حزب اسلامي د نظم او نسق کور ده پاک او سپېڅلي لارويان لري
عبد الولي ايوبي
ځينې ناخبره حزب ته د نظم توصيه کوي ،حزب اسلامي په نظم کې شهرت لري په ټولو چپي او راسته ګوندونو کې حزب د نظم اونسق علمبر دار وو او ده، زه دې جنابانو ته وايم چې :
دا د مسعود پلويان نه دي چې د ولسمشر انځور کې وخېژي او تاسې ټېغ ټېغ ورته ګورۍ
حزبيان د شوراى نظار دنسل سره ډېر توپير لري خپل نظم خپله ساتي دهغوى اتلسم د سنبلې مو په ياد ده؟؟؟ ښه مو زهن کې ده اما هډوکى ژوويۍ او غورېږۍ، اى کاش دهغو د تيږو دباران مو هم سپوڼ کولى شواى چې شکر نه يې شۍ کولى ، هغوى د نظام په ساتونکو او عسکرو د تيږو ګوزارونه وکړل ،،ترهغه هم وړاندې ولاړل اسلحې يې را ووېستې ډزې يې وکړې ټول ښار يې په وحشت ولاړه خو تاسې يې يواځې په ټيټو سترګو ننداره کوله نه له ارګه چيغه وخته او نه له مدني شغاله
دا مظاهرې د عبدالله او امرالله صالح په شان نه دي چې دارګ تر دروازې تاوېدل او د جګړو مانورونه يې کول او ټاميانو يواځې تشنابونو کې زړه تشاوه
دا مظاهرې د عطانور نارنجي حرکتونه او خيمې هم ندي چې رنګ به يې تغير وکړي او په خوله به يې ښکنځلې او فحش وي د شپې لخوا به دخيمې حالت هم بدل وو دلته الله اکبر زمزمه کېږي
دلته پوډريان هم شتون نه لري چې د ارګ لخوا يې جيب ته پينځه سوويزنوټ لوېدلى وي ، دا د کليمې ورونه او اسلام ته متعهدو مٶمنو ټولګى ده چې ستاسو او واکمنانو زړونه يې په وېره کې راوستي
دا مظاهره د دانش د غير مسٶل کس عليپور دلارويانو انډوخر نده چې د ارګ په دېوالو در وخيژي او ارګ ورته سر ټيټ کړي او قانون کې له بوټوسره بيا وخېژي، د سلګونو بې ګناه افغانانو قاتل او دملي ګټو ننګوونکى دفاطميون مشر يې د نورو وحشتونو لپاره پړسېدلى خوشې کړ
حزب اسلامي د نظم او نسق کور ده ،پاک او سپېڅلي لارويان لري ،داعيه يې حق او لکه لمر روښانه ده تاسې ته بايد وويل شي چې هغه عنادي اوتور زړي يۍ چې که حکمتيار جنګ کولو او له ځان څخه يې دفاع کوله هم ملامت وو او که مظاهره کوي او سولئيزه لار غوره کوي هم سوزۍ
تاسې د دوستم په مارشالۍ ، د نادريانو په واکمنۍ او د شوراى نظار په ټولواکۍ چوپ يۍ لکۍ په خپله دغه کې ننباسۍ يواځې د حزب خواته را چغيږۍ همداسې غالمغالي ښه يۍ
حزبيان په لوى لاس د جنګ خواته ټېل وهل کېږي ،دمدني حرکت اجازه نه ورکول کېږي ،کابل ته دننوتلو حق ترې سلبيږي او په لوى لاس د خلکو احساسات پاروي دا ډله موږ ښه پېژنو دارګ مشر سره زموږ دښمني نشته شاوخوا يې چيچونکي ماران ګوزار ته ناست دي که وضعيت همداسې دوام وکړي بيا به يې څوک د مهارولو توان ونه لري از ما ګفتن بود
موتو بغيظکم
