نن کابل کي زرگونه حزب اسلامي غړي واټنونو ته راوتلي
حبيب الله ابدالي
د لوي خداي په نامه!
نن کابل کي زرگونه حزب اسلاميان واټنونو ته راوتلي او لاريون/ مظاهره کوي. ددې لاريونيانو/ مظاهره چيانو د شعارونو څخه يو شعار "مرگ د ملت پر قاتلينو"، چي موږ ورته آمين يارب العالمين وايو.
بايد هېره نکړو چي لاريون د دموکراسي د مقرراتو يو مهمه ماده ده، چي ملکيان، سياسي فعالين، سازمانونه، نارازه اشخاص ازاد حق لري لاريون وکړي او خپل نارازايت ښکاره کړي، خپل حق غوښته وکړي، د سياست عوض او بدل وغواړي، د خپل مخالفينو د سياست خلاف خپل موقف ښکاره کړي، خپل سياست دپاره کمپاين وکړي او داسي ډيرو نو مسائلو پخاطر. مهمه دا ده چي هغه لاريون د قوانينو پر اساس وي، صلحيز وي، د چا سر او مال ته ضرر و نه رسيږي.
د حزب اسلامي ددې لاريون اصلي دليل د حزب اسلامي او غني د دولت تر منځ تړونونه دي چي د غني دولت ورته عاجز پاتي سوی، ورته رسيدگي يې نده کړې. د هغه تړونو د مهمو مادو څخه يوه د حزب اسلامي د بنديانو خوشي کېدل وه، چي هغه د غني دولت ندي خوشي کړي، کوم چي د دولت ناکامي ده.
دولت جوړه او وعدې ورسره کړي دي او پر هغو وعدو بايد ورسره و دريږي او بنديان يې ور خوشي کړي.
حزب اسلامي يو تندروه سياسي تنظيم وو، چي ډېر سياسي مخالفين يې ووژل، حتی د شوروي خلاف جهاد پر محال به يې د نورو جهادي جبهو سره جنگونه او وينه تويدل کول، دا چي دوي اوس صلحيز لاريون کوي او ددې لاري خپل حق غواړي يو لوي بدلون دی او موږ يې ستاينه کوو.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
ګرانه او قدرمنه وروره حبیب الله ابدالی صاحب! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! د ستا لیکلی مضمون مې ولوست. زما په فکر سره، د هغو شیانو په هکله، چې کره معلومات ونلرو، هغه ونه لیکو. د ستا د لیکنې دغه برخه له انصاف څخه لېرې ده. ”حزب اسلامي يو تندروه سياسي تنظيم وو، چي ډېر سياسي مخالفين يې ووژل، حتی د شوروي خلاف جهاد پر محال به يې د نورو جهادي جبهو سره جنگونه او وينه تويدل کول، دا چي دوي اوس صلحيز لاريون کوي او ددې لاري خپل حق غواړي يو لوي بدلون دی او موږ يې ستاينه کوو.“ والسلام.
