جمعيت اصلاح: د حزب اسلامي د سوله ایز لاريون ملاتړ کوو
د هېواد د روانو حالاتو په اړه د جمعيت اصلاح اعلاميه!
د جمعيت اصلاح مرکزي شورا د ۱۳۹۹ لمريز کال د حوت په ۱۵ په خپله نوبتي ناسته کې د هېواد روانو ناخوالو او سياسي وضعيت ته په کتو لاندې اعلامیه صادره کړه.
1. جمعيت اصلاح د يو تمدني جريان په توګه چې له کلونو راهيسې يې د سولې غوښتنې ستره داعيه پيل او پرمخ بيايي، د روان بحران د ټولوښکېلو اړخنو څخه په ټول جديت غواړي چې د سولې په لاره کې شته خنډونه له منځه یوسي، د اوربند او تاوتريخوالي د کموالي سره مل بين الافغاني مذاکرات پيل او هېواد له روان ناورين څخه وژغوري.
2. مونږ یوځل بيا په بشپړ جديت سره د افغانستان له دولت څخه غواړو چې د شهيد استاد دکتورمحمد عاطف او ټولو سترو علماؤ او شخصيتونو قاتلان معلوم او د خپلو شومو اعمالو په سزا يې ورسوي.
3. مونږ د هېواد جيدو علماؤ او ملي شخصيتونو هدفي او زنځيري وژنې په سختو ټکو غندو او له حکومته غواړو چې په بېړنۍ توګه د داسې ناخوالو مخه ونيسي.
4. جمعيت اصلاح د حزب اسلامي افغانستان د سوله ایز لاريون په ګډون د سولې لپاره د افغانستان د خلکو د ټولو سوله غوښتونکو فعاليتونو څخه ملاتړ او د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره هڅه او د سولې په برخه کې د افغانستان د خلکو د هيلو پوره کېدو په لور ګړندي ګامونه واخلي.
په هېوا کې د تلپاتې سولې او آرامۍ په هيله
جمعه 15 حوت 1399 هـ ل
کابل- افغانستان
