مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د انعکاس ټلوېزیون رییس زلمي لطیفي د دې پخلی کوي چې په دوو جلا بریدونو کې د دغه ټلوېزیون درې تنه ښځینه کارکوونکې وژل شوې دي.
✒: سرچینې وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په لړ کې د ولسمشرغني په ګډون د هېواد له سیاستوالو او طالبانو سره د یو ګډ حکومت پر طرحې خبرې اترې کړې دي.
حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې وايي چې خلیل زاد له سیاستوالو سره د ګډ حکومت یوه طرحه شریکه کړې ده او ویلي یې دي چې د دغې طرحې په هکله خپل نظرونه له ده سره ژر تر ژره شریک کړي.
دا سرچېنې زیاتوي چې زلمي خلیل زاد له اغېزناکو سیاسي څېرو سره د دوشنبې او سه شنبې ورځې په کتنو کې ویلي دي چې په دوحه کې به د سولې بهیر څنډې ته شي او ډېر پام به د طالبانو په ګډون د یوه ګډ حکومت د جوړېدو په تړاو د یوې ملي او نړیوالې غونډې پر جوړېدو راټول شي.
حامد کرزي ته نږدی کس شهزاده مسعود وايي:«د بن په څېر به یو ستر او نړیوال کنفرانس جوړ شي چې د طالبانو او جمهوریت لوري د مشرتابه په کچه په هغه کې به ګډون وکړي او ورته مهال به د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه یوې سیاسي هوکړې ته به ورسېږي چې سیاسي مشروعیت له نړیوالې ټولنې واخلي او ملی مشروعیت د لویې دودیزې جرګې له لارې.»
عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې زیاتوي چې ښاغلي خلیل زاد د هېواد له سیاستوالو غوښتي دي چې د مشارکتي حکومت د جوړېدو د طرحې په تړاو خپل نظرونه ډېر ژر وروستی او له واشنګټن سره شریک کړي.
✒: ناټو په جلال اباد ښار کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون د ښځینه کارکوونکو د وژنې پېښه غندي.
په افغانستان کې د ناټو ستر مُلکي استازی استېفانو پونتيکورو د دغې پېښې له غندنې سره وايي:«یوځل بیا په جلال اباد کې د افغان رسنیو ددرې تنو ژورنالستانو وژنې سره نن لویه غمیزه رامنځته شوه.»
✒: دننګرهار امنيه قوماندانۍ:
د انعکاس تلويزيون د درې ښځینه کارکوونکو د وژلو په تړاو پولیسو د پېښې په ځای کې طراح او بريد کوونکی قاري بصير، چې طالبانو اړوند دی د يو ميل تومانچې او ريکشا سره نيولی دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې برید لاس لرل رد کړي.
✒: د ننګرهار ولایت امنیه قومندان جمعه ګل همت وايي چې د انعکاس ټلوېزیون د یوې کارکوونکې ترهګر وژونکی له رېکشا سره نیول شوی دی او پلټنې ترې روانې دي.
✒: په ننګرهار ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول شیرشاه همدرد وايي موږ هیله من وو چې په دې وروستیو کې هدفي وژنې کمې شوې دي، خو له بده مرغه نن د انعکاس ټلوېزیون درې تنه کارکوونکې ترور شوې، دغه برید ډېرې اندېښنې رامنځته کړي، د رسنیزو کارکوونکو امنیت ته باید جدي پاملرنه وشي.
✒: مسعود اندرابی، وزیر امور داخله افغانستان میگوید که حکومت جنگی را اعلام نکرده و به ادامۀ روند صلح با گروه طالبان باورمند است.
آقای اندرابی میگوید که اگر در بهار جنگی دربگیرد، این به انتخاب طالبان خواهد بود.
وی در نشست گزارش دهی از برنامههای یک سال اخیر وزارت امور داخله، از ادامه بررسیها در بارۀ تنشهای ماه پیش در بهسود میدان وردک یاد میکند و میافزاید که علی پور در وزارت امور داخله و ریاست عمومی امنیت ملی پرونده دارد.
✒: دفاع وزارت د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو د سوق او ادارې د یوه لوی مرکز له منځه وړو خبر ورکوي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي دي، سیمه کې افغان ځانګړو ځواکونو ته د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وسلې او نشهيي توکي په لاس ورغلي چې وسلې یې ضبط او نشهیي توکو ته یې اور اچولی دی.
✒: د لغمان ولایت سیمهییز مسوولین د کابل-جلال اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له کبله د دوو کسانو له ژوند بایللو او د یوه له ټپي کېدو خبر ورکوي.
د چارواکو په خبره پېښه نن سهار لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند کاکڅ سیمه کې شوې.
✒: د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د انعکاس ټلويزيون پر ښځينه کارکوونکو برید غندلی او وایي: «افغانانو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته سوله لومړیتوب دی، دغسې وحشیانه بریدونه به موږ له خپلې اصلي موخې چې هغه په هېواد کې یوه تلپاتې او عادلانه سوله ده را وه نه ګرځوي.»
نوموړي دغه راز له مسؤلینو غوښتي چې د برید عاملین پیدا او د خپل عمل په سزا یې ورسوي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د انعکاس ټلويزيون پر کارکوونکو برید غندلی او یاد برید یې "بې رحمانه وژنه، بیغرته عمل او بشري ضد جنایت" بللی دی.
✒: برښنا شرکت سږ کال د تولید او لېږد ۵۰ پروژې په پلان کې لري چې تر ټولو مهمه هغه یې کابل ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزو لېږدول دي.خو د دغه شرکت مسوولین وایي چې سږ کال د پروژو تمویل برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دي او د یادو پروژو د تمویل لپاره نړیوال تعهدات هم وجود نه لري.
✒: د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان دولت په ټاکنو کې د طالبانو له حضور سره هیڅ راز مخالفت نه لري ځکه د ده په وینا دا چاره به پر دغې وسله والې ډلې د خلکو د اعتماد ښودنې ته زمینه برابره کړي.
✒: د افغانستان د سولې بهیر په بشپړه توګه درېدلی دی. د افغانستان د مسایلو څارونکي برنېټ روبین په خپله یوه مرکه کې ویلي چې د سولې هوکړې تطبیق او په بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګونه په بشپړه توګه درېدلي دي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.
✒: تاجکستان او افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب پلازمینې دوشنبې ته تللی او د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي دي.
✒: اردوغان: عامل تعیین کننده در تهیه برنامه حقوق بشر، خواستههای ملتمان است.
طرح اقدام برای پیشبرد حقوقبشر به گونهای آماده شده تا طی یک دوره 2 ساله اجرا شود.
یک کمیسیون مستقل نظارت بر حقوقبشر در زندانها با مشارکت کانونهای وکلا، سازمان های مردم نهاد و دانشگاهها تشکیل خواهیم داد.
هدف نهایی برنامه اقدام برای پیشبرد حقوق بشر، یک قانون اساسی جدید و مدنی است.
تسهیلاتی در هزینه پروندههای قضایی، اجرایی و اسناد رسمی ارائه خواهیم کرد. دادرسی الکترونیکی را به تمام دادگاهها گسترش خواهیم داد.
به منظور بالا بردن استانداردهای آزادی بیان و مطبوعات٬ در حال تدوین و تهیه اقداماتی برای تسهیل فعالیتهای حرفهای روزنامهنگاران هستیم.
✒: گفتوگوی چاووشاوغلو با هیئت ترک مأموریت ویژه نظارت بر اوکراین.
✒: آزار جنسی حداقل 10 هزار کودک در کلیساهای فرانسه.
✒: امریکا وایي خلیلزاد دا ځل د اوربند او جګړو د کمولو هڅه کوي. په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد په کابل کې له ګڼو افغان سیاسیونو او چارواکو سره کتلي دي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي.
✒: د واشنګټن ایګزماینر د راپور له مخې، د بارک اوباما د دورې دفاع وزیر رابرت ګیټس او د ټرمپ د دورې وروستي دفاع وزیر مارک ایسپیر بایډن ته سپارښتنه کړې ده چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې باید امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ونه ایستل شي.
✒: بلغاریا د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندې افغانستان ته د خپلو سرتېرو د استولو پر تیاري بوخته ده. د بلغاریا د دفاع وزیر امیل اوتیموف ویلي چې سرتېري یې د ماموریت پيلولو لپاره پر تمرینونو بوخت دي خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې دغه ډله سرتېري به څه وخت افغانستان ته ولېږي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن ویلي چې سعودي عربستان د یمن جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی او په وینا یې انصارالله دې هم ورته اقدام وکړي.
