د حضرت عمر رضی الله عنه دژوند یوه په زړه پورې کیسه
أمیرالمؤمنین عمر رضی الله عنه غوښتل چې أم کلثوم د ابوبکر صدیق رضی الله عنه له لور سره نکاح وکړي، نو عایشې رضی الله عنها ته یې کس ورولیږی، هغه ډیره زیاته خوشاله شوه، ژر ورغله تر څو پر خپلې کشرې خور زیری وکړی چې أمیرالمؤمنین یې ځان ته غواړي... خو د أم کلثوم ځواب حیرانونکی وو: زه په عمر څه وکړم؟!!! هغه یو ځیږ طبع، سخت دریځه، او غوسه ناک انسان دی!!! په سر کې یې د رعیت له خیال او فکر پرته نور څه نشته!!! او زه ځوانه یم، زه غواړم له یوه همځولي سره واده وکړم، داسي ځوان چې مینه ناک وي او پرهیزګاره وي.
عائیشې رضی الله عنها ام کلثوم سخته ملامته کړه، ورته ویې ویل چې هغه یو ستر شخصیت دی، عمر! د مسلمانانو امیر!!!
ام کلثوم ته غوسه ورغله او ویې ویل: که ما مجبوروې او نه مې پریږدې نو زه ځم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له قبر سره چیغې وهم چې زه له عمر سره واده نه کوم...!
عایشه رضی الله عنها حیرانه او پرېشانه شوه...!
عمرو ابن العاص ته ولاړه هغه ته یې جریان بیان کړ.
عمرو ولاړ أمیرالمؤمنین ته او ورته ویې ویل: ایا واده کوې؟
عمر په خوښۍ سره وویل: هو
: له چا سره؟
: د ابوبکر له لور ام کلثوم سره؟
عمرو ورته کړل: ته او هغه یتیمه انجلۍ؟ څو میاشتې مخکې یې پلار وفات شوی، چې واده یې کړې نو شپه او ورځ به د پلار د مرګ ساندې درته وایي...!
عمر رض الله عنه په پوښتونکي نظر ورته وکتل: ایا دا خبرې عایشې درته وکړې؟!!!
عمرو ورته ویل: هو
عمر رضی الله عنه پوه شو چې کیسه څرنګه ده نو د سر په خوځولو یې وویل: ښه نو بیا حاجت نشته...!
ددې کیسې په لوستلو سره سړي یو لوی درس زده کوي.
ددغې پیغلې جرأت ته وګورئ چې څومره په دلاوري سره یې د زړه خبره او خپله رضا څرګنده کړه.
او د عائشې رضی الله عنها او عمرو بن العاص رضی الله عنه حسن تدبیر او ځیرکتیا ته وګورئ چې په څومره مهارت او ایجابي اسلوب یې خبره تر عمر رضی الله عنه ورسوله!!!
او د عمر فاروق رضی الله عنه عکس العمل ته وګورئ! چې څنګه یې په اشاره سره ځان وپوهاوو او تر پریکړې تیر شو.
ام کلثوم رضی الله عنها بیا له طلحه بن عبیدالله سره واده وکړ چې یو له هغو لسو کسانو څخه وو چې په ژوند ورباندې د جنت زیری شوی وو.
-------------------------—-------------------
سرچینه: دا کیسه تاریخ طبري په دریم جلد ۷۲۰ ص او البدایه والنهایه په اووم جلد ۱۵۷ صفحه کې را اخیستې.
