حکمتيار: د بن خونړۍ تجربه بايد بل ځلي تكرار نشي
مخكنيو ناكامو او ترخو تجربو ته په پام سره؛ بايد پر قومي او گوندي بنسټونو د حكومتونو جوړول او د اقتدار وېش؛ د تل لپاره لري وغورځول شي او له بيا تكرار ئې ډډه وشي؛ د بن خونړۍ تجربه بايد بل ځلي تكرار نشي. د تېرو شلو كلونو خونړۍ جگړي، ناامني، فقر او گراني؛ دا هر څه د اشغال محصول او سوغاتونه دي او په بن كي د جوړ شوي مفسد او پرديپال حكومت؛ د ائتلافي جوړښت او اسلام ضد سياستونو نتائج دي.
نن چي افغانان كوم څه ته عاجل ضرورت لري؛ هغه اوربند دئ، د بهرنيو ځواكونو وتل او د اوسني حكومت پر ځاى ټولو لوريو ته د منلو وړ يو غيرائتلافي حكومت دئ. سياسي احزاب دي تر انتخاباتو انتظار وكړي؛ دا بايد ومني چي د زعامت، د حكومت څرنگوالى، په حكومت كي د شخصيتونو او گوندونو ونډه او منزلت بايد د ملت له لوري وټاكل شي نه د سياسي معامله گريو په ترڅ كي او د ملت رأى ته له رجوع پرته!!
وروڼو له تاسو څو پوښتني لرم؛ په لوړ ږغ ئې ځواب راكړئ:
آیا غواړئ روانه جگړه پاى ته ورسېږي؟
آیا غواړئ بهرني ځواكونه له افغانستان ووځي؟
آیا غواړئ د اوسني حكومت پر ځاى داسي حكومت رامنځته شي چي د افغانانو د خپلمنځي تفاهم په نتيجه كي رامنځته شوى وي؟
آیا غواړئ په آزاد او مستقل افغانستان كي د افغان ولس د خوښي منتخب حكومت تأسيس شي؟
۲- آیا غواړئ؛ ناامني، ترورونه، اختطافونه، فساد، فحشاء، فقر، گراني، بېكاري، اختلاس، د ملي شتمنيو لوټمار، د پرديو او پرديپالو واكمني پاى ته ورسېږي؟
آیا معتقديد كه عامل اصلى تمامى نامنى ها، ناهنجاريها، فساد ها و اختطافها؛ حضور نيروهاى خارجى و حكومت اجنبى پرست و سياستهاى دين ستيزانه اين حكومت است؟
آيا حاضريد به اين وضعيت دردناك خاتمه ببخشيد؟
اگر حكومت ناكاره و حكام جنگ طلب به خواسته هاى مشروع و معقول ملت اعتناء نكرد؛ آيا به تظاهرات دوامدار تا تغيير مثبت و عميق در وضعيت كشور آماده ايد؟ آيا به قيام ملى و سراسرى نيز آماده ايد؟
زمامداران كر و كور! مغرور به حمايتهاى اجنبى!! به هوش بياييد و صداى مردم را بشنويد؛ مردم را مجبور نكنيد به قيام ملى متوسل شوند.
د آزاد، خپلواك، له جنگ فارغ او د داسي اسلامى افغانستان د تأسيس په هيله چي په گوټ گوټ او د حكومت پر هر دفتر ئې د اسلام بيرغ رپانده وي.
