زه کوم حزب پورې تړاو نه لرم؛ نو ټاپې را و نه باسئ!
انور الحق يرغل
دا منو چې حکمتيار صيب پرښته نه ده، ستونزې به لري او خطاوې به ترې شوي وي؛ خو دا هم بايد ومنو چې تر دوستم، عطا نور، محقق، خليلي او نورو ټرت و لغت يې سپی هم ښه دی، هم ترې ښه افغان دی، هم ترې باشخصيته دی، هم ترې باعلمه دی او هم ترې بانفوذه دی.
نه يې تر اوسه د افغانستان د تجزيې خبرې يا هڅه کړې، حتا مخنيوی يې کړی، نه يې افغانستان خراسان ګڼلی، نه يې څوک ايشچي کړی، نه يې قومي تعصب ته لمن وهلې، نه يې له خپل غير نورو قومونو ته سپکاوی کړی، نه يې خلکو د ولسمشرغني عکس په ډزو ويشتی، نه يې ښار کې د وسلې په زور کوم بل نمايش ترسره کړی او نه يې د وسلې او بې درکه نفوذ نه په ګټې اخيستنې حکومت سره زور ګويي کړې او.....
خو له بده مرغه له دې هر څه سره سره حکومت ته دا بد او هغه نور ښه دي.
هو! څوک چې د حکمتيار صيب په اړه د کورنيو جګړو خبرې کوي، بيا نو ددې جګړو نورې خواوې چېرته دي؟ ولې هغو سره دده په څېر چلند نه کېږي؟ ولې هغوی دا شل کاله هم حکومت خوري او هم حکومت سره زورګويي کوي؟ هم حکومت کې غوښن سهم لري هم يې پر وړاندې ملېشې لري او ورسره جنګيږي.
که حکمتيار پر پاکستان ور تپو نو دا نورو کې کوم يو ازاد، خپلواک او سوچه افغان دی؟ ايا حکمتيار تر هغو هم بد دی چې کابل کې دا شل کاله د سنبلې پر اتلسمه ټول قوانين تر پښو لاندې کوي هم بېګناه افغانان شهيدانوي، ټپيانوي او هم حکومت سره ډغرې وهي او زورګويي ورسره کوي؟
ايا حکمتيار تر دوستم لوطي هم بد دی؟ هم يې ايشچي بې ادبي ماف وغوو او هم يې بيا پرې ريشخند واهه، هم يې زور غږاوه، هم مارشال شو او هم حکومت کې غوښنه برخه لري او نور چې هره ورځ کومې نارواوې کوي هغه خو پرېده!
د دوستم قيصاري، د هزاره ګانو عليپور او حبيب غورياني، ددې نور بلا بدترو حميد خراساني، حسيب قوه مرکز، اشرف قلف او دا رنګه نور نوي ټير و ټوپ خو يې لا پرېږده چې څه کوي او څه وايي؟
له حکمتيار صيب سره د حکومت د سولې توافق له مخې په کار وه چې وخته د حزب ټول بنديان ازاد شوي وو؛ خو دا چې حکومت ورسره په ژمنو او توافق وفا ونه کړه، د حکومت پر باور يې ډېر بد تاثير وکړ، ومو ليدل چې طالبانو حتا د بين الافغاني خبرو لپاره مخکې تر مخکې د پينځه زره طالب بنديانو ازادېدا شرط کېښود او ازاد شول.
زه کوم حزبی نه يم خو دا بايد ومنو چې اسلامي حزب پرون او نن هېواد کې تر ټولو ګڼ نفوذه ګوند دی، هم يې پرون ثابته کړې او هم يې نن.
حکومت ته پرون او نن پکار وه / ده چې له حزب سره د شوي توافق پر هره ماده او بند بند يې وفا کړې وه/وکړي.
حکمتيار صيب او حزب سره يې ښې سياسي اړيکې جوړې کړې او ساتلې وای چې د سولې او هېواد کې د ټولو مثبتو چارو په پرمخ بېولو او ....کې به ډېر مثبت ثابت شوي وو/ثابت شي.
هيله ده حکومت ته د حزب ننني ستر او افغانستان کې بې مثاله لاريون ور زده کړي او ياد کړي وي چې بايد حقه حقونه يې ومني او په عمل کې ورته غاړه کېږدي.
همدارنګه په پای کې وايم هيله ده نن حکومت ليدلي او زده کړي وي چې ملت کې ريښنونی نفوذ حزب او که د حکومت له لوري په غېږ کې نيول شوي جعلي مشران او لنډه غر لري؟
درنښت
