مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: نن د حزب اسلامي معزز مشر په حضور کی یو شمیر دینی علماو او خطیبانو د افغانستان د علماو په استازیتوب خپل حمایت د حزب اسلامی د لاریونونو د یوې غونډې په ترڅ کي اعلان کړ.
✒: د خبریالان: زلمي خلیلزاد د غني او عبدالله تر څنګ د نوې طرحې کاپي 16 سياسي څېرو ته سپارلې ده.
خلیلزاد همدا راز مطرحو سیاسي مشرانو ته لس ورځې وخت ورکړی تر څو وروستۍ خبره او مشوره ورسره شریکه کړي.
✒: همزمان با جدی شدن بحثها دربارۀ احتمال ایجاد یک دورۀ انتقالی ازبهر حل بحران افغانستان، حمدالله محب، مشاور امنیت ملی رییسجمهور غنی تأیید میکند که رأیزنیها روی بدیلهایی جریان دارند.
آقای محب که امروز چهارشنبه در فرجامین روز نمایشگاه نیروهای امنیتی در کابل سخن میزد، گفت هر طرحی که برای صلح پیشنهاد میشود باید صلح واقعی را تضمین کند.
او تأکید کرد که در این راستا باید جامعۀ جهانی و طالبان باید تضمین بدهند: «دربارۀ بدیلهای مختلف مشغول بحثها استیم، ولی موضوع مهم این است که طالبان به صلح نه بل به جنگ مصروف استند.»
✒: د کابل د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دغې ولسوالۍ په اتو سترو کلیو کې لا هم طالبان حضور لري او دغې ولسوالۍ ته د دولتي کارکوونکو تګ راتګ ستونزمن دی.
موسهي د کابل له نا امنیو سیمو او د پلازمینې په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.
د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي په دغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته او همداراز ماین چاودنو کې ډېر د سر او مال زیان د سیمې اوسېدونکو ته اوړي.
✒: د امریکا متحده ایالات د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب د یوې نړیوالې غونډې د جوړې په هکله خبر ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، نن چهارشنبې (د کب په ۱۴مه) طلوع نیوز ته وویل چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان مشرانو او اغېزناکو سیاسي څېرو سره په لیدنه کې، د راتلوونکي سیاسي نظام جوړښت ته د لېږد لپاره د انتقالي پېر رامنځته کېدل، د راتلوونکي نظام د اصولو مشخص کېدل او د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب د نړیوالې غونډې جوړېدل وړاندیز کړي دي.
د دغو وړاندیزونو پر بنسټ، په لومړي سر کې به د سیاسي مشرانو یوه غونډه جوړه شي، وروسته به د راتلوونکي سیاسي نظام د جوړښت په هکله هوکړه وشي او په پای کې به د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب به یوه ستره نړیواله غونډه جوړه شي.
✒: احمد ضیا مسعود: په نظام کې کوم بدلون نه راځي یوازې د څو کسانو ځایونه بدلېږي. خو باید اوربند رامنځته شي.
د ګډ حکومت رامنځته کېدل د طالبانو لپاره هم ښه دي را دې شي او له خپلې اډیالوژۍ سره په سوله ییزه فضا کې افغان ټولنه کې ژوند وکړي.
تر هغې چې اشرف غني په واک کې وي په دې یقین ولرئ چې سوله به هېڅکه رامنځته نه شي.
✒: د هلمند په مرکز د لښګرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند بولان سیمه کې د یوه پولیس پر شخصي موټر ماین چاودنه شوې ده.
امنيتي سرچينې وايي چې دغې چاودنه کې د نادعلي ولسوالۍ یو تن پوليس وژل شوی او يو بل مُلکي وګړی ټپي شوی دی.
✒: په ننګرهار ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول شیرشاه همدرد وايي مسوول بنسټونه باید په یوه کار ورکوونکي میکانیزم کار وکړي، څو پرخبریالانو د بریدونو مخه ونیول شي.
✒: کابل کې دیني عالم، مولوي، فیض محمد فایض یوه وسلهوال برید کې ژوند بایلود.
د سیمې اوسېدونکي وايي پر دغه دیني عالم نن سهار د کابل سرکوتل سیمې طلايي ښارګوټي کې دوو وسلهوالو برید کړی. د کابل پولیسو هم د ۱۷ مې حوزې سیمه کې وژنه تایید کړې ده.
✒: ۳۴ تن از نیروهای امنیتی در یک عملیات نیروهای کماندو در ولایت هرات از بند طالبان رها شدند.
فردین سپاه، فرمانده کندک ۹ کماندو در هرات میگوید که این عملیات شب گذشته بر یک زندان طالبان در ولسوالی ادرسکن انجام شد و این زندان نیز تخریب شدهاست.
✒: د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړو ترمنځ ټاکنو په پایله کې اورنګزیب د دغه کمیسیون د رییس، مولانا عبدالله د مرستیال او مسافر قوقندي د منشي په توګه ټاکل شوي دي.
✒: تېره ورځ په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلویزیون درې تنه خبریالانې د نا معلومو وسلوالو له خوا ترور شوې؛ له پېښې ساعت ورسته د دې ولایت امنیتي مسئولینو خبر ورکړ چي ګواکې پر خبریالانو حمله کوونکی یې نیولی او تصویرونه یې هم له رسنیو سره شریک کړل بل پلو د ګڼ شمېر رسنیو خبریالانو په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې یاده پېښه مازدیګر مهال شوې خو تصویرونه داسې ښکاري چي غرمه مهال د اخیستل شوي وي یادو خبریالانو د ننګرهار امنیتي مسئولین په دروغو ویلو او ولس ته د فریب ورکولو په تور متهم کړل چي تل یې دا ډول دروغ ولس ته ویلي اما جالبه دا چي نن ننګرهار والي د دغه ولایت امنیتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره به د درېیو وژل شوو ښځينه خبریالانو قاتلین نیسي او یا به له خپلې دندې استعفا کوي د والي له دې څرګندونو په ښکاره توګه څرګندیږي چي پرون د یاد ولایت ټولو امنیتي او ملکي چارواکو ولس ته د رسنیو له لارې دروغ ویلي وو.
✒: در جریان درگیری میان محافظان حبیبالله غوریانی، یک زورمند محلی و نیروهای امنیتی در ناحیه سیزدهم شهر هرات ۱۴ تن از طرفهای درگیر زخم برداشتهاند.
محمد ابراهیم محمدی، مسؤول هرات آمبولانس میگوید که سه پولیس و ۱۱ غیرنظامی به حالت زخمی به شفاخانهها انتقال داده شدهاند.
مقامهای محلی در هرات میگویند که این درگیری پس از تلاش پولیس برای بازداشت حبیبالله غوریانی آغاز شد.
✒: چاووشاوغلو: می توانیم توافقنامه مناطق ویژه اقتصادی دریایی با مصر امضا کنیم.
✒: په کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده. خبرپاڼه کې له افغان حکومت څخه هم غوښتنه شوې ده چې د خبریالانو د قاتلینو د مجازات معافیت ته د پای ټکی کېږدي.
✒: د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې پر روسیې د امریکا او اروپا تازه بندیزونه به پر اړیکو پام وړ منفي اغېز ولري. هغه ویلي چې دوی نور زغم نه شي کولی او د اروپا او امریکا د هر اقدام پر وړاندې به ورته ګام پورته کړي.
✒: د صابرین نیوز په نامه یوې عراقي رسنۍ راپور ورکړی دی چې په عراق کې د امریکایي پوځیانو پر تر ټولو سترې پوځي اډې باندې توغندویي برید کې درې امریکایي عسکر وژل شوي دي. راپور کاږي چې پر عین الاسد لس توغندي توغول شوي چې په پایله کې یې یو امریکایي افسر او دوه سرتېري وژل شوي دي.
✒: د ترکیې د دفاعي صنایعو ادارې ویاند اسماعیل دمیر ویلي چې د امریکا له لوري پر ترکیې د کاتسا په نامه بندیزونه بې اغېزې وو. هغه ویلي دوی به د خپلو پولو د امنیت خوندیتوب لپاره د ایس څلور سوه دفاعي سیسټم دویمه برخه هم وپېري.
✒: کمیتۀ اطلاعات مجلس سنای ایالات متحده، ویلیام بُرنز، دیپلمات کهنه کار امریکایی را برای ریاست سازمان استخبارات این کشور یا "سیآیای" تأیید کرد.
مارک وارنر، سناتور دموکرات و رییس این کمیته میگوید که تأیید ویلیام بُرنز به اتفاق آرا از سوی جمهوریخواهان و دموکراتها، نشانۀ صلاحیت کامل او برای این نقش با توجه به تجربۀ طولانی او در امور امنیت ملی و تعهد قابل ستایشاش برای خدمات عمومی است.
