کيدو لپاره لومړى اقدام ستره مقتدره افغاني شورا جوړول دي او بيا همدغه شورا بايد ټول پلان طرحه نقشه جوړ کړي، همدغه شورا له طالبانو سره هم تفاهم توافق وکړي، طالبان هم د همدغي شورا يوه برخه شي او همدغه شورا د قضاياؤ دبحث او حل مرجع ومنل شي چې دا کار به حزب اسلامي 2 کاله مخته تکمیل کړى واى، حزب اسلامي نږدي ټول ګؤندونه هم دېته راضي کړي ول،
مګر
په دې کار کي د غلامو فاسدو نا اهلو تپلو افرادو سرنوښت تياره او انزوا وه، ځکه نو ددي پلان د ناکامي لپاره معاملو ته زور ورکړ، استاد عطا سره معامله، دوستم سره معامله استاد سياف سره معامله ددي پخاطر وه چې د رښتىني سولي او ستري اسلامي ملي اجماع مخه ډب کړي
که دا ستر مفسيد ذليل کار ارګ نه واى کړى نو نن به سوله سل سلنه تامين وه، موږ به يو غښتلى خپلواک افغان حکومت درلوداى نن به رښتيا قانون حاکم وه نن به زموږ هيوادوال خارج ته مزدوري پسي او دسر پناه پسي نه تلل، نن به مو دسلګونو پروژو افتيتاح کړي وه، نن به مو ملي خزانه کي تر 50 ميليارد يورو ډېري پيسي وي، نن به غله چارواکي نه ول نن به يو داسي عادل حکومت وه چې هيچا به زور زياتى نشواى کولى، نن به پرېښنايې تذکري ويشل شؤي وي، نن به 17 اپلي کيشنونه آنلاين ول ټول اداري فساد به ختم وه، نن به هيچا اینترنت هم ناسم نشواى کارولى، نن به هيچا دچا مبايل کمپيوتر موتر نشواى غلا کولى هر څه به سيستم شؤي ول
ددي ټولو مخنيوى دارګ ټاميانو او ددوى مفسيدو غدارو چارواکو وکړ، ددي مخنيوى طالب نه دى کړى بلکه طالب خو همدا نعري وهي چې زموږ فقط 2 اهداف دي، داشغال خاتمه او اسلامي حکومت، که دا دوه منل کيږي عملي کيږي موږ ملاتړي يو همکار يو حتا عسکر يو، طالب خو قطعا دا نه وايي چي دپاکستان ايران يا فلان سهم معلوم کړئ نه دا وايي نه يې ويلي چې حکومت کي زموږ لپاره دومره چؤکۍ راکړى، نه هم حزب اسلامي قطعا د چوکيو خبره کوي نه د سهم شراکت خبره
طالب او حزب دواړه د اصلاح خپلواکي دنظام د غښتلي توب اهلتوب امنيت سوکالي پرمختګ او پرخپلو شتمنيو د افغانانو واکمني او اختيار غواړي، چې دا خبره ټامچوريت ته سور اور ده، درګرده ئې شکنځل ماران موظف کړي چې د ټامچوريت دفاع په شکنځلو او د خپل ولس په رټلو وژلو تهديدولو وکړي
اوس هم دا کار اسانه او ممکن دى خو په دي شرط چې ټامچوريت مجبور شي نور مداخله ونکړي، نو مداخله خو حتمآ کوي، نو لذا حل لاره داده چې ټول هېوادوال راپورته شي پاڅون وکړي ټامچوريت استعفا ته مجبور کړي چې بل ځايناست حکومت راشي او هغه د افغانستان له اسلامي ملي ارزښتونو سره سم فوري د ستري اجتماع جوړول او سولي عملي کول پيل کړي
که سم وکتل شي اوس دسولي مخالفين او داشغال داعيان فقط ارګ او ددوى شريکان دي
مخکي له دي چي بيا شرق او غرب بل د بن کانفرنس جوړ او بل اشغالي لاسپوڅى حکومت درباندي وتپي افغان ولسه را پورته شى او تپلي ټامچوريان استعفا ته مجبور کړى، باور وکړى طالبان قطعا نه دجنګ پلويان دي نه کومه ناوړه غوښتنه لري، نه حزب اسلامي د خپل تنظيم لپاره دچوکۍ غوښتنه لري فقط هدف روغ خپلواک سيستم او بشپړ امن راوستل او غښتلى حکومت راوستل هدف دي اشغال او داشغال سيتسم او سهميې او لاسپوڅي فلج کؤل هدف دي
