No-IMG

نننۍ لاریون په څو لنډو او شمیرل شوو ټکو کې

محمد خالد عمر

 

۱- د معقول او اقتضایي بدلون په لور یو ستراتیژیک پیل: د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د پراخو  او هیواد شموله سیاسي مبارزاتو وروسته نن د کب د ۱۵مې پراخ ولسي لاریون په عمل کې په ډاګه کړه چې حزب اسلامي لکه چې پرون د نظامي او دفاعي مبارزې اتل وو؛ له نن وروسته د یو بې سیاله سیاسي او مدني جریان په توګه ددې هیواد په برخلیک ټاکلو کې پریکنده رول ادا کولای شي او دا هرڅه د حزب له ملي والي او ولسي توب څخه سرچینه اخلي.

۲ـ پر حزب د قضاوت په مجال کې یو مفهومي تحول: له شک پرته چې نور هغه انګیرنې چې حزب یې یوازې په وسله او وسلواله تجربه پورې محدود جریان باله، حزب یې د دارلامان تر یوې کوڅې پوري تړلی محاسبه کاوه، حزب یې له ملي او ولسي وجاهت شلیدلی ګاڼه او د همدغه ناسمو او ګمراه کونکو محاسباتو پر بنسټ یې ورسره د مسوولانه چلند په ځای ترې څنګ واهه؛ خپل معکوس حالت ته د تحول په حال کې دي. نور حزب حزب دی او د ملي قیادت په مقام کې ځلیدلی حزب.

۳- د یو پیاوړي او تخنیکي مدیریت تظاهر: د افغانستان په روانو سختو حالاتو کې چې اکثراً خلک دجماعت لمانځه ته د تګ پر مهال هم د امنیتي ګواښونو احساس کوي او په ځانګړې توګه حزب ته د متوجه شدیدو او متنوع ګواښونو په شتون کې ؛ په مختلفو مسیرونو باندي د زرګونو ـ زرګونو انسانانو د خوندي او منظم یون مدیریت کول، د نقشې مطابق د ټولو لارو امنیتي تصفیه، د مرکز او اضلاعو ترمنځ فوق العاده همغږي، د ځوان اما مسوول امنیتي او انتظامي ټیم غوره کردار او په ټوله کې پر خپل ځان په بسیاینې او پر خپلو امکاناتو په اتکاء سره د لاریون د امنیت او مصوونیت له عهدې وتل د حزب پر مدیریتي او تخنیکي ظرفیتونو باندي دلالت کوي او دا دلالت د ټولنې د سیاسي قیادت او مدیرت وجهه لا پیاوړي ثابتوي.

۴- ځوان او غولیدلي نسل ته یو څرګند پیغام: د حزب په نننۍ مظاهره کې د زرګونه تنو هغه مشرانو شتون چې هر یو یې د عمر، عقلانیت، پوهې، تجربې، نړۍ لید، مبارزې او مجاهدې له مخې د ټولنې شاخص شخصیتونه دي؛ ځوان، غولیدلي او منحرف نسل ته د شعور او عقلانیت پر مقتضا د ځان پیژندلو او ځان ته د ورګرځيدلو درس او پیغام ورکاوه. هغه نسل چې یوازې د شعور، هیواد پالنې، بشر دوستۍ او خپلواکۍ کلمې یې اوریدلې او نور یې له حقیقت او واقعیت پرته لکه د حافظ غونډاري بې موخې او بې مورده واروي ؛ شعور ته د لاشعورۍ له کندې ورګوري، هیوادپالنه په اشغال پالنه کې لټوي، بشر دوستي د فساد او بېلاریتوب په مفهوم پیژني، د ۴۹ بیرنیو اشغالګرو شتون ته آزادي وایي او د هر ډول ملي ـ اسلامي آزاديپال غورځنګ ورته جاسوس ـ جاسوس ښکاري.

۵- د حزب د اصلاح او سمسمکي یو بل فرصت: داچې که حزب او د حزب قیادت پر خپلو ظرفیتونو تمرکز وکړي، خپل کورني نظم ته مخه کړي، جوړښتونه ریفورم کړي، د څو تنو هرځایه کسانو پر ځای ولسونه خپل کړي، د قیادت او متعهدینو ترمنځ د حواریونو حایل له منځه وباسي، د حزب پر قیادت د موروثیت د قاعدې د بنسټيزه کیدلو مخه ونیسي، ځمکني واقعیتونه او د عصر ایجابات درک کړلای شي او ورسره د معقول چلند پر کړنلارو غور وشي؛ نو لري نه ده چې حزب به ددې ټولنې د سیاسي قیادت په مقام کې د تیر جهاد په څير ۷۰٪ سلنه ونډه خپلوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک