No-IMG

د حزب اسلامي افغانستان د نن ورځې لاریونونو په اړه پر ټولنیزو رسنیو د لیکوالانو، سیاسي شنونکو او د سولې فعالانو نظرونه!

ډاکټر وحيد الله مصلح ليکوال او شناند:

ننني سوله ييز لاريونونه دا زباتوي چې که د وطن ولسواکي د فردي ګرو نه ووځي او ګوندي شي نو حز ب ا سلامي به د پياوړو او مقتدرو هغو وي.

ولسي ريښه نوره څنګه وي؟ د غرب د تغذيه شوې ميډيا په ټول مقابل حشر کې د دومره ولس شور چې د کمپاينرانو په نوټونو يې ټون نه وي اخېستى خپله ولسي ريښه ده.

سوله ييز احتجاج او د مشروع غوښتنو لپاره سياسي مزاحمت د حزب حق دى، د تهذيب رويه يې په احتجاج کې لا څرکونه وهي، او تر دې دمه يې ښه ادا کوي...

 

۱- دکتور فیض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی:

‏لنډغرو ټامیانو ته بل ګواښ!

چا لنډغر ښار کې ولیدل،‌ چا هوايي ډزې وکړي، د چا په کور ډز وشو، چا برچې، تومانچې په خلکو را وباسلي؟

نه، دېته وايې مدني حرکت!

د ناصالح لنډغر به چغه کیږي!

ان شاء الله.

 

۲- بشیر احمد قاساني خبریال:

‏تظاهرات حكمتيار به سه طرف پيام داشت!

- به حكومت نشان دادكه توان بسيج مردم را چه كم و چه زياد دارد.

- به احزاب مخالف خود نشان داد كه هنوز حزب اسلامى يكى از حزب هاى مطرح است.

- به جامعه جهانى پيام داشت شاخه هاى انشعابى اين حزب كه از اثر پول هاى اپراتيفى شكل گرفته، درد سر نيست.

 

۳- حامد مایار خبریال:

‏د حکمتیار صېب منظم او پراخ لاریون وښوده چې د هغه خبرې نه سیاسي ټوکې دي نه  لافي.

چې د صالح صحت به ټوټلي کنترول وي کنه!

 

۴- ذبیح الله خورشیدی خبریال:

‏حکومت خپله ګريوان ته د ولس لاس اوږد کړى په داسې حال چې وېره خوره وه بيا هم خلک د خپلو حقونو لپاره د کابل واټونو ته را ووتل

دا ولس ارګ دومره اړ يستى چې د سر  په قېمت خپله دفاع کوي.

او ‏صالح به اوس پوه شوى وي چې له ټوکو پټاکې هم جوړيږي.

 

۵- انجنیر نظر محمد مطمئن لیکوال او د سولې فعال:

‏د خلکو زړونه ډک شوې، هر زړه چاودنه کوي، داسي لکه په اور باندي له غوښو ډک ديګ بخار چي تر ډيره حرارت او ګرمي په خپل ځان کي ساتي، مګر کله چي حرارت او ګرمي ډيره زياته شي ديګ بخار انفجار کوي، د کابل او لويو ښارونو خلکو زړونه له حرارته د انفجار تر حده رسيدلي، نور د لا زيات ظلم.

‏او فساد په وړاندي د زغم حوصله نه لري، پر دوی د ظلم او وژنو حرارت دومره زيات شوی چي نن سړکونو ته راوتلي او لا هم سولييز لاريون ته يې ترجيح ورکړي، نه ده پکار چي ولس د‌انفجار تر حده وځورل شي.

 

۶- شفیع اعظم لیکوال او د سولې فعال:

‏حزب اسلامي ارګ ته وښودله چې دوی يو قوت دی او کاخ نشينان دی یې سياسي ټوکې نه بولي.

له بل لوري یې جمعيت ته هم وښودله چې مدني حرکت او لاريون دغسې وي نه دا چې قومندان مسعود په نوم د سنبلې ۱۸ کابل ښاريانو پسې برچې او چړې را وباسي.

 

۷- طارق حکمت لیکوال او خبریال:

‏برداشت شخصی من ازتظاهرات امروز

با وجود تبلیغات منفی،حزب اسلامی نشان داد که هنوز میان توده های مردم نفوس دارد و توانایی بسیج مردمی را دارد.

نشان داد که شاخه های انشعابی از این حزب فقط اشخاص بوده اند نه نیروی مردمی.

خلاف دیگران حضور فرزند و خود رهبر حزب در صف اول تظاهرات.

 

۸- كوكچه بدخش لیکوال:

من خود باور نمیکردم‌ که حزب اسلامی بتواند چنین تظاهرات موفقانه یی را سازماندهی نماید. وضعیت مالی حزب را از زبان بزرگان آن بارها شنیده ام و یقیناً افراد و منسوبین حزب از محروم ترین افراد جامعه افغانی بشمار میروند. بدون پول و امکانات مالی نهایت دشوار است که بتوان یک گردهمای بزرگ و چند هزار نفری را سروسامان داد. اما افراد حزب بوضوح ثابت نمودند که پول و امکانات مالی در اراده و عزم آهنین آنان کدام نقشی ندارد.

 با وجود ممانعت حکومت از ورود حامیان حزب از ساحات مشرقی، جنوبی و شمالی برای حضور شان در تظاهرات امروز کابل، یقیناً و بدون شک تظاهرات امروز هواداران حزب در کابل مایه افتخار و سربلندی رهبر این حزب پنداشته خواهد شد.

 جسارت و حضور حکمتیار در گردهمایی با شکوه امروز کابل، واقعاً نمایندگی از همت بالا و عدم ترس او از وقوع هرنوع حادثه غیر پیشبینی شده مینماید.

 

۹- محمد خالد عمر لیکوال او د پوهنتون استاد:

 د معقول او اقتضایي بدلون په لور یو ستراتیژیک پیل: د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د پراخو  او هیواد شموله سیاسي مبارزاتو وروسته نن د کب د ۱۵مې پراخ ولسي لاریون په عمل کې په ډاګه کړه چې حزب اسلامي لکه چې پرون د نظامي او دفاعي مبارزې اتل وو؛ له نن وروسته د یو بې سیاله سیاسي او مدني جریان په توګه ددې هیواد په برخلیک ټاکلو کې پریکنده رول ادا کولای شي او دا هرڅه د حزب له ملي والي او ولسي توب څخه سرچینه اخلي.

پر حزب د قضاوت په مجال کې یو مفهومي تحول: له شک پرته چې نور هغه انګیرنې چې حزب یې یوازې په وسله او وسلواله تجربه پورې محدود جریان باله، حزب یې د دارلامان تر یوې کوڅې پوري تړلی محاسبه کاوه، حزب یې له ملي او ولسي وجاهت شلیدلی ګاڼه او د همدغه ناسمو او ګمراه کونکو محاسباتو پر بنسټ یې ورسره د مسوولانه چلند په ځای ترې څنګ واهه؛ خپل معکوس حالت ته د تحول په حال کې دي. نور حزب حزب دی او د ملي قیادت په مقام کې ځلیدلی حزب.

 

۱۰- انجنیر عبدالولي ایوبي لیکوال:

دلته پوډريان هم شتون نه لري چې د ارګ لخوا يې جيب ته پينځه سوويزنوټ لوېدلى وي، دا د کليمې ورونه او اسلام ته متعهدو مٶمنو ټولګى ده چې ستاسو او واکمنانو زړونه يې په وېره کې راوستي دا مظاهره د دانش د غير مسٶل کس عليپور دلارويانو انډوخر نده چې د ارګ په دېوالو در وخيژي او ارګ ورته سر ټيټ کړي او قانون کې  له بوټوسره بيا وخېژي،  د سلګونو بې ګناه افغانانو قاتل او دملي ګټو ننګوونکى دفاطميون مشر يې د نورو وحشتونو لپاره پړسېدلى خوشې کړ.

حزب اسلامي د نظم او نسق کور ده ،پاک او سپېڅلي لارويان لري ،داعيه يې حق او لکه لمر روښانه ده تاسې ته بايد وويل شي چې هغه عنادي اوتور زړي  يۍ  چې  که حکمتيار جنګ کولو او له ځان څخه يې دفاع کوله هم ملامت وو او که مظاهره کوي او سولئيزه لار غوره کوي هم سوزۍ

تاسې د دوستم په مارشالۍ ، د نادريانو په واکمنۍ او د شوراى نظار په ټولواکۍ چوپ يۍ لکۍ په خپله دغه کې ننباسۍ يواځې د حزب خواته را چغيږۍ همداسې غالمغالي ښه يۍ

حزبيان په لوى لاس د جنګ خواته ټېل وهل کېږي، دمدني حرکت اجازه نه ورکول کېږي، کابل ته دننوتلو حق ترې سلبيږي او په لوى لاس د خلکو احساسات پاروي دا ډله موږ ښه پېژنو دارګ مشر سره زموږ دښمني نشته شاوخوا يې چيچونکي ماران ګوزار ته ناست دي که وضعيت همداسې دوام وکړي بيا به يې څوک د مهارولو توان ونه لري از ما ګفتن بود.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک